د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

افغانستان کې طبیعي پېښې؛ د مړو شمېر ۳۹ او ټپیانو ۳۰ کسانو ته رسېدلی


ارشیف: په دایکندي کې واورو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي دي.
ارشیف: په دایکندي کې واورو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي دي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، هغه لارې او سړکونه یې بېرته پرانیستي چې وروستیو د واورې اورېدنې له امله تړل شوي وو.

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکوي چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد یو شمېر لویې لارې او سړکونه چې د واورو، بارنونو او سیلابونو له امله تړل شوي وو، پاک کړي دي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "دوی یو شمېر لویې لارې او سړکونه چې په تېرو څو ورځو کې د واورو اورښت، طوفان او واوره ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي و، پاک کړي او بېرته پرانیستي دي."

هغه له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي چې د زیان مننونکو سیمو څخه د تېرېدو پرمهال دې ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر "چین" له ځانونو سره ولري، څو د ده له قوله له زړه بوږنونکو پېښو مخنیوی وشي.

تېره او روانه اوونۍ د سالنګ د لویې لارې په ګډون، په نورستان، کونړ، غزني، فاریاب، بامیان او فراه کې یو شمېر لویې او د ولسوالیو لارې د واورو او طوفانونو له امله تړل شوې وې.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت تېره ورځ ویلي وو، د روانې کب میاشتې له لومړۍ تر ۱۴ مې نېټې د واورو او بارانونو په پایله کې د غر ښویېدنې او سېلابونو راوتو له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۳۹ تنه مړه شوي دي او ۳۰ نور ټپیان دي.

ارشیف: بارانونو په غور کې هم زیانونه اړولي دي.
ارشیف: بارانونو په غور کې هم زیانونه اړولي دي.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق نن له ژمنو سره سره په دې شمېرو کې د بدلون په اړه وروستي جزییات ازادي راډیو سره شریک نه‌کړل.

د راپورونو پر بنسټ، په دې اورښتونو او سېلابونو کې ۶۳۷ کورونه هم تخریب شوي او نږدې ۱۰۰۰ سره څاروي هم له‌منځه تللي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د وروستیو بارانونو او واورو له امله یې ځاني او مالي زیان لیدلی وايي، تاواني شوي ډېر دي، خو مرستې کمې ور رسېدلي دي.

د نورستان یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او دوه اوونۍ وړاندې یې د کورنۍ یو شمېر غړي د واورو له امله د غره ښوېدنې په پایله کې قرباني شوي و ازادي راډیو ته وویل: "یو څه مرستې شوي دي، خو بسنه نه کوي او په کمه کچه دي. دلته له بېلابېلو ادارو ډېرې خلک راغلل او ډاډ یې ورکړ چې مرستې به وکړي، خو هغه عاجلې مرستې هم لا نه‌دي شوي. دوی وعدې وکړې، خو په خپله مخه ولاړل او بیا موږ نه چا پوښتنه کړې او نه چا مرسته کړې ده."

د بارانونو او واورو له امله یو بله لویه ستونزه د لارو تړل کېدو ده چې خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پارون یو اوسېدونکی حیات‌الله وايي: "د دې اورښت له امله بېلابېل خلک چې د درملنې او نورو اړین توکو اخستو او نورو لپاره یې غوښتل ولاړ شي، دلته د لارې بندېدو له امله بند پاتې دي."

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت د کب له ۱۵مې تر ۱۷مې نېټې د افغانستان د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې وزارت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې د ډېرو بارانونو او واورو امکان شته چې احتمالاً له امله یې د سیندیزو حوزو د اوبو کچه پورته شي او ترڅنګ یې سېلابونه راشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG