د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د طالبانو حکومت ولې متقاعدينو ته د هغوی حقوق نه ورکوي؟


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر متقاعدینو د اعتراض انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر متقاعدینو د اعتراض انځور

يو متقاعد چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي، نږدې دوکاله کېږي خپل د تقاعد حقوق یې نه‌دي اخیستي.

هغه ازادي راډيو ته وویل د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

نوموړی وايي: "تر اوسه زموږ دا حقوق چا نه‌دي اجرا کړي، هر دوکان ته چې ورځو څو پور واخلو نور په موږ باور نه‌کوي، ما ډېر پورونه اخیستي دي، په کور کې مې ماشومان ناروغه دي، خپله هم ناروغه یم. زه د اسلامي امارت له چارواکو غواړم زموږ حقوق راکړي، ځکه دا زموږ حق دی."

"تر اوسه زموږ دا حقوق چا نه‌دي اجرا کړي، هر دوکان ته چې ورځو څو پور واخلو نور په موږ باور نه‌کوي

دا یوازې د یوه متقاعد د ژوند کیسه نه‌ده، بلکې د افغانستان د متقاعدینو سرتاسري انجمن وايي، ډېری متقاعدین د ناوړه اقتصادي وضیعت سره مخ دي او ژر تر ژره باید د دوی د حقوق ورکړل شي.

د یاد انجمن مشر سنګر افندي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، متقاعدینو د دوه کالو راهیسې خپل حقوق نه‌دي اخیستي او له ډېرو ناوړه اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ښاغلی افندي وايي: "د اسلامي امارت څخه جدي هیله کوو چې د متقاعدینو معاشونه د په خپل وخت او زمان اجرا کړي، دوه کاله تېر شول نه پوهېږم څه ستونزه ده چې په دو کالو کې حل نه‌شو. دا د یوه متقاعد حق دی، یوازې خپل حق غواړو، په هيڅ دولت کې د متقاعدینو حقوق دومره نه‌دي ځنډول شوي، څنګه چې اوس دي."

يو شمېر متقاعدين، انځور - ارشيف
يو شمېر متقاعدين، انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د حکومت د چارو د ادارې د مشر له‌خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د کابینې د وروستۍ غونډې د پرېکړې له مخې د متقاعد ینو او د معلولینو حقوق معاش نه ګڼل کېږي.

د اعلامیې پر بنسټ هغه دولتي متقاعدین چې د کار توانایي لري د بالمقطع (غیر رسمي) مامور او معلولیت لرونکي کسان په رسمي توګه په دندو ګمارل کېږي.

د متقاعدینو د معاشونو د حقونو د ورکړې لپاره څلور میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي دي

دې مسلې د یو شمېر متقاعدینو اندېښنې پارولي چې، ګواکې د طالبانو حکومت د دوی د حقوقو د ورکولو کوم تصمیم نه‌لري.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند عبدالولي حقمل ازادي راډيو ته وویل: "د ۱۴۰۱ کال په مالي بودیجه کې د متقاعدینو د معاشونو د حقونو د ورکړې لپاره څلور میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي دي، خو دا چې تر اوسه د حکومت د رهبرۍ له‌خوا د متقاعدینو د حقوقو ورکړه نه‌ده توشیح شوې، نو ځکه د مالیې وزارت د حکومت د رهبرۍ پرېکړې ته په تمه دي، د هغوی د هدایت د تر لاسه کولو وروسته به دا کار پيل کړي."

دی وایي، د ۱۴۰۲ کال په مالي بودجه کې د متقاعدینو د حقونو د ورکړې لپاره دوی ځانګړی تخصیص په پام کې نیولی دی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې متقاعدین د خپلو اقتصادي ستونزو او د تقاعد د نه ورکړې له امله شکایتونه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځلې د طالبانو د حکومت له لوري د دوی د حقونود نه ورکړې له امله لاریونونه کړي.

خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې د طالبانو د حکومت له لوري د متقاعدینو د حقوقو په تصویب کې د ځنډ لامل څه دی؟

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه ۱۵۰ زره متقاعدین په یاد وزارت کې ثبت شوي دي چې له دې ډلې (۱۰۵۸۶) یې ښځې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG