د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

هرات کې ورښتونه او سېلابونه؛ ځايي اوسېدونکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي


ارشیف: په هرات کې د وروښتونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: په هرات کې د وروښتونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په هرات کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله د دې ولایت په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر کورونه نړېدلي چې له امله يې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

په هرات کې د وروستيو اورښتونو له امله د دغه ولايت په اوبې، چشت شریف، ادرسکن، رباط سنګي، ګلران، پښتون زرغون او انجيل ولسواليو کې د سېلابونو او په‌کې خلکو ته د اوښتو زيانونو په اړه راپورونه ورکول شوي دي.

د سيمې اوسېدونکو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، سېلابونو يې کورونه او خونې له اوسېدو ويستي او په خبره يې، که مرسته ورسره ونه‌شي، ښايي ستونزې يې نورې هم ډېرې شي.

د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکي عتيق‌الله ازادي راډيو ته وويل: "سېلابونه خو ډېر راغلي دي، د خلک کورونه او خېمې يې له‌منځه وړي دي، کورونو کې يې ټول شيان خراب کړي، حتی خواړه، وريجې او اوړه يې لامده کړي دي، بيخي بد وضعيت دی."

نوموړی وايي، سره له‌دې چې په‌دې سوړ موسم کې خلک د سرپناه له ستونزې سره مخ شوي، ترڅنګ يې لومړنيو خوراکي توکو لاس‌رسی هم محدود شوی.

دغه راز زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عارف ازادي راډيو ته د تېرې شپې د باران وضعيت داسې شريک کړ: "بيخي ډېر سېلونه راغلل، تېره شپه سخت يخ وهلي يو، تېره شپه باران، باد، واوره او هر څه ګډ وډ ورېدل، بيخي زياته يخني وه، تر سهاره اوبه راباندې راڅڅېدې."

ارشیف: په هرات کې د ورښتونو له کبله یوه نړېدلي کور انځور. ارشیف
ارشیف: په هرات کې د ورښتونو له کبله یوه نړېدلي کور انځور. ارشیف

د هرات د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکی بصير احمد وايي، سيمه کې يې سېلابونه راغلي او ګڼ‌شمېر کورونه يې ويجاړ کړي دي.

هغه وویل: "زموږ په سيمه کې تېره شپه زيات باران وو، د تېرې ورځې له سهار د شپې تر لسو بجو باران ورېده، سېلابونه هم راغلل. زموږ کلي کې دوه يا درې کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي او د اوسېدو وړ نه‌دي."

دا چې هرات کې د وروستيو سېلابونو او ورښتونو له امله څومره کورونه ويجاړ شوي او په‌کې خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر څومره دی، د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د هرات ولايت لپاره د طالبانو د مسوولانو نظر ولري، خو د دې راپور تر خپرېدو يې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو يو شمېر رسنيو د طالبانو د ځايي مسؤلينو په حواله راپورونه ورکړي چې دغه ولايت کې له پرون راهيسې د بارانونو له امله د کورونو د نړېدو پېښو کې د يوې اميندواره مېرمنې په ګډون لږ تر لږه لس تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ نن سهار د هرات ښار په صوفي آباد سيمه کې ديوه کور د نړېدو له امله د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي مړه شول.

خو ورښتونه، سېلابونه او په‌کې اوښتې مرګ‌ژوبله يوازې هرات ولايت کې نه، بلکې د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم رامنځته شوې.

په‌دې اړه نن له غرمې وروسته د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند ملاجانان سايق رسنيو ته په استول شوي يو ويډيويي کليپ کې ويلي: "د کب له اولې نېټې تر ۲۲مې، د واورې، بارانونو او سړې هوا له امله په هېواد کې له بده‌مرغه ۶۰تنه هېوادوال شهيدان شوي او ۲۳ کسان نور ټپيان شوي دي، همدارنګه ۱۶۴۵کورونه هم په کلي او جزوي توګه ويجاړ شوي دي، ۱۷۷زره ۹۱۱څاروي هم تلف شوي دي."

نوموړي دا هم وويل چې، د نړيوالو مرستندويه موسسو په مرسته يې په ټولو زيانمنو شويو سيمو کې تر ۲۲زره ډېرو کورنيو سره د خوراکي او نغدي توکو مرسته کړې ده.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د واورې، باران، نسبتاً قوي بادونو او سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.

د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو ازادي راډيو سره خبرو کې اندېښنه ښودلې، که پر وخت ورسره مرسته ونه‌شي ښايي ماشومان له يخنۍ ومري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG