د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

د افغان فوټبال د اتلانو د درېیم لیګ پیل؛ نندارچیان یې ولې کم دي؟


د جمهوري نظام پر مهال د فوټبال یوه لوبه - ارشیف
د جمهوري نظام پر مهال د فوټبال یوه لوبه - ارشیف

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ دریم فصل پرون (شنبه) په دې سیالیو کې د مینه والو په کم ګډون سره پیل شو.

د دې سیالیو د پرانستې مراسمو په خپرو شویو ویډیوګانو کې چې د شنبې په ورځ په کابل کې د فوټبال فدارسیون په لوبغالي کې ترسره شول، لیدل کېږي چې د نندارچیانو شمېر کم او د دوی چوکۍ ګانې هم تقریبا خالي دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې د فوټبال لیګونه د جمهوري نظام د لیګونو په څیر د موسیقۍ او د نجونو ننداره چیانو په حضور سره نه ترسره کېږي.

د کابل يو شمېر اوسېدونکي او د فوټبال مينه وال وايي، د همدغو محدوديتونو له امله د دغو سياليو له نږدې کتلو سره لېوالتيا نه لري.

د جمهوري نظام پر مهال نجونو هم په فوټبال سیالیو کې د ګډون حق درلود او ګڼې کورنۍ د دغو سیالیو لیدو ته راتلې، خو اوس نه نجونې او نه کورنۍ دا حق لري
د جمهوري نظام پر مهال نجونو هم په فوټبال سیالیو کې د ګډون حق درلود او ګڼې کورنۍ د دغو سیالیو لیدو ته راتلې، خو اوس نه نجونې او نه کورنۍ دا حق لري

د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ به د جمهوري نظام پر مهال تللو خو له هغه وخته چې امارت راغلی، نه یو تللي، قیدګیرۍ ډېرې دي، کورنیو ته اجازه نه ورکوي، پخوا داسې نه وه او طالبانو هم د ځینو ځوانانو د ننوتلو په اړه یو څه محدودیتونه لګولي دي."

روینا حیدري، چې خپله هم ورزشکاره او د فوټبال مینه واله ده، وايي:

"په هغو ځایونو او ټولنو کې چې ښځې پکې برخه نه لري، هغه ټولنه به ناکامه وي؛ دویم دا چې خلک هم د ورزش په اړه بې انګېزې دي.”

د فوټبال یوې بلې مینې والې طیبې رمضاني ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو ترڅنګ په افغانستان کې روان وضعیت د دې لامل شوی چې ډېر خلک د لوبې کتلو ته ولاړ نشي.

“لومړی دا چې په داسې ځایونو کې نجونو او ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي، بل که دوی ته اجازه هم ورکړل شي، موږ د ناامنۍ او ګډوډۍ له امله هم نه شو تللای."

د راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو تر بیاخلي واکمنېدو مخکې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د ټکټ بیه کله کله ان تر سلو افغانیو رسېده.

په ۲۰۲۰ کې د فوټبال لیګ یوه څنډه چې ښځینه لوبغاړې پکې لوبیږي
په ۲۰۲۰ کې د فوټبال لیګ یوه څنډه چې ښځینه لوبغاړې پکې لوبیږي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي په دې سیالیو کې د نندارچیانو د کموالي په اړه څه ونه ویل، خو ویې ویل چې اوس د سیالیو ټکټونه وړیا دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د لومړي ځل لپاره به د دغه لیګ په لوبډلو کې یو شمېر بهرني لوبغاړي هم ولوبېږي.

“په دې سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د افریقایي هیوادونو، ایران او پاکستان څخه بهرني لوبغاړي هم په ټیمونو کې دي؛ ټکټونه یې هم وړیا دي؛ نندارچیان کولی شي په ازاده او وړیا توګه راشي."

ښاغلي هاشمي زياته کړه، چې د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ په درېيم فصل کې ١٢ لوبډلې ګډون کوي او په ٣٣ ورځو کې به ٦٦ سيالۍ ترسره شي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې، دوی د افغانانو پر وړاندې د نورو محدودیتونو او تر څنګ د ښځو پر ورزش هم بندیز لګولی او په ورزشي لوبغالو کې یې د هغوی حضور منع کړی دی.

XS
SM
MD
LG