د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

افغانستان کې طبیعي پېښې او درانه تلفات؛ طالبان: په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۶ کسان مړه شوي


ارشیف: د افغانستان مرکزي ولایتونو کې د واورو له کبله لارې بندې شوي
ارشیف: د افغانستان مرکزي ولایتونو کې د واورو له کبله لارې بندې شوي

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې د واورې ورښت او طبیعي پېښو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۶ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په تېرو دوه ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او بارانونو په ګډون طبیعي پېښو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ياد وزارت عامه اړیکو رییس ملا جانان سايق رسنیو ته په استول شوي یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د روانې اوونۍ د یک‌شنبې او دوشنبې په ورځو کې د طبیعي پېښو په پایله کې د ۱۲ ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

سایق زیاته کړه: "د روان کال د سلواغې د مياشتې له ٢٩مې نېټې تر ٣٠مې نېټې پورې د واورو او اورښتونو له امله په نورستان، پنجشېر، کابل، پکتيا، لغمان، اروزګان، خوست، بدخشان، بغلان، جوزجان، کاپيسا او بلخ ولايتونو کې ٢٦ تنه شهيدان او اته تنه نور ټپيان شوي دي. ۱۱۱ کورونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۴۷ څاروي له‌منځه تللي دي."

نوموړي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، يوازې د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلي کې د غر د ښویېدو له امله ۲۵ تنه مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د دې کلي يو تن اوسېدونکي شېرمحمد چې په دې پېښه کې يې ١٣ تنه خپلوان له لاسه ورکړي، ازادي راډيو ته وويل: "د شپې شاوخوا ۱۲ بجې وې چې دا پېښه رامنځته شوه، لومړی مولوي سید محمد په شهادت ورسېد او کور یې ويجاړ شو، ښکته زما د تره د زوی کور و، هغه هم ويجاړ شو چې د کورنۍ ۱۳ غړي يې شهيدان او دفن شول، درې نفره اوس تري تم دي."

د پنجشېر ولايت اوسېدونکي عليم هم ازادي راډيو ته وويل، د دغه ولايت په يوه کلي کې د واورې ښويېدنې له امله د ده د يوه خپلوان په ګډون يو شمېر ځايي اوسېدونکي مړه شوي دي.

هغه وايي: "پنجشېر له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو شاهد دی او له بده‌مرغه د پرونۍ واورې د اورښت په پایله کې د پنج‌شېر ولايت د سفيدچهر کلي کې زما د کاکا د زوم په ګډون زموږ يو شمېر هېوادوال شهيدان شول. په تېرو کلونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې او زموږ ډېری هېوادوال قرباني شوي دي."

له بارانونو وروسته سېلابونو په غور کې هم لارې بندې کړي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
له بارانونو وروسته سېلابونو په غور کې هم لارې بندې کړي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د درنې واورې ورېدو له امله په یو شمېر ولایتونو کې لارې هم تړل شوي دي.

د بدخشان ولایت یوې اوسېدونکې تمنا په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوسمهال د بدخشان څو ولسواليو سره نښلېدونکې لارې تړل شوي چې له ډلې يې د شغنان دروز او راغستان دي، موږ غوښتل چې د راغستان ولسوالۍ ته لاړ شو، خو له بده‌مرغه چې لاره بنده ده، تر اوسه دوی موږ ته ډاډ نه‌دی راکړی چې لار به کله پرانيستل شي."

د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړی چې د بدخشان د دولسو ولسواليو نښلېدونکې لارې د زياتې واورې د ورښت او توپان له امله د دغه ولايت له مرکز فيض‌آباد سره تړل شوي دي.

داسې ښکاري چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله مرګ‌ژوبله او زیانونه زیات شوي دي.

زلزلې، سېلابونه، د ځمکې ښویدنه او واورې ښویېدنې د هغو طبیعي پیښو له ډلې دي چې په‌دې وروستیو کې یې د کرنیزو ځمکو ترڅنګ سلګونه کسان مړه کړي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د دغو پېښو لامل تر ډېره د اقلیم بدلون بلل کېږي چې د اوچا د راپور له‌مخې افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.

څه موده وړاندې د طالبانو حکومت هم په ننګرهار کې د اقلیم د بدلون په تړاو غونډه وکړه او له صنعتي هېوادونو څخه یې چې د اقلیم د بدلون لامل بلل کېږي، د افغانستان لپاره د تاوان غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG