د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

جلاوطنه خبریالان: طالبانو په تېر کال کې هره میاشت یوه رسنۍ بنده کړې


ارشیف: په کابل کې له یوه خبریالان سره د طالب وسله وال د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې له یوه خبریالان سره د طالب وسله وال د چلند یو انځور

په اروپا او شمالي امريکا کې کې يو شمېر جلا وطني افغان خبریالان وايي، په هره مياشت کې درې خبريالان خپلې دندې له لاسه ورکوي.

دغه خبریالان وايي چې طالبانو په ۱۴۰۲ کال کې هره میاشت د یوې رسنۍ ور تړلی دی.

دغو خبریالانو چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت ته کتنه کړې، د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ويلي چې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته په ټول افغانستان کې ۱۱ رسنۍ چې د دوی په ټکو طالبان یې په دفترونو ورننوتي تړلي دي.

د دې اعلاميې له مخې هره میاشت شاوخوا له درېیو خبریالانو په ليکلي بڼه ژمنې اخيستل شوي چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو په توګه نور کار ونه کړي، مګر دا چې د دوی له خوښې سره سم او په ګټه یې فعالیت وکړي چې د دې خبریالانو شمېر د اعلامیې په ټکو ۳۳ تنو ته رسېږي.

په اروپا او شمالي امریکا کې د افغان جلاوطنو افغان خبریالانو په دې ګډه اعلامیه کې ادعا شوې چې په ۱۴۰۲ کال کې هره اونۍ یو خبریال د طالبانو لخوا نیول شوى او هره ورځ د خبریالانو پر وړاندې یوه داسې امنیتي پېښه ترسره شوې چې طالبان په کې ښکېل وو.

اعلامیه زیاتوي چې يوازې دې کال کې د طالبانو لخوا د رسنیو پر وړاندې ۱۸۷ امنیتي پېښې شوې دي.

اعلامیه دا هم وايي چې په دغه کال کې د طالبانو له خوا ۴۹ خبریالان نیول شوي، ۹ خبریالان محاکمه شوي او ۶۰ خبریالان له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي، دغه شان ۵۰۰ نورو خبریالانو د فشارونو له امله خپلې دندې پرېښې او ۳۰۰ خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

اطلاعاتو ته نه لاسرسى د رسنيو د قانون نه شتون او اړوند نورې ستونزې د نورو ننګونو ترڅنګ یادې شوي او ویل شوي چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله د طالبانو له خوا د بیان ازادي هم نقض شوې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې دې کال کې د رسنيو چاپېريال په بشپړه توګه نارینه چاپېریال شوى او په ملي او سيمه ييزه کچه د طالبانو د حکم پر بنسټ په رسنيو کې د کارکوونکو او رسنيزو اړيکو په توګه د ښځو غږ ډب شوى او له دوو زرو څخه ډېرې د رسنیو ښځینه کارکوونکې، پرته له څو تنو چې د ډېرو فشارونو سره سره کار کوي دا مهال تقریباً يوه هم فعاليت نه لري.

په افغانستان کې خبریالان هم د دوی پر وړاندې روان وضعیت مني.

یوې ښځینه خبریالې د خپل نوم د نه ښودلو او د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې ښځینه خبریالانې د پوښښ بنديزونو تر څنګ امنيتي خونديتوب هم نه لري.

هغه وايي: "هغه څه چې د ښځینه خبریالانو د انګېزې مخه نیسي، کار او ټولنیز چاپېریال دی؛ د بېلګې په توګه دفتر چې ښځینه خبریالانو ته په خبري کنفرانسونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي، ښکاره ده چې یو نارينه ګوماري چې د ښځینه خبریالانو د کم رنګ کېدو لامل کېږي. په تېرو کلونو کې ستاسو لپاره د دقیقې احصایې له مخې وايو چې موږ یوازې په هرات کې ۶۰ ښځینه خبریالانې درلودې، خو اوس شاید اوه یا اته ښځینه خبریالانې وي، چې په ساحه کې علني کار کوي."

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان
په افغانستان کې یو شمېر خبریالان

یو خبریال چې د نوم له څرګندولو یې ډډه وکړه او مخکې يوځل د طالبانو له خوا نیول شوی هم دى، ازادي راډيو ته وویل: "له اقتصادي ستونزو نیولې تر بنديزونو پورې، اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی او ګواښونه هغه ستونزې دي چې خبریالان ورسره مخ دي. تر اوسه نه حکومت او نه هم د خبریالانو ملاتړي بنسټونو د خبریالانو وضعیت ته پام کړی د خبريالانو پروا هېچا نه ده کړې."

په اروپا او شمالي امریکا کې د افغان جلا وطنو خبریالانو اعلامیه هم وايي چې اطلاعاتو ته لاسرسی په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو ستونزمن کار دی او دا طالبانو په هره نوموتې رسنۍ کې د خپل استخباراتو غړی ځای پر ځای کړی دی تر څو هغه څه چې خپرېږي د دوی د ګټو خلاف نه وي.

دوی اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د کابل او ولایتونو په کچه د طالبانو استخباراتي کړۍ په رسنیو کې داسې وېره رامنځته کړې ده چې هیڅ خبریال یا رسنۍ د دې ادارې له اجازې پرته یوه لیکنه نه شي خپرولی او ځان سانسوري چې حتى په ځينو مواردو کې ځان سانسورېدنه د دوى الګو ګرځېدلې.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو او ویاند د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو تل یې ویلي چې هیڅ خبريال د خبريالۍ د فعاليتونو له امله نه دى نيولى او د ملي ګټو پر بنسټ ولاړو فعالیتونو مخالف یې نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG