د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

بېلابېلو سازمانونو افغانستان کې د ماينونو او ناچاوده توکو د خطر په اړه اندېښنه ښودلې


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

بېلابېلې نړیوالې ادارې وایي، له لسیزو هڅو سره- سره له تېرو جګړې پاتې ماینونه او نور ناچاوده مهمات لا هم په افغانستان کې د زرګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې سبب کېږي.

د سره صلیب نړیواله کمېټې یا (ICRC) پرون ویلي، په افغانستان کې هر کال د ځمکنیو ماینونو او نورو ناچاوده وسایلو په چاودنو کې سلګونه کسان قرباني کېږي.

یوازې په ۲۰۲۲م کال کې د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو ۴۵۰ چاودنې شوي
سره صليب نړيواله کمېټه

د سره صلیب نړیواله کمېټې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، یوازې په ۲۰۲۲م کال کې د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو ۴۵۰ چاودنې شوي او ۹۹۵ کسان یې وژلي یا هم ټپیان کړي، چې له ډلې یې ۹۷ فیصده یې ملکیان او ۵۶ فیصده یې ماشومان وو.

دغه کمېټه وايي، د دوی رضاکاران د غموونکو پېښو د مخنیوي لپاره د نارینه‌و، ښځو او ماشومانو پوهاوی زیاتوي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، هر کال له جګړو پاتې ماینونه او نور ناچاوده مهمات د سلګونو ماشومانو د مرګ‌ژوبلې سبب کېږي.

د ماينونو يو شمېر قرباني ماشومان، ارشيف
د ماينونو يو شمېر قرباني ماشومان، ارشيف

دې ادارې له نورو شریکانو او بېلابېلو لوریو غوښتنه کړې، چې د ماین‌پاکۍ د هڅو او د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي او د قربانیانو د ملاتړ په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، له ۱۹۸۹م کال راهیسې نږدې ۵۷زره افغان ملکیانو ته د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو په چاودنو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

چاودنې دواړه پښې راټپي کړې، یوه پښه یې راڅخه پرې کړه.

نور محمد د کندهار- هلمند پر لویه لار د ناچاوده مهماتو په چاودنه کې ټپي شوی دی.

نوموړی وايي: "چاودنې دواړه پښې راټپي کړې، یوه پښه یې راڅخه پرې کړه. زما د بلې پښې دا بټه ګوته یې وړې ده. اوس د کندهار په میرویس روغتون کې ډاکټران تر وسه خپل کوښښ راسره کوي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

پرون سه‌شنبه د اپرېل څلورمه، د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي نړیواله ورځ وه، د طالبانو چارواکو پرون کابل کې په دې مناسبت ویلي چې تېر یوه کال کې ۱۰۰ کیلومترمربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده مهماتو پاکه شوې ده.

د (MDC) په نوم د ماین‌پاکۍ د موسسې مشر شهاب الدین حکیمي ازادي راډیو ته ویلي، هره میاشت د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو په چاودنو کې له ۱۲۰ تر ۱۲۵ پورې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

افغانستان کې زیات ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې ځای پر ځای شوي خو تر هغه وروسته کلونو کې هم بېلابېل ماینونه کرل شوي ځینې ناچاوده مهمات دغسې پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG