د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

د افغان لیکوالې "مینه شریف" کیسه په نهه ویشتو غورو کې راغلې


افغان کیسه لیکوال مینه شریف
افغان کیسه لیکوال مینه شریف

مینه شریف هغه افغان کیسه لیکواله، چې د "هنري فعالیتونو لپاره د کاناډا شورا" له‌خوا د سږ کال ادبي جایزو ته یې کیسه په شاوخوا دوه زرو کیسو کې نهه ویشت غورو کې راغله.

دا سفر همدلته نه تمامېده، پنځه غوره او بیا لومړی مقام، خو د مینې مزل په کې همدومره و.

نوموړې وايي، دومره هم چې مخته ولاړه ورته ویاړ دی او ډېره هڅول شوې ده.

مېرمن شریف وايي: "دا ماته یوه لویه خبره ده او زه یې وهڅولم چې پرته له ما نور هم علاقه لري، قبوله یې کړه او زه یې وهڅولم."

د مینې په خبره، کومو کسانو چې دې سره په دې سیالۍ کې ګډون کړی، ډېری یې داسې لیکوالان وو چې کتابونه یې چاپ شوي دي.

جایزې ته د مینې له‌خوا کاندید کړې کیسه "شین مېلمستون" نومېده چې نوموړې یې په اړه وايي: "دا کیسه د یوې وړې نجلۍ په اړه ده چې پلار یې په مزار شریف کې بهرنیو خبریالانو سره کار کوي، دا نجلۍ بیا له یوې خبریالې مېرمنې سره ملګرې کېږي، له بازار ورته ډالۍ اخلي او هغه امریکايي مېرمنه ورته یونیم انګریزي کتاب ورکوي او ښه اړیکه لري."

مینه وايي، دا خبریاله بیا یو کتاب چاپوي چې معلومت یې له همدې نجلۍ اخیستي، خو ادعا کوي چې بهرنیان چې څه لیکلي، خپلې ګټه په پام کې نیسي نه د افغانانو.

نوموړې دا خبره هم کوي چې د افغانستان د خلکو په اړه تل یو منفي تصویر نړۍ ته ښودل شوی، په داسې حال کې چې په خبره یې داسې نه ده.

هغه زیاتوي: "خبرونه چې اوري، جنګ ښيي، جګرخوني ښيي، د افغانستان فرهنګ ډېر کم ویني."

مینې تراوسه د افغانستان او د خپل هېواد د خلکو په ژوند ۱۵ کیسې لیکلي چې یو شمېر یې په ځینو مجلو کې خپرې شوي او هیله لري چې د امکان په صورت کې یې په کتابي بڼه هم چاپ کړي.

هغه یولس میاشتنۍ وه چې کاناډ ته ولاړه هملته لویه شوه، بیا په ۲۰۰۵م کال کې د یو رضاکارانه کار لپاره افغانستان ولاړه، خپل اصلي وطن یې خوښ شو او بیا ۱۵ کاله هلته اووسېده او تر طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو پورې یې، په بېلابېلو رسنیو کې کار وکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG