د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

پر رسنیو د طالبانو تازه محدودیتونه او غبرګونونه


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت له لوري پر رسنیو د محدودیتونو په اړه د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د خبریالانو مرکز د بریا او نور خصوصي ټلویزیونونو پر نشراتو بندیز "غیر قانوني" بللی.

دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د حکومت دا شوی اقدام"د هېواد د عامه رسنیو د قانون خلاف او د ازادو رسنیو لا محدودیت" بللی دی.

د دغه مرکز د ارتباطاتو کمېټې مسوولې سُمیې ولي زاده ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه فرمان د لغوه کولو او د یادو دوو رسنیو د ژر تر ژره او پرته له شرطه د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

"دا د اندېښنې وړ ده، هغه دلایل چې د دې کمېسیون له لوري د دغو دوو رسنیو د نشراتو د بندیدو لپاره وړاندې شوي، د منلو وړ نه دي،د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو دوو رسنیو د بېرته پرانیستلو غوښتونکی دی چې له قید او شرط پرته دغه دوه رسنۍ وکولای شي خپلې خپرونې بیا پیل کړي."

افغانستان د خبریالانو مرکز دا هم ویلي چې رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او طالب چارواکي باید د دوی پر فعالیتونو بندیزونه ونه لګوي او ویې نه ګواښي.

دغه مرکز په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیزو شکایتونو ته د رسېدنې د کمېسیون پر ترکیب هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دې کمېسیون کې په جوړښت لازم قانوني اصول په پام کې نه دي نیول شوي او په خبره یې یوازې یو څو مشخص رسنیز فعالان او د طالبانو د استخباراتو غړي په کې شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

بریا ټلویزیون په ۲۰۱۹ کال کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا تاسیس شوی و او اکثر وختونه به یې د حکمتیار بیانیې او څرګندونې خپرولې.

نور ټلویزیون په ۲۰۰۷ کال کې د صلاح الدین رباني له خوا تاسیس شوی و او معمولاً یې سیاسي او دیني خپرونې کولې.

هڅه مو وکړه د دغو دوو ټلوېزیونو پر نشراتو د بندیز په اړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاندویانو نظر ولرو، خو دوی مو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د رسېدنې کمیسیون غړیو د سه شنبې په ورځ ناوخته د دغو ټلویزیونو د خپرونو د بندولو خبر ورکړ.

د دغه کمیسیون یوه غړي ذبیح الله سادات په یوه کنفرانس کې ادعا وکړه چې دغو دوو رسنیو ژورنالېستي اصول او د افغانستان ملي ګټې په خپلو خپرونو کې په پام کې نه دي نیولي او د دې کمېسیون غړیو پرېکړه وکړه تر څو چې د دوی دوسیه محکمه فیصله کوي تر هغې پورې به د دوی دروازې تړلې وي.

ښاغلي سادات او د دې کمېسیون نورو غړو ادعا وکړه چې دوی څو ځله د یادو شویو رسنیو مسوولینو ته توصیې کړې وې.

خو د بریا ټلوېزیون اداري او مالي مسوول لطیف صادق ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت د یاد کمېسیون ادعا ناسمه وبلله او ویې ویل چې دوی ته له خبر ورکولو پرته پرې بندیز لګېدلی دی.

"موږ ته تر اوسه پورې یو ځل هم کومه داسې تخطي نه ده وړاندې شوې چې په هغه کې دوی موږ دلیل ویلی وي او له موږه یې کومه تخطي ثبت کړې وي،خصوصاً په ملي او اسلامي ارزښتونو کې، دا خو هېڅ امکان نه لري،زموږ رسنۍ له څو کلونو چې چلېږي دې ارزښتونو ته ژمنه ده."

بریا تلویزون د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار اړوند و
بریا تلویزون د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار اړوند و

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم په دې اړه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي چې "د بریا تلویزیون زیاتره خپرونې دیني او اسلامي وې."

هڅه مو وکړه چې د نور ټلویزیون له مسوولینو سره هم خبرې وکړو، خو د یاد ټلویزیون مسوول عبدالوهاب عمار زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

خو د یاد شوي ټلویزیون یوې خبریالې چې نه غوښتل په راپور کې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل چې د دوی مشران نن چهارشنبې د طالبانو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته غوښتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې "نی" یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره چې اوس یې فعالیتونه ځنډولي په خپل یوه راپور کې څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د طالبانو د واکمنۍ په شاوخوا دوو کلونو کې له ۱۵۰ فعاله ټلویزیوني چینلونو څه باندې نیمايي د کمزوري اقتصاد او سیاسي فشارونو په خاطر تړل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG