د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

ولې بهرنۍ بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا الوتنې کوي؟


ارشیف: د افغانستان پر فضا بې پیلوټه الوتکه
ارشیف: د افغانستان پر فضا بې پیلوټه الوتکه

په وروستیو کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو دپاسه له بدخشانه نیولې تر کندهار پورې ډرون یا بې پیلوټه الوتکې لیدل شوي دي.

د تېرې وري میاشتې دوه خونړیو پېښو د سیمې او نړۍ د خبرونو سرټکي جوړ کړل چې یو په کندهار کې برید چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو ځواکمنه اډه ګڼل کېږي او بل د مسکو ته نږدې برید چې لسګونه کسان په کې ووژل شول.

داعش ترهګرې ډلې ددواړو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته.

د وري په دوهمه نېټه کندهار کې د نوي کابل بانک په شعبه برید کې د ځایي سرچینو د معلوماتو په اساس ۲۱ کسان مړه او ۵۱ نور ټپیان شول.

یوه ورځ وروسته مسکو ته نږدې د کنسرت په تالار برید کې لږترلږه ۱۴۴ کسان ووژل شول.

امریکایي چارواکو وویل چې د دوی د اطلاعاتو په اساس په دغه برید کې د داعش ډلې خراسان څانګه چې په افغانستان کې فعاله ده لاس لري.

له‌دې وروسته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له کندهار او نیمروز نیولې تر بدخشان پورې د بی پیلوټو الوتکو د لیدل کېدو رپوټونه خپاره شول.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د وري په یوولسمه طلوع نیوزسره مرکه کې دغه الوتکي پرته له‌دې چې کوم دلیل وړاندې کړي امریکایي وګڼلې او وویل چې د کندهار او نیمروز دپاسه یې دافغانستان په هوايي حریم تېری کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون ته څرګندونو کې د مجاهد ورته خبره وکړه.

هغه وویل: "د افغانستان پر فضا باندې د امریکایي ډرون الوتکو ګرځېدل د افغانستان په هوایي او په ځایي حریم باندې تجاوز بولو او په کلکو ټکو یې غندو. له امریکایي لورې څخه غواړو چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري او له هغو هېوادونو چې د دوی له فضایي حریم څخه په استفادې د افغانستان هوايي حریم نقض کېږي، غوښتنه کوو چې اجازه ورنه‌کړي ترڅو ددوی له لارې د افغانستان هوا اوفضا تر اشغال لاندې راشي."

د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد تېر کال وویل چې دغه بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه پرواز کوي، خو د پاکستان حکومت هغه مهال دغه خبره رد کړه.

بلخوا د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره اړیکې ترینګلې شوي، وویل چې خلک فکر کوي چې طالبانو د افغانستان هوايی حریم د ده په وینا د ډالرو په مقابل کې امریکا ته سپارلی دی.

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار
د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار

خو تراوسه پوره څرګنده نه ده چې دغه الوتکې د کوم هېواد دي او له کوم هېواد څخه د افغانستان فضا ته داخلېږي.

د امریکا دفاع وزارت د دغه رپوټ تر جوړېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته کوم ځواب نه دی ورکړی، خو مخکې یې ویلي چې د داعش په څېر ترهګرو ډلو څارنه ایجابوي چې د "افق دپاسه "عملیاتو کړنلاره فعاله وساتل شي چې په دغه ډول عملیاتو کې بې پیلوټه الوتکې کارول کېږي.

د امریکا دفاع وزارت دوه کاله مخکې یوه اعلامیه کې وویل چې د القاعده مشر ایمن الظواهري ددغه ډول عملیاتو په نتیجه کې کابل کې ووژل شو.

  • د خلکو اندېښنې

د استونګې د سیمو دپاسه د ډرون الوتکو پروازونو خلک اندېښمن کړي دي.

د کابل یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یي رپوټ کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دغه الوتکې په ځانګړې توګه د ښادۍ او غم د غونډو پر مهال خلکو ته وېره او اندېښنه پیدا کوي.

هغه وویل چې په وروستیو کې یې د خپل کور دپاسه یو ډرون لیدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: "دا خو د شپې تقریباً دولس بجې وې، داسې دوه لیزر غوندې یې لرل، ماته خپله ډرون ښکاره شوله چې ګرځېدله داسې ګزمه یې ګوله او له بنګا او له خپل غږ نه هم لکه مخکې د جمهوریت وخت کې هم مونږ ته اندازه لګېده چې غږ یې د ډرون و، نیم ساعت یې ګزمه وکړه او وروسته یې بیا د قبلې په لور د کندهار خواته حرکت وکړ."

د کندهار یو اوسېدونکي هم ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې یې د ډرون غږ اورېدلی دی.

هغه وویل: "مونږ د کندهار په ښار کې د روژې په میاشت کې څو ځلې د بې پیلوټه الوتکو غږ واورېده، حتی له روژې مخکې هم."

د نیمروز یو اوسېدونکی وایی چې له کوچنې اختر مخکې یې د زرنج ښار دپاسه بی پیلوټه الوتکه لیدلې ده.

هغه وایې چې طالب چارواکي ښایې په دې هکله توضیحات ورکړي.

نوموړي وویل: " د دوی موخه او هدف مونږ ته نه معلومېږي چې د څه لپاره دلته راځي او دلته ګرځي ځکه مونږ عام وګړي یوو. نو زمونږ غوښتنه مسوولینو څخه د اده چې دا وګوري او معلومات یې وکي چې دوی د څه شي د پاره راځي او دا هم ووایي چې د کوم هېواد څخه راستنېږي، ممکن د امریکایانو وي یاهم د ایران وي، دغه احتمال ځکه ډېر دی چې ایران نیمروز ته نږدې دی."

داعش ترهګرې ډلې په تېرې مرغومې میاشت کې په کرمان کې د سپاه پاسداران د یو پخوانی قوماندان جنرال قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مراسمو خونړی برید وکړ چې لږترلږه ۹۵ کسان په کې ووژل شول.

  • آیا د افغانستان هوايي حریم د طالبانو د حکومت په کنټرول کې دی؟

د لندن په سلطنتي کالج کې لوړرتبه څېړونکی تمیم عاصي په دې باور دی چې د څو هېوادونو ډرون دافغانستان په هوايی حریم کې راڅرګندېږي.

عاصي وویل: "د افغانستان هوایي حریم د طالبانو د رژیم په کنټرول کې نه دی. اوسمهال څلور هېوادونه د افغانستان په هوایي حریم کې خپل ډرونونه یا بی پیلوټه الوتکې الوځوي چې روسیه، ایران، پاکستان او امریکا دي. اکثریت هغه الوتنې چې اوس کېږي د ایران، روسیې او امریکا دي. هغه بی پیلوټه الوتکې چې د امریکا دي اکثر د پاکستان او قطر څخه پرواز کوي او د افغانستان په هوایي حریم کې د کشف کار کوي. خو د مسکو له پېښې وروسته د افغانستان په فضا کې د ډرونونو د الوتنو زیاتوالی اکثر د روسي او ایرانی ډرونو دی چې وروسته دوی تور لګوي چې ګواکې د امریکا او ناټو دي. دلیل یې هم هغه بریدونه دي چې د داعش خراسان څانګې مسکو کې وکړل."

د لندن په سلطنتي کالج کې لوړرتبه څېړونکی تمیم عاصي
د لندن په سلطنتي کالج کې لوړرتبه څېړونکی تمیم عاصي

عاصي چې پخوا د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال هم پاتې شوی، زیاتوي چې دغه بی پیلوټه الوتکې کله ناکله بریدونه هم کوي، خو طالبان یې د ده په وینا رپوټ نه خپروي.

د افغانستان د تېر پرځېدلي جمهوری نظام د دفاع وزارت پخوانی ویاند محمد رادمنش وایي چې د جمهوریت پر مهال هم د افغانستان رادار سیستم د افغاني ځواکونو په اختیار کې نه وو، خو د افغان ځواکونو د خودکفایۍ لپاره هلې ځلې روانې وې.

رادمنش د اوسني وضعیت په هکله ازادی راډیو ته وویل: "اوس د افغان ځواکونو لپاره نه یواځې رادار بلکې د دافع هوا تجهیزات هم نه شته چې په ستراتیژیکه سطحه د افغانستان په فضا کې د هر ډول پرواز مقابله ورباندې وشي."

طالبانو په تکرار ویلي چې په افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې، خو د اسټرالیا د ستراتيژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ په دې وروستیو کې وویل په افغانستان کې د دغې ډلې قوت نه یواځې زیات شوی بلکې په نړیوالو اهدافو هم کولای شي بریدونه وکړي.

دغه انسټېټیوټ په خپل رپوټ کې چې د وري په نهمه یې خپور کړ وویل: "د داعش خراسان څانګه سره له دې چې طالبانو سره خونړۍ سیالي لري، خو تراوسه هم ځواکمنه ده."

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانی یا سنټکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا په کندهار او مسکو کې د داعش له بریدونو څو ورځې مخکې امریکایي سناتورانو ته وویل چې د داعش خراسان څانګه به تر شپږو میاشتو کمه موده کې وکولی شي چې له افغانستانه بهر د امریکا او لوېدیځو هېوادونو په ګټو برید وکړي.

په واشنګټن کې د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمدجلالي په دې باور دی که چې که چېرې داسې وشي نو امکان لري چې امریکا په افغانستان کې ځینو اهدافو باندې له لیرې برید وکړي.

هغه وویل: "کله چي د امریکا ګـټې وګواښل شي نو امکان لري چې د هغو امکاناتو په وسیله یي چې لري له لیرې وولي او له منځه یوسي، لکه څنګه یې چې ایمن الظواهري په کابل کې له منځه یووړ."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG