د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د ویلسن څېړنیز مرکز د مقالې یوه برخه: 'آی ایس آی' په پټه د طالبانو ملاتړ کاوه


د طالبانو او پاکستان بیرغونه
د طالبانو او پاکستان بیرغونه

د جاپان ټایمز

جاپان ټایمز په جاپان کې تر ټولو لویې او زړې انګریزي ژبې ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو د ورزش په اړه یوه مقاله خپره کړې.

په مقاله کې د افغان والیبالرو نجونو په مسابقو باندې تمرکز شوی چې تمه ده په اسیايي المپیک لوبو کې چې د چین په هانګژو کې پیل شوي لوبې وکړي.

جاپان ټایمز لیکلي دا نجونې په دې ترتیب غواړي د طالبانو له هغو بندیزونو سره مخالفت وښيي چې د نجونو پر ورزش یې لګولی دی.

جاپان ټایمز د مقالې له مخې، سره له دې چې د والیبال دغه افغان لوبغاړې له خپلو کورنیو جلا او د اسیا په ګوټ ګوټ کې اوسي، خو د المپیک د نړیوالې کمېټې او د دغه ورزش د نړیوال فدراسیون د چارواکو په ملاتړ په دغه ستر ورزشي فیسټیوال کې راټولې شوي دي.

جاپان ټایمز زیاتوي چې یو شمېر افغان ښځینه والیبال لوبغاړې په ټوکیو کې د المپیک له لوبو وروسته او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو وروسته د طالبانو د حکومت له خوا د ځورونې له وېرې له افغانستانه وتلي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي چې د اسلامي شريعت او افغاني عنعناتو له مخې د ښځو حقونو ته درناوى لري خو افغان مېرمنو ته د ورزش اجازه نه ورکول کېږي. طالبانو ښځې ان ورزشي کلبونو ته له تګ څخه هم منع دي.

ویلسن څېړنیز مرکز:

په واشنګټن کې د ویلسن څېړنیز مرکز په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د اندېښنې وړ زیاتوالي ته په اشارې سره په خپله ویبپاڼه کې د افغانستان د جمهوري نظام د یوه پخواني چارواکي او د دغه مرکز د اوسني کارپوه نادر نادري یوه مقاله خپره کړې ده.

په پاکستان کې وروستي وژونکي بریدونه، چې اکثره یې پړه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې په څېر ډلو په غاړه اخیستې، د پاکستان پر پوځي او ملکي اهدافو یې مرګ ژوبله اړولې او د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د پاکستان امنیتي ادارو په ځینو مواردو کې د دغو بریدونو پړه پر افغانانو اچولې چې دې مسئلې وضعیت لا پسې پېچلی کړی دی.

د مقالې د لیکوال په اند د دې پېچلې ستونزې ریښې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۲مې نېټې مهمې شېبو ته ورګرځي کله چې د پاکستان د هغه وخت پوځي دیکتاتور پروېز مشرف د خپل هېواد له جنرالانو او ملکي غړو سره غونډه کړې وه او د پاکستان په ګټه یې پرېکړه وکړه او هم یې افغان طالبانو ته د زیانونو پر کمولو ټینګار وکړ.

د ویلسن څېړنیز مرکز په دې مقاله کې نادر نادري زیاتوي چې پاکستان په بې علاقه‌ګۍ د ترهګرۍ ضد نړیوال ایتلاف سره یوځای شو، خو په پټه یې د خپلې استخباراتي ادارې آی ایس آی له لارې د طالبانو ملاتړ کاوه.

دې دوه اړخیزې ستراتېژۍ پاکستان ته اجازه ورکړه چې له امریکا څخه څه باندې ۳۲ میلیارده ډالره مستقیمې مرستې ترلاسه کړي او د دوو لسیزو لپاره د افغانانو او د امریکا د متحدو ایالتونو دوکه کولو ته دوام ورکړي.

خو د پاکستان حکومت په وار وار ټینګار کړی چې د ترهګرۍ یو له قربانیانو څخه دی.

د ویلسن څېړنیز مرکز کارپوه نادر نادري لیکي، پاکستان اوس په یوه دوه لاري کې دی او د خپلو تېرو لسیزو د پرېکړو له پایلو سره لاس او ګرېوان دی، د اسلام اباد انتخاب اوس راتلونکې لاره ټاکي او مخته تګ اوس بیا کتنې، ځواب ویلو او نړیوالې سولې او ثبات ته رښتیني ژمنتیا غواړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG