د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

په اعدام د ایراني سندرغاړي توماج صالحي محکومیدل او نړیوال غبرګونونه


د توماج صالحي یو شمېر معترض پلویان
د توماج صالحي یو شمېر معترض پلویان

په ایران کې معترض سندرغاړی توماج صالحي په زندان کې دی چې د چهارشنبې په ورځ د اصفهان د انقلابي محکمې له خوا د اعدام په سزا محکوم شو.

صالحي په ۲۰۲۲م کال کې په اعتراضونو کې د خپل ګډون له کبله د بند شپږکلنه موده تېروي. په ایران کې هغو اعتراضونو د څو میاشتو لپاره ایران ته ټکان ورکړی و.

د توماج صالحي مدافع وکیل امیر ریسیان ویلي، پر موکل یې پر ځمکه د فساد خپرولو تازه تور لګول شوی او په اعدام محکوم شوی، خو دوی به د استیناف غوښتنه وکړي.

صالحي د رپ هغه سندرغاړی دی چې د ایران پر حکومت انتقاد کوي او حتی په افغانستان کې یې د طالبانو پر کړنو هم په خپلو سندرو کې انتقاد کړی دی.

د اعدام د سزا دغه حکم په ایران کې دننه او نړیواله سطحه عکس العملونه پارولي دي.

د اعدام د دغه حکم په مخالفت کې د جرمني په برلین او هامبورګ او د هالنډ په هاګ کې اعتراضونه شوي او د کاناډا په څو ښارونو کې د اعتراضیه غونډو لپاره پلانونه جوړ شوي دي.

د نړیوالو عکس العملونو په لړ کې د کاناډا، فرانسې او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون پنج شنبه د توماج صالحي د اعدام حکم وغانده او د دغه معترض سندرغاړي د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل د توماج صالحي د اعدام حکم ته په اشارې ویلي، دوی دا راپورونه کتلي او د هغه کس په باب خبرې کوي چې له مخکې په زندان کې دی او له شکنجنې یا هم له تاوتریخوالي ډک چلند سره مخامخ شوی دی.

د صالحي پلویانو په بېلابېلو هېوادونو کې د هغه په پلوۍ لاریونونه کړي
د صالحي پلویانو په بېلابېلو هېوادونو کې د هغه په پلوۍ لاریونونه کړي

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د متخصصانو یوې ډلې هم د پنج شنبې په ورځ د ایران له حکومته غوښتنه وکړه چې د صالحي د اعدام حکم فسخه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغو متخصصانو ویلي: د دولت پر سیاستونو انتقاد باید جرم ونه ګڼل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د پنج شنبې په ورځ په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې د ایران له حکومته غوښتنه وکړه چې د ایران دغه معترض سندرغاړی دې ژر تر ژره خوشې شي.

د رپ سندرغاړی توماج صالحي د ۱۴۰۱ل کال په لیندۍ/ قوس میاشت کې ونیول شو، خو د ۱۴۰۲لمریز کال د لړم/عقرب پر ۲۷مه په ضمانت خوشې شو.

توماج صالحي د هغې ویډیو له خپرولو ۱۲ ورځې وروسته ونیول شو چې هغه په کې د بند پر مهال د شکنجې او وهل ډبولو کیسې کړې وې.

XS
SM
MD
LG