د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

افغانستان کې نوي بارانونه او سېلابونه؛ ۳۳ تنه یې مړه او له ۶۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړي


ارشیف
ارشیف

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي چې له اختر وروسته ، د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د دغه وزارت ویاند ملا جانان سايق د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې بادغیس، ارزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، پکتیا، لوګر، لغمان او هرات هغه ولایتونه دي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله زيانمن شوي.

هغه وویل:

"له بده مرغه د سېلابونو رامنځته کېدو له امله ۳۳ کسان شهیدان او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي، همدارنګه تقریبآ ۶۰۶ کورونه په کلي او قسمي ډول ویجاړ شوي دي او له ۱۹۵۰ جریب څځه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې همدارنګه د سېلابونو له امله په ټول هیواد کې تقریبآ ۸۵ کیلومتره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي. "

یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف
یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف

نوموړي زياته کړه چې شاوخوا دوه سوه څاروي هم له منځه تللي او تر زرو زياتې کورنۍ زيانمنې شوې دي.

په همدې حال کې یو شمېر کروندګر چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شوي؛ ازادي راډیو ته یې وویل چې د ژمي په پیل کې د وچکالۍ له امله اندېښمن وو خو اوس د پسرلي په پیل کې سختو بارانونو او سیلابونو د دوی حاصلات زیانمن کړي دي.

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي ګلاب الدین ازادي راډيو ته وویل:

"د بزګرانو لپاره يې دغه وخت مناسب نه دى،حاصل رسېدلى ځکه دې وخت کې بيا د غنمو دانه لوېږي او دانه يې بيا توره راځي او بزګران زيانمن کېږي کورنۍ هم امکانات او سهولتونه نه لري، شديد بارانونه کورنۍ زيانمنوي کورونه خرابوي سيلابونه راوځي. "

د هلمند ولایت د بست کلي یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته يې په خپله سیمه کې د اورښتونو، بارانونو او سېلابونو د اوښتو زیانونو په اړه وویل:

"سېلاب راغلى، زموږ کرنيزې ځمکې او کورونه يې وران کړي، څاروي مو له منځه تللي، زموږ سيمه د دوو سيندونو تر منځ ده."

زیانمن شوي خلک بېړنۍ مرستې غواړي
زیانمن شوي خلک بېړنۍ مرستې غواړي

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوېنه کړې چې نن (یکشنبه) به د افغانستان ټولو ولایتونو کې باران او د سېلابونو د راوتو احتمال او تالنده وي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه به له ١٥ ملي مترو څخه تر ٦٠ ملي مترو پورې وي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سیندونو غاړو او سیلاب وتلو سیمو ته له تګ ډډه وکړي او له کوچیانو او خلکو یې غوښتي چې خوندي سیمو ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د اقليم د بدلون په برخه کې د لسو تر ټولو زيات زيانمنونکى هېوادونو له ډلې یو هېواد دى خو پایلو سره یې د مبارزې لپاره کافي اسانتیاوې نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG