د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

افغان ناروغان: دې غاړه کمېشنکاران او بله غاړه پاکستاني پولیس راڅخه پیسې غواړي


د پاکستان اړخ ته د تورخم دروازې یوه څنډه
د پاکستان اړخ ته د تورخم دروازې یوه څنډه

د تورخم له لارې پاکستان ته يو شمېر تلونکي افغان ناروغان وايي، د کرښې دې غاړې ترې کمېشنکاران او بلې غاړې ته پاکستاني پولیس په ناقانونه ډول پیسې اخلي.

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر هغه ناروغان او د دوی کورنۍ چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، ادعا کوي چې تورخم دروازه کې لا هم ناروغان ځورول کېږي او په اسانۍ اجازه نه ورکول کېږي چې پر خپل ټاکلي وخت د درملنې په موخه پاکستان ته ولاړ شي.

د وی ازادي راډيو ته وویل چې دواړو غاړو ته ترې په یو او بل نوم پیسې اخیستل کیږي.

فريد تنها، چې د کاپيسا ولايت اوسېدونکی او د سرطان ناروغي لري وايي، د درملنې په موخه پاکستان ته تللو چې پاکستاني پوليسو ترې پيسې واخيستې.

هغه وویل: "ما ځان سره يوازې د لارې کرايه او درملو پيسې رااخيستې وې، خو لاره کې پيسې اخيستل کېږي، کله چې ډاکتر ته ورسېدم يوه روپۍ هم راسره نه وه، نه د معايناتو، نه د ډاکتر فيس او نه هم د درملو، دا حقيقت دی چې کله چې له کرښې واوړې پيسې اخيستل کېږي."

دغه شان د کابل اوسېدونکی علي اريانفر چې په خبره يې، له تېرو دوو کلونو راهيسې خپله مېرمن د درملنې لپاره پاکستان ته وړي او راوړي وايي: "د تورخم په دروازه کې ستونزې بيخي ډېرې دي د ناروغانو لپاره، هلته د افغانستان او پاکستان دواړو خواوته ناروغان دروي، ځينې خلک بيا له ناروغانو څخه په‌دې نوم چې موږ تا اخواته اړوو پيسې اخلي، له کرښې اغاړه د پاکستان پوليس هم له ناروغانو پيسې اخلي."

د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

ياد کسان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د ناروغانو د لېږد په برخه کې دې شته ستونزې په بنسټيزه توګه هوارې کړي.

خو د تورخم لپاره د طالبانو کميسار مولوي عبدالجبار حکمت ازادي راډيو سره خبرو کې د ناروغانو ياده ادعاوې بې‌بنسټه وبللې.

هغه وویل: "د پيسو په اړه تر اوسه ماته هيچا شکايت نه‌دی کړی چې زموږ مجاهدينو دې له خلکو څخه پيسې اخيستي وي، د پاکستان لوري که اخيستي وي هغه د پاکستان لوری دی، خو د هغوی په اړه هم تر اوسه موږ ته چا شکايت نه‌دی کړی."

له دې وړاندې هم ګڼو افغانانو ورته ادعاوې کړي او ویلي دي چې پاکستاني پولیسو ترې د تورخم په ګډون د خیبر پښتونخوا او د پاکستاني په نورو سیمو کې په بېلابېلو پلمو پیسې اخیستي او دوی یې لوټولي دي.

يو شمېر افغانان چې سرطان او پښتورګو ناروغيو په ګډون هغه ناروغۍ چې درملنه يې افغانستان کې ممکنه نه‌وي، پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.

يادو ناروغانو ته د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولايتي ادارې له لوري د ټوکن په نوم يوه پارچه ورکول کېږي چې بيا پرې پر دروازه د تېرېدو اجازه لري.

د طالبانو د تورخم کميسار ازادي راډيو ته وويل، ټول ناروغان په تورخم کې په يو روغتيايي مرکز کې معاينه کېږي او د يو پروسیجر له تېرېدو وروسته هغوی چې وړ او عاجل وي په خپل نوبت اجازه ورکول کېږي.

که څه هم د پاکستان حکومت ويلي وو د روان کال د مارچ تر ۳۱مې د ناروغانو په ګډون هيچاته پر تورخم دروازه پرته له پاسپورټ او ويزې لرلو د تېرېدو اجازه نه ورکوي، خو تېره اوونۍ کابل ته د يو پاکستان پلاوي له راتګ وروسته ياده ستونزه هواره شوه او ناروغان د تل په څېر د ټوکن په نوم پارچه باندې پاکستان ته تګ راتګ کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG