د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

پیښور ته څیرمه په نوښار کې بمي چاودنې ۹ تنه وژلي


نن د پاکستان په شمال لویدیځ کې یوه مسجد ته نږدې بمې چاودنه وشوه
نن د پاکستان په شمال لویدیځ کې یوه مسجد ته نږدې بمې چاودنه وشوه
پېښور تر څېرمه په یوه جومات کې بمي چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا چاودنه د پېښور او نوښار ترمنځ په اکبر پوره نومې سیمه کې د اخوند پنجو بابا زیارت ته څېرمه جومات کې د جمعې تر لمانځه سمدستي وروسته رامنځته شوې.

امنيتي مسوولینو په دې پېښه کې د شپږو تنو د وژل کېدو او دېرشو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو د روغتون سرچینو بیا د یوشمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک بللی،بل خوا ازادو سرچینو بیا د مړو شمېر تر لسو زیات ښودلی.

د خيبر پښتونخوا مشر وزیر بشير بلور، چې د پېښې په ځای کې یې رسنیو ته مالومات ورکول یاده شمېره تائيد کړه، خو د روغتون د ډاکترانو له قوله یې وويل چې د ځینې ټپيانو حالت ته په کتو ښايي د مړو شمېر له دې زیات شي.

نوموړي د چاودنې د څرنګوالي په اړه وویل، چې له لومړنیو شواهدو داسې ښکاري چې چاودېدونکي مواد له وړاندې په جومات کې ځای پرځای شوي ول:

(له ترلاسه شوېو شواهدو ښکاري چې دا یو ټایم بم، چې له وړاندې دلته ځای پر ځای شوی، تر اوسه چې ماته کوم مالومات راکړل شوي د هغو له مخې پېنځه تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان دي.

باید ووايم، چې په دې پېښه کې يواځې بی ګناه ولسي خلکو په نخښه شوي خو نه پوهېږم چې دا څنګه مسلمانان دي چې په جوماتونو کې چاودنې کوي، ځکه چې اسلام خو د داسې وحشیانه کړنو اجازه نه ورکوي.)

ښاغلي بلور د یوې پوښتنې په ځواب کې چې بعضي خلک او رسنۍ بليک واټر او نور بهرني لوري په دې چاودنو کې په لاس لرلو تور نوي، زیاته کړه چې که څوک له امريکا یا بلیک واټر سره جهاد کول غواړي نو افغانستان ته دې لاړ شي نه دا چې دلته د خلکو وینې بهوي:

(زموږ خلک وايي، چې دا چاودنې بليک واټر کوي، خو زه ورته دا وايم چې که تاسې جهاد کوي نو افغانستان ته لاړل شئ ، امريکایانو خو هلته دي، دلته ولې زموږ بی ګناه او بې وزلي ماشومان او مسلمانان وژنئ.)

د مبارک شاه په نوم یوه عیني شاهد چې پېښه یې له نژدې ليدلې خپل د سترګو ليدلی حال داسې بیانوي:

(تر لمانځه او دعا وروسته موږ ټول له جوماته ووتو، لږه شېبه وروسته زوروه چاونه وشوه، همدا چې بیرته جومات را ننوتلم نو ومې ليدل چې یو زیات شمېر خلک په وینو کې لت پت پراته ول.

ما سپين ږيری وليد چې ساه یې ورکړې وه، دا نشم ویلی چې څومره خلک مړه او زخمیان ول ځکه چې ډیره هیبتناکه شیبه وه، خو دوه تنکي ځوانان مې وليدل چې په سر لګېدلي ول او ډير سخت زخمیان ول.)

له تېرو څو کلونو راهیسې چې په خيبر پښتونخوا کې امنيتي ستونزې ډېرې شوي د دولتي ودانیو او تاسيساتو ترڅنګ یو زیات شمېر جوماتونه او زیارتونه هم په کې په نخښه شوي.

له دې وړاندې د تېر کال په وروستیو کې د ادم خېلو درې او د پېښور د پشتخرې سیمې په دوو جوماتونو کې درنو چاودنو تر یونیم سلو زیاتو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

راپور-مجیب انګار-پیښور
XS
SM
MD
LG