د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه؛ بینېټ: له مجازاتو څخه خوندیتوب دوام لري


په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

بینېټ وايي، په افغانستان کې له مجازاتو څخه خوندیتوب دوام لري او همدا شان په دې برخه کې ځواب ورکونه هم ناشونې ده.

هغه د چهارشنبې په ورځ په دغه مقام کې د خپلې ټاکنې د دوه کلنې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې زیاته کړې چې طالبان د ښځو د حقونو په نقضولو سره د خپلو ۱۹۹۰ییمې لسیزې سیاستونو ته راستانه شوي دي.

ریچارډ بینېټ ټینګار کوي چې په افغانستان کې ان بنسټيزې ازادۍ تر پښو لاندې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: "د سوله‌ییزو مخالفتونو لپاره يو ملاتړ کوونکی سیستم نه‌شته. د خلکو ځپلو او کنترول لپاره له تاوتریخوالي کار اخیستل کېږي. مونږ په عام محضر کې اعدامونه او بدني مجازات مستند کړي دي. بانکي نظام فلج شوی او مالي شتمنې کنګل شوي. دا وضعیت د اقتصادي ستونزو د زیاتوالي لامل شوی چې میلیونونه افغانان ورسره مخامخ دي."

ریچارډ بینېټ زیاته کړه چې له زرګونو ښځو، نارینه‌وو، ماشومانو او د افغان قربانیانو له پاتې شویو کسانو سره یې اړیکه نیولې او موندلي یې دي چې کورنیو د ژوندي پاتې کیدو لپاره د نا امیدۍ له مخې یو شمېر اقدامات ترسره کوي.

د هغه په ټکو، د کم عمره ماشومانو يا نجونو ودونه د کورنيو تر منځ د پور ورکولو او يا د خوراکي توکو د پېرلو یوه وسيله ګرځېدلې ده.

خو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانې د دغه وضعیت دوام د ښځو او ټولو افغانانو د راتلونکي لپاره د منفي پایلو پیل بولي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

یوې معترضې مېرمن رقیه ساعي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځود لګولو شویو بندیزونو پر وړاندې د اعتراض له امله دوه ځلې زنداني شوې، ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د دې وضعیت دوام خواشینی کوونکی دی او خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او پر ښځو د دې ځپونکو فرمانونو بدې پایلې دا دي چې ډېری یې په رواني ستونزو اخته شوي. بېوزلۍ او لوږه يې د خلکو په منځ کې ډېره کړې په تېره په هغو ښځو کې چې خپله د کورنۍ سرپرستې دي."

د بشري حقونو فعاله پروانه ابراهیم‌خېل نجرابي په دې اړه وايي: "هیله لرو چې د ښاغلي بینېټ ماموریت په همدې شکل دوام ومومي او په خپلو راپورونو کې د بشري حقونو نور موضوعات د افغانانو د غږونو د رسولو لپاره ځای پر ځای کړي څو د دې لامل شي چې طالب مشران، د لاحه نړیوالې محکمې ته راوړل شي او په افغانستان کې د خپلو کړنو او جنایتونو په اړه ځواب ورکړي، ځکه طالبان د بشري حقونو نقض کوونکي دي او نقض کوونکي باید محکمې ته راوړل شي."

همدا شان د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ، د ځمکو په سر له شخړو څخه نیولې تر د همجنس خوښونکو د ځورونې او د معلولو خلکو ستونزو پورې هم اشاره کړې ده.

د ریچارډ بینېټ په خبره، د افغانستان خلک سولې ته لېواله دي او باید داسې یوه ګډه زمینه وموندل شي چې له ټولو افغانانو څخه د دوی له توپیرونو سره استازیتوب وکړي.

نوموړي په دغه مقام کې د خپل ټاکل کېدو په دوهمه کلیزه کې، له طالبانو وغوښتل چې په نړیواله کچه د بشري حقونو په برخه کې خپل مکلفیتونه پوره کړي او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پام وړ ښه‌والي لپاره جدي ټینګار وکړي.

هغه زیاته کړه، بشري حقونه باید د افغانستان له سیاست سره تړاو ونه‌لري بلکې باید د پریکړو په اصلي محور کې وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د دوی حکومت سره له دې چې د ښځو پر زده‌کړو، کار، سياسي او ټولنیزو فعالیتونو بندیز لګولی، تل ادعا کوي چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه يې د شرعي اصولو پر بنسټ خوندي کړي دي، هغه څه چې نړیواله ټولنه یې نه مني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG