د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

د کرملین د منتقد او سیاسي مخالف 'الکسي ناوالني' مړینه تایید شوه


ناوالني چې له اوږدې مودې راهیسې یې د فساد پر ضد مبارزه کوله او له یوې لسیزې راهیسې د روسیې عمده سیاسي مخالف و د زندان د مسوولانو په وینا د فبروري په شپاړسمه په زندان کې مړ شو.
ناوالني چې له اوږدې مودې راهیسې یې د فساد پر ضد مبارزه کوله او له یوې لسیزې راهیسې د روسیې عمده سیاسي مخالف و د زندان د مسوولانو په وینا د فبروري په شپاړسمه په زندان کې مړ شو.

د کرملین د منتقد او سیاسي مخالف الکسي ناوالني مړینه د ده یوه ویاندې کېرا یارمیش نن تایید کړه.

دې په یوه رسمي بیان کې د ناوالني مور لیودمیلا ته دا خبر په یوه یاداشت کې سپارلی دی.

اغلې یارمیش په ایکسپاڼه، پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ناوالني جسد دې ژر تر ژره د هغه کورنۍ ته وسپارل شي.

ناوالني چې له اوږدې مودې راهیسې یې د فساد پر ضد مبارزه کوله او له یوې لسیزې راهیسې د روسیې عمده سیاسي مخالف و د زندان د مسوولانو په وینا د فبروري په شپاړسمه په زندان کې مړ شو.

د روسیې په یامالونینیتس سیمه کې د زندان چارواکو پرون د الکسي ناوالني د مړینې خبر ورکړ.

د دې زندان په بیان کې راغلي چې د اووه څلویښت کلن ناوالني وضعیت د جمعې په ورځ تر پلي ګرځېدو وروسته خراب شو او بې سده شو او ساه یې وخته.

بل لور ته ناپېژاندو ډولو هغه ګلان او ډالۍ لرې کړي چې د الکسي ناوالني د درناوي لپاره د روسیې په مختلفو ښارونو کې ایښودل شوې وې.

په هغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي په کې ښکارې چې دا هڅې د پولیسو مخې ته د شپې پر مهال شوې دي.

د ازادي راډيو د خبر څانګې د راپور له مخې، په دې ترڅ کې د OVD Info په نوم د بشري حقونو او رسنیو خپلواکه ډله د روسیې په مختلفو ښارونو کې د څه باندې سلو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې دې کسانو د ناوالني په یاد د ګلونو ګېډۍ ایښودلې.

د OVD-Info په وینا، په سنت پیترزبرګ کې شپیږ پنځوس کان نیولی شوي او پولیسو د خلکو د راغونډیدو مخه نیولې ده.

په نیول شویو کې د روسیې د نویا ګزیتا یو عکاس او د رش نیوز یو خبریال هم شامل دي.

دې ډلې په خپلې ویبپاڼه کې لیکلي چې پنځلس تنه په ناژني نووګرود کې اووه تنه په یو شمېر نورو ښارونو کې او یولس تنه په مسکو کې نیول شوي دي.

په مسکو او د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې د ناولني په یاد د خلکو د راغونډېدو مخه هم نیول شوې ده.

XS
SM
MD
LG