د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

انډپنډنټ: افغانستان د وچکالۍ په درېیم کال کې دی، څلورم به یې وضعیت لا خراب کړي


یوه وچکالۍ ځپلې سیمه
یوه وچکالۍ ځپلې سیمه

انډپنډنټ خپرونې په افغانستان کې د ژمي او وچکالۍ له کبله د خلکو وضعیت ته کتلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې د بشري حقونو پنځو نړیوالو ډلو ویلي، د واورې سخت کمښت او سږکال په افغانستان کې ښايي په اوسطه توګه ګرم ژمی ثبت شي او په دې هېواد کې د وچکالۍ وضعیت لا پسې خراب کړي.

افغانستان لا دمخه د وچکالۍ په درېیم کال کې دی، او بشري ډلې خبرداری ورکوي چې یو بل کال کېدای شي دا جګړه ځپلی هېواد له ستونزو سره مخامخ کړي.

په مقاله کې لولو چې له اکتوبره د جنورۍ تر نیمایي پورې، د ژمي تر ټولو لوړ وخت، افغانستان د تېرو کلونو پرتله یوازې له ۴۵ څخه تر ۶۰ سلنې پورې ورښت لرلی دی.

زیانمنونکي ماشومان او کورنۍ چې د ژوند لپاره پر کرهڼه تکیه کوي، ویل کیږي د باران او واورې د کمښت له کبله به سخت اغېزمن شي او د اسلامیک رلیف په ګډون د غیر دولتي موسسو لخوا په خپاره شوي خبرداري کې د ماشومانو خوندي کول مهم بلل شوي دي.

په دې مقاله کې لیکل شوي چې نړیوال اټکلونه ښیې، په ۲۰۲۴ کې به په افغانستان کې ۷،۸ میلیونه ماشومان کافي خواړه نه لري. د اوبو د نشتوالي له امله د فصلونو ناکامي به په هېواد کې د بې وزلۍ کچه نوره هم زیاته کړي چې د څلورو لسیزو جګړو، پرله پسې ناورینونو او اقتصادي رکود له امله ځپل شوی دی.

د مقالې په پای کې راغلي، له هغه وخته چې طالبانو واک ته رسېدلي، له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوې او که د وچکالۍ وضعیت دوام وکړي، د بې وزلۍ د زیاتوالي او د فصلونو د ناکامۍ په برخه کې د پام وړ خطر شته.

یورو ایشیا ریویو هم د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې لولو چې که څه هم تاجکستان د افغانستان په ګاونډ کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو دواړه هېوادونه د برېښنا د سوداګرۍ په برخه کې ښه همکاري لري.

د فبرورۍ په لومړۍ نېټه، د تاجکستان د انرژۍ او اوبو وزیر دلیر جمعه خبریالانو ته وویل چې افغانستان تر دې دمه د ورکړل شوي برېښنا پورونه په بشپړ توګه پرې کړې دي.

د مقالې د لیکوال په باور، کابل له ۲۰۲۱ کال راهیسې یو بې اعتباره پېرودونکی ثابت شوی و.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت هڅه کوله چې تاجکستان ته په منظمه توګه د خپلو پورونو یوه برخه ورکړي، تر ډېره هڅه کوي چې ټول پورونه پرې کړي.

د ښاغلي جمعه له قوله راغلي چې په ۲۰۲۳کال کې تاجکستان د ۱۱۰،۴ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲،۷ میلیارد کیلوواټ ساعتونه بریښنا صادره کړې ده. د ښاغلي جمعه له قوله ویل شوي چې دا د ۲۰۲۲ پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي، خو ده دا مشخصه نه کړه چې څومره د افغانستان لپاره ځانګړې ده.

تاجکستان دا مهال افغانستان، قزاقستان او ازبکستان ته برېښنا صادروي. په دې مقاله کې د ښاغلي جمعه له قوله زیاته شوې چې د دې برېښنا ډېره برخه په پسرلي او دوبي کې عرضه کیږي کله چې د اوبو د برېښنا تاسيسات د ډېر تولید ظرفيت لري.

XS
SM
MD
LG