د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

ایران کې د پنځو افغانانو اعدام؛ دوه په کې ورونه دي


ارشیف
ارشیف

د ایران حکومت پنځه افغانان اعدام کړي چې دوه په کې ورونه دي.

څلور افغانان د ایران په مشهد ښار کې او یو په تبریز کې اعدام شوی دی.

د "حال وش" ویبپاڼه چې د بشري حقونو په اړه راپورونه ورکوي، څرګندوي چې دا څلور افغانان د پنجشنبې په ورځ د وکیل اباد په زندان کې اعدام شول.

په راپور کې راغلي چې زمان طاهري، سلام طاهري، غلام قادر ساماني او ابراهیم نورزی د مخدره موادو په تړاو مخکې په اعدام محکوم شوي وو.

دا ویبپاڼه زیاتوي چې دا څلور کسان د چهارشنبې په ورځ له عمومي بند څخه انفرادي خونو ته انتقال شول او د پنجشنبې په سهار اعدام شول.

د ایران د بشري حقونو سازمان نن په یوه راپور کې ویلي چې د ولي الله په نوم یو افغان د تبریز په مرکزي زندان کې د عمدي قتل په تور اعدام شو.

د بشري حقونو د دفاع تر اتیا ډېرو نړیوالو او ایراني بنسټونو یوه اوونۍ مخکې غوښتنه کړې وه چې د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې دفتر دې له ایران سره همکاري مشروطه کړي.

دوی وایي چې له ایران سره دې یوازې په هغه صورت کې همکاري ادامه پيدا کړي چې دا هېواد د مخدر موادو په تړاو له اعدامونو لاس واخلي.

د بشري حقونو د دفاع بنسټونو په خپل ګډ بیان کې چې د اپرېل په لسمه یې خپور کړ ویلي چې په ایران کې د مخدره موادو په تور د اعدامونو پر وړاندې په نړۍ کې لازم او مناسب غبرګون نه دی ښودل شوی او رسنیو هم پر دغو اعدامونو خوله پټه کړې چې له امله یې په ایران کې د درې کاله پخوا په پرتله د مخدر موادو د جرمونو په خاطر اعدامونه اتلس برابره زیات شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۳م کال کې په ایران کې اته سوه درې پنځوس کسان اعدام شوې چې د وړم ۲۰۲۲م کال په پرتله نژدې ۵۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

د بشري حقونو ډلې د ایران په محکمو دا اعتراض کوي چې تورنو کسانو ته په ازادانه توګه اجازه نه ورکوي چې خپل مدافع وکیل وټاکي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG