د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

فریډم نو سازمان د طالبانو له زندانه د رسول پارسي د ژر او بې قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه


د پوهنتون پخوانی استاد او دیني عالم رسول پارسي چې طالبانو سره بندي دی
د پوهنتون پخوانی استاد او دیني عالم رسول پارسي چې طالبانو سره بندي دی

د بشري حقونو سازمان(Freedom Now) د طالبانو له زندانه د پوهنتون د پخواني استاد رسول پارسي د سمدستي او له شرط پرته د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ، د اپریل په ۲۳مه، ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې رسول پارسي، یو لیکوال او دیني عالم دی چې په ناحقه د ۲۰۲۳ په مارچ کې په طالبانو د نیوکې په تور نیول شوی و، د تېر کال په اکتوبر کې د طالبانو لخوا د هغه څه له امله چې دوی" مقدساتو ته د سپکاوی" بللی و، په ۱۶ میاشتې بند محکوم شوی دی.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه کړې.

رسول پارسي د ۱۴۰۱ میلادي کال د ژمي په وروستیو کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې ونیول شو.

د نوموړي نیول کېدل ګڼ غبرګونونه راپارولي وو.

په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر مدني فعالانو، سیاسي څېرو او نړیوالو بنسټونو په وار وار د نوموړي د خلاصون غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د زده کړو د حقونوفعال احمد فهیم عظیمي هم طالبانو سره بندي دی
د زده کړو د حقونوفعال احمد فهیم عظیمي هم طالبانو سره بندي دی

دا مهال د زده کړو د حق لپاره د یوه فعال فهیم عظیمي په ګډون یو شمېر نور فعالان هم د رسول پارسي تر څنګ د طالبانو په زندان کې شپې ورځې تېروي.

د بشري حقونو یوې فعالې نجیبې سنجر ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د خلکو د ژوند بېلابېل اړخونه ډېر زیانمن شوي د حقونو لپاره هېڅ ډول عدالت غوښتنې طالبانو ته د منلو او اورېدو وړ نه دي.

" دغه ظالمانه سیاست او دغه محدوده او ګواښونکې پالېسي د دې لامل شوې چې د افغانستان ټول خلک د طالبانو د ظلم، بې عدالتۍ او غیر انساني چلند په وړاندې چوپ پاتې شي او دا د افغانستان د ازاد او برابر راتلونکي لپاره خورا وحشتناکه ده. که هر څومره دا حالت دوام وکړي، د طالبانو د نظام بنسټونه به نور هم قوي شي او په افغانستان کې به د بیان د ازادۍ، برابرۍ او عدالت د مرګ لامل شي."

ومو غوښتل چې په دې اړه د رسول پارسي له خپلوانو او کورنۍ سره هم خبرې وکړو، خو له ډېرو هڅو وروسته هم بریالي نه شوو.

طالبانو په تېرو ۳ کلونو کې د دوی د حکومت پر تګلارو او کړنو د نیوکې او اعتراض په خاطر معترضو مېرمنو، د پوهنتونونو استادانو او د بشري حقونو او پوهنې فعالانو په ګډون د بېلابېلو سکتورونو فعالان نیولي او بندیان کړي دي.

طالبان بندي کړي فعالان د څرخي پله په زندان کې چې تر ټولو ډېر محافظت لرونکی زندان ګڼل کیږي، ساتلي
طالبان بندي کړي فعالان د څرخي پله په زندان کې چې تر ټولو ډېر محافظت لرونکی زندان ګڼل کیږي، ساتلي

تر دې وړاندې یو شمېر لیکوالو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د فعالانو ګواښل، نیول او پر هغوی د بندیزونو لګول د دې لامل شوي چې یو شمېر فعالان او د پوهنتونونو استادان له هېواده ووځي او بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شي.

د طالبانو دغه چلند تل د بشري حقونو بنسټونو او سازمانونو له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې او غندلې ده.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي او طالبان د خپل حکومت د دوام لپاره په خپل سري ډول د افغانانو نیولو، شکنجه کولو، ځورولو، تښتولو، وژلو او له هېواد تېښنې مجبورولو ته دوام ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG