د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

په کابل کې د ښځو لپاره د ځانګړي شوي بڼ "باغ زنانه" د پرانیستلو غوښتنه وشوه


په کابل کې د ښځو د بڼ یوه څنډه
په کابل کې د ښځو د بڼ یوه څنډه

د پسرلي په رارسېدلو سره په پلازمېنه کابل کې يو شمېر ښځې د طالبانو له حکومت غواړي چې دوی ته د ښځو لپاره د یوازېني ځانګړي شوي بڼ "باغ زنانه" تړلې دروازې پرانېزي.

دغه ښځې وايي، د ښځو بڼ ته ان د جمهوري نظام پر مهال هم نارينه نه ور پرېښودل کېدل او کارکوونکي او پلورنکي هم په کې ټولې ښځې وې، خو د طالبانو حکومت دا تفریح ځای هم د دوی په مخ تړلی دی.

د کابل اوسېدونکې نظيفې په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "د دوى له فرمان سره سم اوس ښځې هلته نه ځي بندې دي او مخې ته يې غټې ډبرې ولاړې دي، له حکومته مو غوښتنه داده چې زنانه باغ ته زمونږ د تګ اجازه راکړي."

طالبانو په افغانستان کې تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د ښځو بڼ په ګډون ښځې او نجونې تفریحي پارکونو ته له تګ منع کړې.

د کابل بله اوسېدونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزه له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې دا او ملګرې به يې اوونۍ، دوه اوونیو کې حتمي يو ځلې په دې بڼ په‌کې راټولېدې او د ټولې اوونۍ ستړيا به يې وېستله، خو اوس له دې تفریح هم بې برخې دي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: اوس مې زړه کېږي چې ځان له دې شپږم پوړ نه راوغورځوم، ډېره سخته راباندې تېرېږي بېخي د اعصابو تکليف راته پيدا شوى.

هغه وايي: "نور کله به چې خسته شومه دوه اوونۍ وروسته به مې ټولګيوالو ته ملګرو ته مسجونه وکړل چې راځٸ په دې پارک کې به سره غونډ شو، خو اوس يې ټول پر مونږ درولي، ګلانو، شنو بوټو پر مونږ ډېر ښه اغېز کولو، خو اوس مې زړه کېږي چې ځان له دې شپږم پوړ نه راوغورځوم، ډېره سخته راباندې تېرېږي بېخي د اعصابو تکليف راته پيدا شوى."

نوموړې وايي چې په کور ناستې ورته رواني ناروغي پیدا کړې او د طالبانو له حکومته غواړي چې پارکونو ته د ښځو په تګ بنديز لرې کړي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دغو ښځو د غوښتنې په اړه د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وپوښتي، خو هغه ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه باید د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وپوښتل شي او د یاد وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق هم د موضوع په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د یادونې ده چې د کابل په دهن باغ سيمه کې د ښځو بڼ یا باغ زنانه چې د شهرارا باغ په نوم هم یادېږي، نه يوازې دا چې د ښځو او نجونو لپاره يو تفريحي بڼ و بلکې ډېريو ښځو ته په کې د کار او روزګار زمينه هم برابره شوې وه.

ارشیف: په کابل کې د بابر بڼ یوه څنډه. دا او په افغانستان کې ټول بڼونه د ښځو پرمخ تړل شوي دي.
ارشیف: په کابل کې د بابر بڼ یوه څنډه. دا او په افغانستان کې ټول بڼونه د ښځو پرمخ تړل شوي دي.

د ازادي راډیو د یو راپور پر بنسټ په دغه بڼ کې د د ښځو شاوخوا ٢۷ پلورنځي موجود وو چې د ښځو لاسي صنايع به په کې پلورل کېدل او ډېر خوښونکي يې درلودل.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالې د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې دا بڼ چې په لومړیو کې د شهرارا بڼ په نوم یادېده د هند د مغلي امپراتورۍ یو پاچا بابر د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی.

په دغو معلوماتو کې دا هم راغلي چې نوموړي د بڼ له جوړولو سره ډېره لېوالتیا درلوده او په خپل ژوندانه کې یې ډېر بڼونه لکه باغ مهتاب، باغ هوا، باغ چهار باغ خلوت خانه او د شهر ارا بڼ جوړ کړل، په ځينو کتابونو کې بیا راغلي چې شهرا ارا بڼ د بابر عمه‌بانو بیګم جوړ کړی دی.

خو څېړنپوه عبدالغفور لېوال یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دقيقه توګه د امانۍ دورې د نهضت النسوان په وختونو کې د ملکه ثريا پر وړانديز د کابل د ګڼو باغونو تر منځ يو باغ ښځو ته وقف شو چې د دربار ښځې به ورتلې او اوونۍ کې يوه ورځ به عامې ښځې هم ورتلې چې وروسته د باغ زنانه په نوم ونومول شو."

څېړنپوه عبدالغفور لېوال
څېړنپوه عبدالغفور لېوال

د بېلابېلو نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ راهيسې په ښځو د بنديزونو تر ۵٠ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

دوی نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او پوهنتونونو راګرځولي دي، ښځې یې په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي او دغه شان یې ښځينه حمامونو، ورزشي لوبغالو او له محرم پرته د دوی په لرې واټن سفر هم بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG