د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

افغانستان د مذهبي ازادۍ له اړخه د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په نوملړ کې راغلی


ارشیف: په افغانستان کې د عاشورا د مراسمو یوه څنډه چې طالب وسله وال یې امنیت نیولی دی.
ارشیف: په افغانستان کې د عاشورا د مراسمو یوه څنډه چې طالب وسله وال یې امنیت نیولی دی.

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په چارو د امریکا د متحدو ایالتونو کمېسیون ادعا کوي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ۲۰۲۳م کال پر مهال مذهبي ازادي له ګواښ سره مخ ده.

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په چارو د امریکا د متحدو ایالتونو کمېسیون یا "یوایس‌سي‌آی‌آر‌ایف" ادعا کوي چې په افغانستان کې مذهبي ازادي په ۲۰۲۳م کال کې له دې امله خرابه شوې چې طالبانو له دین نه خپل سخت تعبیر ته دوام ورکړی دی.

د دغه کمېسیون په نوي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته خپور شو، ادعا شوې چې طالب چارواکي د ټولو هغو افغانانو د مذهب یا عقیدې له ازادیو سرغړونه کوي چې له اسلام متفاوت تعبیر لري یا هم مذهبي اقلیتونه دي.

په دې راپور کې هغه هېوادونه په ګوته شوي چې په نړۍ کې تر ټولو ډېره مذهبي ځورونه په کې ترسره کېږي.

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په چارو د امریکا د متحدو ایالتونو کمېسیون مرستیال فریډریک ډیوی د چهارشنبې ورځ په یوه انلاین غونډه کې چې د دغه راپور جزییات یې ورکول وویل چې افغانستان د مذهبي آزادیو په برخه کې د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په ډله کې دی.

هغه وايي: "په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د متحده ایالاتو کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته مشوره ورکوي چې د افغانستان، اذربایجان، هند، نایجریا او ویتنام په نوم پنځه هېوادونه د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي."

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په چارو د امریکا د متحدو ایالتونو د کمېسیون په کلني راپور کې دا ادعا هم شوې چې په افغانستان کې مذهبي اقلیتونه د داعش په ګډون د تروریستي ډلو د مرګ او د طالبانو له خوا د ځپلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه کمېسیون په راپور کې په ځانګړي ډول د شیعه‌ګانو، هندوانو، سېکانو او عیسویانو یادونه شوې چې کمېسیون مدعی دی چې مذهبي ازادي یې تر پښو لاندې شوې ده.

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر سېکان
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر سېکان

په دې راپور کې د امریکا د متحده ایالاتو د مذهبي ازادۍ کمېسیون په نړۍ کې ۱۷ هېوادونه د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په توګه یاد کړي چې د دوی حکومتونه د مذهب او عقیدې د ازادۍ له حق څخه په جدي سرغړونو کې ښکېل دي.

دغه هېوادونه برما، چین، کیوبا، اریتریا، ایران، نیکاراګوا، شمالي کوریا، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان او همدارنګه افغانستان، اذربایجان، هند، نایجریا او ویتنام دي.

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په چارو د امریکا د متحدو ایالتونو کمېسیون په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې سره زیاته کړې چې طالبانو د خپل مذهبي تعبیر پر بنسټ د تګ راتګ، لباس، کار او زده‌کړو د محدودولو لپاره لسګونه فرمانونه صادر او پلي کړي چې په مذهبي اقلیتونو او همدارنګه ښځو او نجونو باندې اغېزه کوي.

په همدې حال کې د افغان شیعه‌ګانو یو شمېر استازي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې پر اقلیتونو خپلې عقیدې تحمیل کړي.

په تېر جمهوریت کې د ولسي جرګې استازې او د افغانستان د شیعه‌ګانو د مذهبي چارو د تنظیم د عالي شورا پخواني غړي صدیق زاده نیلي ازادي راډيو ته وویل: "حاکمه طبقه یوازې په زور د خپل دین تفسیر په خلکو تحمیلوي. د افغانستان شیعه او هزاره اوسېدونکي له یونیم کال راهیسې تر سخت فشار لاندې دي او په ډېرو مواردو کې یې مذهبي پروګرامونه ننګولي او د تطبیق مخه یې نیولې ده."

طالبانو تازه د دغه کمېسون د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د شیعه‌ګانو پر مراسمو د ځینو محدودیتونو لګول د مراسمو د امنیت د تامین په هدف شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې له خپلو کتابتونونو دې هغه کتابونه لیرې کړي چې له حنفي فقې سره په ټکر کړې لیکل شوي کنه نو مجازات به شي.

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په چارو د امریکا د متحدو ایالتونو کمېسیون د امریکا له حکومته غوښتي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د دوی په ټکو د مذهبي ازادۍ د سیستماتیکې سرغړونې له امله د "ځانګړي اندېښنې وړ هېواد" په توګه معرفي کړي او له طالبانو سره دې په خبرو کې د مذهب او عقیدې موضوعات شامل کړي.

دغه کمېسیون پر طالب چارواکو د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت ځينې کړنې د علمي او مذهبي ازاديو د محدودولو په برخه کې د نړيوالو نيوکو لامل شوې، داسې نيوکې هم شته، چې طالبان په افغانستان کې د مذهبي لږه‌کيو په سمه ساتنه کې پاتې راغلي او نه دي توانېدلي چې په دوی باندې د بریدونو مخه ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG