د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

"پاکستان په تورخم کې له ویزو او پاسپورټونو پرته ناروغانو ته د ورتللو اجازه نه ورکوي"


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې له تړل کېدو ورسته اوس یو شمېر ناروغان وايي، دوی هم د پاسپورټونو او ويزو د نه لرلو له امله نه‌شي کولی د تورخم په دروازه تېر شي.

پاکستان ته د تګ لپاره افغانانو ته د پاسپورټونو او ویزو لرل پاکستان ته تګ لپاره حتمي شرط ایښودل شوی.

د پاکستان سرپرست حکومت د تېرې شنبې په ورځ د جنوري میاشتې په ۱۳ مه نېټه د تورخم دروازه له دې امله د باروړونکو موټرو پر مخ وتړله چې موټر چلونکو پاسپوروټونه او د پاکستان ویزې نه درلودې دا خبره رسنیزه او بېلابېل راپورونه پرې ورکړل شول.

خو یو شمېر ناروغان چې ډېرې یې سرطاني ناروغۍ لري او پخوا به له پاسپورټ او ویزې پرته د ټوکن په نوم رسمي پاڼو پاکستان ته تلل وايي، دوی هم د جنوري له ۱۳ مې له ورته محدودیت سره مخ دي چې ستونزو سره مخ خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

فريد، چې د سرطان ناروغي لري وايي، هره مياشت د واکسين کولو لپاره پاکستان ته ځي، اوس حيران دی چې پاسپورټ څنګه ترلاسه کړي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "اوس چې غواړم پاکستان ته د واکسين لګولو لپاره لاړ شم، نه پاسپورټ لرم، نه ويزه لرم، تورخم کې هم زياتې ستونزې دي، پرته له پاسپورټ او ويزې تلل سخت دي. دا زما لپاره ډېره ننګونکې ده او ډېر شمېر ناروغان دا اوسمهال له ستونزو سره مخ دي، دوی چې پاسپورټ او ويزه ونه‌لري د پاکستان خاورې ته نه‌شي ننوتلی. د افغانستان ناروغان لپاره دا يوه لويه ستونزه جوړه شوې ده."

نوموړی وايي، سره له‌دې چې اوس په ټوکن ناروغانو ته اجازه نه ورکول کېږي، خو په‌دې وروستيو کې د بېلابېلو ولايتونو ناروغانو لپاره د ټوکن اخيستل هم ستونزمن شوي وو.

دغه شان منيژه، چې دا هم د سرطان ناروغي لري، وايي اړه ده چې د واکسين د تطبيق لپاره مياشت کې يو ځل پاکستان ته لاړه شي.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "زه خپله ناروغه يم، سرطان يم، ما هم نه‌پرېږدي، زه اوس کوښښ کوم چې پاسپورټ ترلاسه کړم، چې په قانوني ډول پاکستان ته ولاړه شم، خو د پاسپورټ اخيستل ډېر سخت دي، هڅه کوم چې له يوې لارې پاسپورټ واخلم، ځکه زما درملنه پاکستان کې کېږي او وخت راباندې تېرېږي."

نوموړې وايي، مياشت وړاندې د ټوکن اخيستلو له لارې اسلام‌اباد ته د درملنې لپاره تللې وه، خو بېرته چې راستنه شوه لاره پرې وتړل شوه.

دا چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د رامنځته شويو ستونزو د هوارۍ په موخه د طالبانو حکومت څه کړي او په ځانګړي ډول د ناروغانو د يادې ستونزې په اړه دوی له پاکستاني لوري سره خبرې کړي دي که نه، د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت د ځايي مسوولانو نظر ولري، خو وياند يې ملا عادل د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

نوموړي بیا تېره ورځ ازادي راډيو ته ويلي وو، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د طالبانو استازو د پاکستان له سرحدي چارواکو سره د تورخم دروازې د پرانيستل کېدو په اړه غونډه کړې وه، خو بې‌پايلې پای ته ورسېده.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد نن ازادي راډيو ته په يو ليکلي پېغام کې وويل، له پاکستاني لوري سره د تورخم دروازې د خلاصېدو په اړه د دوی خبرو اترو کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

پاکستان لا هم د تورخم دروازه د ټرانزیټ پر مخ تړلې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

د یادونې ده چې په روان لمريز کال کې د تورخم دروازه څو ځل وتړل شوه چې د تېر ۲۰۲۳ کال سپټمبر په نهمه وروسته له هغې چې د طالب عسکرو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ نښته رامنځته شوه، ياده لاره د نهو ورځو لپاره وتړل شوه چې بيا د دواړه لوريو ترمنځ له خبرو اترو وروسته بېرته پرانيستل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG