د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د خپلو حقونو لپاره هڅې او مبارزه نه‌پرېږدي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو د اسیا پاسفیک څانګې یو تصویري راپور خپور کړی او وايي، له ټولنې د مېرمنو د لرې کولو لپاره د طالبانو له محدودونکو فرمانونو سره سره افغان مېرمنې د خپلو حقونو لپاره هڅې او مبارزه نه‌پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې اسيا پاسفيک څانګې "د افغان مېرمنو نه ستړې کېدونکي غورځنګ" په نوم يو تصویري راپور خپور کړی او ویلي، که څه هم طالبان هڅه کوي افغان مېرمنې له ټولنې، عامه فضا، ښوونيزو ځایونو او د تصمیم نیولو له برخو لرې کړي، خو ښځې دا بندیزونه نه‌مني او خپلې هڅې او مبارزه یې جاري ساتلې ده.

دغه تصويري راپور کې چې د ښځو د حقونو له څلورو مدافعینو سره په کې خبرې شوي، ویل شوي چې دغو ښځو د طالبانو له واکمنۍ مخکې کلونو کې هم د ښځو پر وړاندې له ننګونو سره مبارزه کړې او په خپلو کمپاینونو او د تصمیم نیونې په برخه کې په حضور سره یې په ټولنه کې د مېرمنو په ژوند کې بدلون راوست او اوس د طالبانو په شتون کې هم په پراخه کچه خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې افغان مېرمنې له بېلابیلو لارو، د اعتراضي خوځښتونو په پيلولو، د زده‌کړو لپاره د کورنيو ټولګيو په جوړولو، د سوداګرۍ په پیلولو او د انلاین کیسو په شریکولو سره د واکمنو چارواکو پر وړاندې مبارزه کوي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

دا په‌داسې حال کې ده چې يو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، که څه هم په افغانستان کې د دوی په ټکو واکمنې ډلې د ښځو د اعتراضونو پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ کړي، خو دغه فعالانې او اعتراض کوونکې هڅه کوي چې د افغان ښځو غږ غلی نه‌شي.

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ يوې مسؤلې مريم معروف آروين ازادي راډيو ته وويل: "افغان مېرمنو او نجونو په تېرو نږدې دریو کلونو کې په خپلو مبارزو سره ثابته کړه چې دا د پرون ښځې نه‌دي او افغان مېرمنې تسليمېږي نه، ان که زندان ته هم يوړل شي او زنداني هم شي، تر دې چې دوی په ډېر بد حال کې ځورول کېږي. موږ هیله لرو چې د افغانستان خلک بايد له طالبانو ويره ونه‌لري او د دغې ډلې د ظالمانه واکمنۍ پر وړاندې ودرېږي."

د ښځو د حقونو بله فعاله نسرین حمیدي هم وايي، د افغان مېرمنو اعتراضونو طالبان له ننګونو سره مخ کړي دي.

حمیدي وايي: موږ د افغانستان ښځې د شل کاله پخوا ښځې نه يو، اوس پوه، ځواکمنې او مبارزې ښځې يو.

هغې وویل: "زموږ د ښځو اعتراضونو طالبان په نړيواله کچه له ننګونو سره مخ کړي دي. د طالبانو د حکومت پر ضد د افغانستان او نړۍ له هر ګوټ د اعتراض غږ پورته کېږي. موږ د افغانستان ښځې د شل کاله پخوا ښځې نه يو، اوس پوه، ځواکمنې او مبارزې ښځې يو."

يادې مېرمنې د خپلو اعتتراضونو په اړه داسې مهال غږېږي چې په تېرو درېيو کلونو کې یې دا مبارزه دومره اسانه نه وه.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، طالبانو د ښځو اعتراضونه چې په کوڅو او واټونو کې د زده‌کړو، کار او د ښځو د نورو حقونو د خوندیتوب په موخه پیل شوي وو، وځپل او یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې يې ونيولې او بنديانې يې کړې.

دا مهال د ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې منيژه صديقي د طالبانو په بند کې ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په نهمه ونيول شوه او څه موده وروسته د پلچرخي زندان ته ولېږدول شوه.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي، خو په ټولنه کې یې د د ښځو او نجونو د رده کړو او کار په ګډون د دوی پر فعالیتونو او شتون ګڼ محدوديتونه لګولي دي، چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې له ځان سره لرلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG