د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

افغانستان

وروستیو ورښتونو د نغلو او سروبي د برېښنا تولید زیات کړی

ارشیف
ارشیف

برشنا شرکت وايي د وروستیو اورښتونو له امله د سروبي، نغلو او ماهیپر په بندونو کې اوبه او د برېښنا تولید زیات شوی دی.

د دغه شرکت تازه خبرپاڼې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ويلي چې په يادو سټېشنونو کې د برېښنا توليد زيات شوى او ټولو عامه شبکو ته وېشل شوى دى.

د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونه چې د تولید ظرفیت یې ۱۸۸ میګاواټه ته رسېږي، پلازمېنې کابل او د ننګرهار او لغمان ولایتونو ته برېښنا ورکوي.

د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس یوازې ۷۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان بانک پخوانی رئیس عبدالقدیر فطرت ومړ

عبدالقدیر فطرت
عبدالقدیر فطرت

د افغانستان بانک پخوانی رئیس عبدالقدیر فطرت پرون یکشنبې په امریکا کې د ۶۱ کلنۍ په عمر مړ شو.

د هغه د کورنۍ نژدې خپلوانو امریکا غږ ته د هغه مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې هغه د سرطان د ناروغۍ له امله پرون یکشنبې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې ساه ورکړه.

ښاغلی فطرت چې په ۲۰۰۷ م کال کې د پخواني ولسمشرحامد کرزي د حکومت په مهال د افغانستان بانک د ریس په توګه ټاکل شوی و، په ۲۰۱۱ کال کې یې په امریکا کې د یوه سفر په مهال له دندې خپله استعفا اعلان کړه.

د راپورونو له مخې هغه مهال ښاغلي فطرت ویلي وو چې د کابل بانک د لانجمنې قضیې د څېړنې اړوند یې په افغانستان کې ژوند ته خطر دی.

ښاغلي فطرت چې د اقتصاد په برخه کې یې لوړې زده کړې وې، د کابل بانک د تراژیدۍ په اړه په انګریزي او دري ژبو کتابونه هم لیکلي دي.

د کابل بانک قضیه د پخواني جمهوري نظام د فساد یوه ترټولو لویه بېلګه بلل کیږي.

جینوا کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه غونډه پيل شوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د بشري وضعیت د ارزونې څلورمه دوره یي غونډه نن د سویس په جینوا ښار کې پیل شوه.

په دغې شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مستشار محب الله تایب ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان په اړه بحث نن د اروپا په وخت د ماسپښين په دوه نیمو بجو پیلیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازولۍ مخکې له مخکې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یو تفصیلي راپور چمتو کړی او موندنې یې له نورو سره شریکوي.

دوی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وایي، د دوی پرېکړې الزامي بڼه نه لري، خو په وینا یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو پر موضوع اغېز لري.

د طالبانو حکومت بیا د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو او نورو ادارو راپورونه رد کړي او ویلې یې دي، دوی د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د اسلام په چوکاټ کې ادا کړي دي.

د کابل - جلال اباد او تالقان - فیض اباد لارې بېرته خلاصې شوې

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د دوو لویو لارو، کابل- جلال اباد او تالقانو-فیض اباد د خلاصېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر نن لیکلي چې د کابل-جلال اباد پر لاره غره ښوېیدو درې کیلوه متره لاره بنده کړې، خو ویلي یې دي چې موټر پر یوه بدیله لاره تګ راتګ کولای شي.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې د غره ښوېیدو دغه پېښه مرګ ژوبله هم لري، خو تراوسه یې د کره شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

حق شناس وړاندې ویلي چې د تالقانو- فیض اباد لاره هم چې د ورته پېښې له کبله بنده وه، نن دوشنبه خلاصه شوې ده.

له دې سره هم مهاله، د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې نن په ۱۷ ولایتونو کې د تېز باران وړاندوېنه کړې ده.

د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د ماشومانو د واکسین کمپاین پيل شو

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج واکسین پيل کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن سهار یې خپره کړې راغلي چې د واکسیناسیون دغه کمپاین تر پنجشنبې ورځې دوام کوي.

ویل شوي چې په دې کمپاین کې به نژدې ۱۱ میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي.

دغه کمپاین د سړې هوا له کبله په درېیو ولایتونو دایکندي، غور او بامیانو کې نه پلی کیږي.

د واکسین په دې پړاو کې ماشومانو ته د ویټامین اې ټابلیت هم ورکول کیږي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.

پولیو یوازې افغانستان او پاکستان کې پاتې دی او سږ کال یې په افغانستان کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ترکیش ایرلاین له ۳ کلن ځنډ وروسته افغانستان ته الوتنې پيلوي

ترکیش ایرلاین
ترکیش ایرلاین

د ترکیې هوایي کرښو ( ترکیش ایرلاین) له نژدې درې کلن ځنډ وروسته افغانستان ته د الوتنو د بیا پيل خبر ورکړی دی.

دغه شرکت پر خپله وېبپاڼه له استانبوله کابل ته د لومړني پرواز وخت د راتلونکې جوزا میاشتې لومړۍ نېټه یاده کړې ده.

د افغانستان ځایي رسنیو د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په حواله ویلي چې دوی د دغو الوتکو ورتګ ته چمتوالی لري او په وینا یې اونۍ کې به څلور ځله تګ راتګ کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ترکیش او یوشمېر نورو نړیوالو هوایي شرکتونو کابل ته الوتنې وځنډولې.

دې ډله کې د متحده عربي اماراتو یوه شرکت فلای دبی له تېرې نومبر میاشتې راهیسې کابل ته الوتنې پيل کړي دي.

ازادۍ جبهې کابل کې د ۴ طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په نقشه کې کابل ولایت
د افغانستان په نقشه کې کابل ولایت

د طالبانو یوې مخالفې ډلې، په کابل کې تېر ماښام د طالبانو د څلورو پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، په دې حمله کې چې د کابل په قوای مرکز کې د طالبانو پر پوسته پر راټولو شویو طالبانو شوې، د طالبانو دوه نور غړي ټپیان شوي هم دي.

طالبانو د دې ادعا په باب کومه تبصره نه ده کړې.

ازادي راډیو نه شي کولی چې دغه ادعا په بې پرې ډل تایید کړي.

افغانستان کې نن ماشومانو ته د پولیو واکسین او ویټامین (A) د تطبیق سراسري کمپاین پيلیږي

ارشیف
ارشیف

له پولیو د پاک افغانستان ادارې اعلان کړی چې له نن (دوشنبې) د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د ماشومانو واکسیناسیون پیلوي.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې، ویلي چې د واکسین ترڅنګ به ماشومانو ته ویټامین اې (A) هم ورکړل شي.

د پولیو فري افغانستان یا له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې، ویټامین اې (A) د ناروغیو په وړاندې د ماشومانو د مقاومت د لوړېدو لپاره ګټور بللي دي.

افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې محوه شوې نه ده.

سږکال افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

طالبانو خوست کې نيولي ۳ خبریالان خوشې کړل

د افغانستان د خبريالانو مرکز لوګو
د افغانستان د خبريالانو مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د نیول شویو درېيو خبریالانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

دغه مرکز چې اوس له افغانستانه بهر فعالیت کوي، نن یکشنبې په خپله وېب پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د راډیوګانو دغه درې خبریالان چې د موسیقۍ د خپریدو او له ښځینه اوریدونکو سره د ټیلفوني تماسونو په تور نیول شوي وو، له شپږ ورځو توقیف وروسته نن یکشنبې غرمه مهال د خوست د امنیې قومندانۍ له توقیفه خوشې شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ناز راډيو د خبریال اسماعیل سعادت، د اقراء راډیو د خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ راډیو د خبریال احسانه الله تسل د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د دوی نیول کیدل غیرقانوني وو او باید نیول شوي نه وای.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په ټول هېواد کې د رسنیو له خوا د موسیقي پر خپریدو بندیزلګول شوی و، خو له رسنیو سره د ښځنیه اوریدونکو پر ټیلفوني تماسونو بندیز یوه نوې موضوع ده چې د تېرکال په حوت میاشت کې په خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ عملي کړې ده.

یونیسف:۱۲ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په افغانستان کې تر ۱۲ میلیونه ډېر ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې د مارچ میاشتې په راپور کې، چې پرون (شنبې) خپور شو، ویل شوي چې اقتصادي ځوړتیا، د بې روزګارۍ زیاتېدا، د اوږدو جګړو او اقلیمي بدلون اغېزې په افغانستان کې د بېوزلۍ د ډېرېدو اصلي عوامل دي.

یونسیف وايي، افغان ماشومانو ته د مرستې لپاره یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده ،خو تراوسه د دې پیسو یوازې ۳۵ سلنه برابرې شوې دي.

ګیلاني: پاکستان باید د ترهګرۍ ستونزه طالبانو سره په خبرو حل کړي

د پاکستان د سناجرګې رييس یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان د سناجرګې رييس یوسف رضا ګیلاني

د پاکستان د سناجرګې رييس یوسف رضا ګیلاني وايي، هېواد یې د ترهګرۍ له ستونزې سره مخامخ دی او باید دا ستونزه له طالبانو سره د خبرو له لارې حل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ګیلاني پرون په یوه غونډه کې وویل، د امنیت د ټینګېدو لپاره باید د طالبانو له حکومت سره خبرې وشي او د ترهګرۍ ستونزه له دې لارې هواره شي.

پاکستان تور پورې کوي چې طالبانو د ټي ټي پي غړیو ته پناه ورکړې، خو طالبان د پاکستان تور ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG