د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

افغانستان کې اورښتونه او سېلابونه؛ د مړو شمېر شاوخوا ۷۰ کسانو ته رسېدلی


بارانونو او سېلابونو په ننګرهار کې هم زیانونه اړولي دي.
بارانونو او سېلابونو په ننګرهار کې هم زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله په انساني تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په افغانستان کې د تېر وړوکي اختر راهیسې په اورښتونو او سېلابونو کې شاوخوا ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.

د یاد وزارت ویاند جانان سایق رسنیو ته په یوه لېږل شوي ویډيويي پیغام کې په ټول افغانستان کې د ورپېښو زیانونو په اړه ویلي: "په ټول افغانستان کې تقریباً ۷۰ هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تخمیناً ۵۶ کسان د بارانونو او سېلابونو له امله زخمیان شوي دي، په څنګ کې یې ۲۶۲۷ کورونه په بشپړ او جزوي توګه تخریب شوي، درې جوماتونه او څلور ښوونځي هم خراب شوي."

په ننګرهار کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په ننګرهار کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

نوموړي همدا شان وویل چې د سېلابونو له امله ۲۰۱۷ څاروي تلف شوي او ۹۵۸۶۱ جریبه کرنیزې ځمکې هم له منځه تللي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د پېښو شویو زیانونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اوچا د اپرېل په ۱۶مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "په افغانستان کې وروستیو درنو اورښتونو او سېلابونو څه باندې ۱۲۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي، ۳۲ تنه یې وژلي او ۴۴ نور یې ټپیان کړي دي."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر همداشان زیاته کړې چې تلفات او د زیانمنو شویو کسانو اړتیاوې ارزوي او مرستې رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې له وروستیو سېلابونو او درنو اورښتونو څخه زیانمن شوي کسان وايي چې کرنیزې ځمکې او کورونه یې ویجاړ شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي سورګل ازادي راډيو ته وویل: "شاوخوا درې سوه، درې نیم سوه جریبه ځمکه یې د خلکو له منځه وړلې، کورونو کې هم اوبه ولاړې دي. زموږ خلک ډېر تاواني شول. کښتونه له منځه ولاړل. ټول کال هغه ته ناست وو، هغه له منځه ولاړل اوس لاس تر ځني ورته ناست دي."

د کونړ ولایت د مرکز اوسېدونکی شېرولي امېد په یاد ولایت کې د ورپېښو زیانونو په اړه وویل: "په مرکز کې باران ډېر شدید و او ډېر وخت یې ونیوه. ځينې سیمو کې یې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي چې د خلکو ډېرې ځمکې هم ویجاړې شوې دي."

دا سېلاب ځپلي له دولت او مرستندویه سازمانونه غواړي چې سره مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تر سروې وروسته به د اورښتونو او سېلابونو له امله زیانمن شویو کسانو سره به د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ مرسته وکړي.

د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله لږ ترلږه ۶۶ کسان مړه شوي
د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله لږ ترلږه ۶۶ کسان مړه شوي

هممهاله، په افغانستان کې د ایټالیا هېواد سفارت د اپرېل په ۱۶مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "په افغانستان کې وروستي سېلابونه د افغان وګړو د ملاتړ او په ټوله نړۍ کې د اقلیم د بدلون د لاملونو او اغېزو په اړه په ګډه د کار کولو اړتیا په نښه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د کوچني اختر راهیسې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو او درنو اورښتونو، خلکو ته ګڼ شمېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د هوا پېژندنې ادارې لخوا، نن د وري په ۲۹مه په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، غزني، بامیان، دایکندي، ارزګان او غور ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برښنا او سېلابونو اټکل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG