د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

چمن پر معترضانو برید؛ د پرلت مسوولان د پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه کوي


په چمن کې د روانو اعتراضونو یو انځور
په چمن کې د روانو اعتراضونو یو انځور

په چمن کې د روان پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه کوي.

په چمن کې د روان پرلت مسوولان وايي، تر هغو چې د پرونۍ پېښې عاملان ونه نیول شي او محاکمه نه شي، له خپلو اعتراضونو لاس نه اخلي.

د پاکستان سرحدي پوځیانو پرون د پرلتوالو پر خیمو یرغل وروړ او د ډزو په نتیجه کې یې ځینو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

په چمن کې د سوداګرۍ اتحادیې مشر او د روان پرلت ویاند صادق اڅکزي پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "تاوتریخوالی او وهل ټکول شوي، ۴ کسان مو وژل شوي، ۱۰ کسان ټپیان دي، ډېر انسانان اوس هم ورک دي. زموږ پر خیمو یې ډزې وکړې هغوی اور واخیست، زموږ لاوډسپیکرونه او نور سامانونه یې یووړل."

اڅکزی وايي، دا تاوتریخوالی ځکه شوی چې د پرلت غړو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ټرانسپورټ مخه به نیسي او د پاسپورټ دفتر به تړي.

د ده په وینا، تر دې پېښې وروسته د چمن پر دروازه د موټرو د تګ راتګ مخه ونیول شوه او له خپلو اعتراضونو لاس نه‌اخلي.

په بلوچستان ایالت کې د سرحدي ملېشه ځواکونو ویاند عبدالوهاب ازادي راډیو ته ویلي چې د پرونۍ پېښې په باب څېړنې پیل شوې دي.

په چمن کې د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پرلت روان دی او د پرلت غړي غوښتنه لري چې افغانستان ته دې د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط لیرې کړای شي.

په چمن کې خبریالان وايي، تر پرونۍ پېښې وروسته هلته کاربندیز اعلان شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG