د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

ګرینفیلډ: اندېښمنه یم چې افغان مېرمنې به خپلې هیلې له لاسه ورکړي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې وايي، د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د منلو لپاره د طالبانو د قانع کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو دایمي استازې وايي، د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د منلو لپاره، د طالبانو د قانع کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې هڅې تر اوسه کومه پایله نه لري.

لینډا توماس ګرینفیلډ د پنجشنبې په ورځ د اپرېل په ۱۸مه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې په یوه غونډه کې وویل، هغه اندېښمنه ده چې افغان مېرمنې به خپلې هیلې له لاسه ورکړي.

مېرمن ګرینفیلډ چې د غونډې د یوه ګډونوال د پوښتنې په ځواب کې یې دا خبرې وکړې، زیاته کړه: "زه غواړم ووایم چې دا ډېره ناهیلي کوونکې ده، موږ ډېر پرمختګ نه دی کړی او زه اندېښمنه یم چې افغان مېرمنې به خپلې هیلې له لاسه ورکړي."

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

هغې ټینګار وکړ چې هېواد یې افغان مېرمنې نه دي هېرې کړي او د افغانستان په راتلونکي کې د هغوی د ونډې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې دغه شان وویل، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته له منځه تللي.

ګرینفیلډ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د افغان ښځو د حقونو لپاره خپلو کارونو ته په اشارې سره وویل، هغه څه چې اوس په افغانستان کې روان دي د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ لار نه ده.

یو شمېر افغان مېرمنې چې اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر افغانستان کې ژوند کوي، ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي بندیزونو او محدودیتونو ته په کتو د دوی لپاره ژوند ستونزمن دی او د طالبانو د حکومت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر تګلارې نیوکه کوي.

سپوږمۍ، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې د بشري حقونو په یوې اداره کې یې کار کاوه او اوس د طالبانو د حکومت د بنديزونو له امله نه‌شي کولای خپل کار ته دوام ورکړي، ازادي راډيو ته یې وویل: "ورځ تر بلې ستونزې زیاتېږي او په دننه افغانستان کې د افغان مېرمنو ستونزې مخ په زیاتېدو دي. دا ډېره خواشينوونکې ده چې حتی ځینې افغان نجونې او مېرمنې د حلالې ډوډۍ د موندلو لپاره بهر ته نه شي تللى."

د کابل پوهنتون یوې محصلې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې ياد شي هم ازادي راډیو ته وویل: "موږ څو ځلې لیدلي چې یوازې یې په خوله ويلي چې له ښځو سره یوو، خو داسې يې نه دي کړي له دوو کلونو څخه زیات وخت شو چې د ښځو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، یوازې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه ډېر او ستونزمن شوي دي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو مساوي حقونه لا هم د دوی د پالیسۍ مهم اصل دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټېل وايي، که افغان ښځې او نجونې په ټولنه او اقتصاد کې له ونډې څخه بې برخې شي، طالبان به مشروعیت ترلاسه نه کړي.

د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوی له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو د ژوند په ډېرو برخو کې بنديز لګولى، منځني ښوونځی او پوهنتونونه یې پر مخه ورتړلي، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې یې له کار را ګرځولي، ورزشي لوبغالو او تفریحي پارکونو ته نه پرېښودل کېږي او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه شي کولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG