د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د بریتانیا پارلمان روانډا ته د غیرقانوني افغان کډوالو د لېږد لایحه تصویب کړه


ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو کډوال چې هڅه کوي په داسې لارو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو کډوال چې هڅه کوي په داسې لارو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د بریتانیا پارلمان روانډا ته په دې هېواد کې د مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو د لېږد لایحه تصویب کړه.

د بریتانیا پارلمان له میاشتو میاشتو بحثونو وروسته، بالاخره روانډا ته په دې هېواد کې د مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو د لېږد په اړه د حکومت له‌خوا وړاندې شوې لایحه تصویب کړه.

اسوشېټېډپرېس او ګاډرین خبري اژانسونه لیکي، د بریتانیا د حکومت دا لایحه چې د پارلمان هوکړه یې تر لاسه کړې د "روانډا لایحه" نومېږي.

د دې لایحې له تصویب مخکې، د بریتانیا صدراعظم ريشي سوناک د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې روانډا د کډوالو د اخراج لومړۍ الوتنه به د جولای میاشتې په لومړیو کې وشي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: "دا الوتنې په هر ډول چې وي عملي کېږي. هیڅ یوه بهرنۍ محکمه به زموږ د الوتنو مخه ونه شي نیولای. روانډا هم چمتو ده او زه غواړم د هغوی له دولت د مهاجرت په سیستم کې د بدلون لپاره د قوانینو د تصویب د هڅو او زموږ لپاره په محکمه کې د یوې نوې غوښتنې د پلي کولو لپاره مننه وکړم."

هغه زیاته کړه، د مهاجرو انتقال به تر هغه دوام وکړي چې د کښتو په وسیله بریتانیا ته د غیرقانوني کډوالو راتلل بند شوي نه‌وي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک
د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک

ویل کېږي چې د روانډا د لایحې پر بنسټ، د بریتانیا حکومت هغه کډوال چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ وروسته په غیرقانوني ډول دې هېواد ته تللي وي، روانډا ته لېږي، څو په هغه هېواد کې یې د مهاجرت قضیه وڅېړل شي او یا بل کوم هېواد ته د مهاجرت غوښتنه وړاندې کړي.

د هغو غیرقانوني افغان کډوالو شمېر چې روانډا ته لېږل کېږي، تر اوسه معلوم نه‌دی.

خو د دې لایحې تصویب یو شمېر افغان کډوال چې نه‌دی توانېدلي په بریتانیا کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد واخلي، اندېښمن کړي دي.

الفت پاڅون او یو بل افغان کډوال چې ویې نه غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته خپل نظرونه شریک کړل.

پاڅون وویل: "دا واقعاً یو غموونکی خبر دی. افغانانو د ډېرو ستونزو ګاللو وروسته ځانونه دلته تر بریتانیا را رسولي دي. اوس چې دوی د قانون له مخې روانډا ته شړل کېږي، شاید ډېری افغانان هلته له ډېرو ستونزو سره مخ شي."

الفت وویل: "د انګلستان د پارلمان نوې پرېکړه به په موږ افغان کډوالو ډېر اغېز ولري، په ځانګړي ډول په هغو کډوالو چې ډېره اوږده لاره یې وهلې او د یوه ارامه ژوند لپاره دې هېواد ته راغلي دي. دا کار کولای شي د هغوی په روان اغېز وکړي او اندېښنې یې زیاتې کړي."

دا هم معلومه نه‌ده چې وروستیو دوو کلونو کې څومره افغانانو د خطر په منلو سره د غیرقانوني لارو ځانونه تر بریتانیا رسولي دي او په دې پروسه کې شامل دي.

ګاډرین ورځپاڼه لیکي، اوسمهال ۱۸زره کډوال چې د کډوالۍ قضیې تر څېړنې لاندې دي، روانډا ته د اخراج سره مخ دي.

روانډا په وچه کې ایسار او د افریقا په مرکز کې پروت هېواد دی او رسمي ژبه یې انګلیسي ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG