د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د بشري حقونو نړیواله شورا په څلورم ځل د افغانستان په اړه راپور ارزوي


په سویس کې د بشري حقونو د نړیوالې شورا د غونډو ځای
په سویس کې د بشري حقونو د نړیوالې شورا د غونډو ځای

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د نړیوالې دوره یې بیا کتنې یا UPR له لوري به د افغانستان د بشري حقونو راپور د روانې اپریل میاشتې په ۲۹ مه وارزول شي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د ارزونې دا غونډې به د مۍ تر لسمې نېټې دوام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لومړنۍ بیا کتنه د ۲۰۰۹ میلادي کال په مې میاشت، دوهم ځل د ۲۰۱۴ میلادي کال په جنورۍ او درېیم ځل په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په جنوري میاشت کې ترسره شوه.

په جینیوا کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام په دایمي استازولۍ کې د بشري حقونو د څانګې مسوول محب الله تایب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"درې سندونه وړاندې شوي دي، یو د بشري حقونو د غیر دولتي بنسټونو راپور دی، بل راپور د ملګرو ملتونو د بیلابیلو برخو شریک سند دی او درېیم هم ملي راپور دی چې په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ له لوري د بشري حقونو د بیلابیلو بنسټونو سره په ګډه تیار شوی دی."

دی وايي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمی استازی نصیر احمد اندېشه به د افغانستان د پلاوي مشري کوي.

د برونډي، هند او هالنډ استازي به د افغانستان د بیا کتنې راپور وړاندې کوي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې غوښتنه کوي چې دغه ناسته باید یوازې د یوې اعلامیې په خپرولو بسنه ونه کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د ټینګښت لپاره عملي اقدامات وکړي.

ویل شوي چې په دې ارزونه کې د افغان پلاوي مشري په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه کوي
ویل شوي چې په دې ارزونه کې د افغان پلاوي مشري په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه کوي

د " شنبه های ارغواني" په نوم د ښځو د حقونو د یوه بنسټ مسولې مریم معروف آروین ازادي راډيو ته وویل:

"د دې پر ځای چې دا ناسته د یوې اعلامیې په خپرولو او طالبانو ته د نصحیتونو په کولو پای ته ورسیږي، اړتیا ده چې په دې ناسته کې د افغان ښځو د حقونو د ټینګښت په هدف پر طالبانو د فشارونو د راوستلو پرېکړې وشي، تر څو په افغانستان کې بشري حقونه تامین شي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دوره‌ یي بیا کتنه «UPR» یوه ځانګړې پروسه ده چې په‌کې د ملګرو ملتونو ټولو ۱۹۳ غړو هېوادونو د بشري حقونو د ریکارډ دوره یې بیا کتنه تر سره کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړیوالې دوره یې بیا کتنې یا UPR کاري ډله به په داسې حال کې د څلورم ځل لپاره د افغانستان د بشري حقونو راپور وارزوي چې له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسې پر دې هېواد طالبان واکمنانان دي؛ هغه ډله چې د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ په پراخو بشري سرغړونو تورن دي.

تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې وویل، په داسې حال کې چې افغانستان له ناوړه بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، په افغانستان کې خلک له سختې ځپنې او د بشري حقونو له سرغړونو کړېږي.

په راپور کې راغلي وو چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو زیاتیدونکي محدودیتونه لګولي چې ظاهراً یې هدف له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو په بشپړه توګه ایستل دي.

طالبان په پراخه کچه په جنسیتي تبعیض او د بشري حقونو په نقض تورن دي، خو دوی دا ادعاوې ردوي
طالبان په پراخه کچه په جنسیتي تبعیض او د بشري حقونو په نقض تورن دي، خو دوی دا ادعاوې ردوي

دغه شان د روانې اپریل میاشتې په ۲۳ مه د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو په کلني راپور کې په دې هېواد کې د طالبانو حکومت له‌خوا له نجونو او ښځو سره د تبعیضي چلند او تاوتریخوالي پرده پورته کړه.

د دې راپور په یوه برخه کې دا هم راغلي وو چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو حکومت په زندانونو کې له ۹۰ زنداني شویو مېرمنو یې ۱۶ تنه پر دوی له جنسي تېري وروسته امیندوارې شوې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په ټوله د دې راپور په اړه غبرگون وښود او ویې ویل چې د افغانانو حقوق داسلامي شریعت له مخې تعریف او تضمین شوي دي، خو طالبانو په دې راپور کې په زندانونو کې په ښځو د جنسي تېري او امیندوارۍ د ادعا په اړه لا غبرګون نه‌دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG