د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

اسلامیک رلیف سازمان د افغانستان د وروستیو سېلابونو د ځاني او مالي زیانونو په اړه خپل راپور خپور کړ


ارشیف
ارشیف

د اسلامیک ریلیف مرستندویه سازمان راپور ورکړی چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو د ځاني زيانونو ترڅنګ ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي.

د دغه سازمان په راپور کې چې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د «ریلیف ویب» وېب پاڼې له خوا خپور شو، ویل شوي چې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو په پایله کې،۹۰۰ کورونه په جزوي او بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

اسلامیک ریلیف زیاته کړې چې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

دا اورښتونو او سېلابونه د تېر کوچني اختر راهیسې دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت د دغو اورښتونو او سېلابونو د تلفاتو او زیانونو په اړه تازه ارقام نه دي خپاره کړي، خو د شنبې تر ورځې پورې یې په دغو پېښو کې د وژل شویو شمېر ۹۹ او د ټپيانو شمېر ۶۳ ښودلی و.

په غور کې د سېلابونو یوه څنډه
په غور کې د سېلابونو یوه څنډه

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي هم د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله له رامنځته شويو زيانونو شکايت کوي.

د غزني د مرکز د اسفنددې کلي اوسېدونکی حشمت وايي چې د سې شنبې ورځې سېلابونو دوی ته مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: " زمونږ ٢ تر ٣ جريبه زراعتي ځمکه ویجاړه شوې، او د ډیر اورښت له امله هلته مو چې کورونه درلودل تخریب شوي دي."

د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته په خپله سیمه کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه وویل:

" ډېره زياته ويجاړي د چخانسور ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې چې د زرنج او چخانسور مواصلاتي لاره او همدا رنګه د کلیو په مینځ کې فرعي سړکونه له مینځه تللي، زراعتي کروندې چې خلکو کرلې وې ویجاړې شوې ، زما د اوښې زراعتي ځمکې له مینځه تللي چې یوازې د تخمونو له درکه ٤٠ تر ٥٠ زره افغانیو زیان رسېدلی دی."

سېلاب ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي
سېلاب ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې د شنبې په ورځ اعلان کړی و چې د یکشنبې په ورځ به د افغانستان ۱۹ ولایتونه د سختو بارانونو، واورې، تالنده بریښنا او سېلابونو شاهدان وي.

په دغه اعلامیه کې د باران د اورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې او د واورې کچه له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوی دی.

په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سېلابونو په داسې حال کې د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي چې د نړیوالو مرستندویه سازمانونو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بې سارې بې وزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG