د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

غزه کې د اوربند ټینګېدو هڅې؛ امریکا په دې برخه کې پر اسراییل او حماس فشار راوړي


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره پر حماس او اسراییل حد اکثر فشار راوړي څو خبرو ته دوام ورکړي.

په غزه کې د اوربند د ټينګښت په هدف د قاهرې په کوربه توب د خبرو د نوي پړاو د دوهمې ورځې له پای ته رسېدو وروسته د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي‌آی‌اې مشر قطر ته تللی.

تمه ده ویلییم برنز د قطر له صدراعظم سره په یوه بېړنۍ لیدنه کې خبرې وکړي.

رویټرز د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې د دغه سفر هدف پر اسراییل او حماس حد اکثر فشار راوړل دي څو بېرته د اوربند په اړه خبرو ته دوام ورکړي.

ویلییم برنز د یکشنبې په ورځ په قاهره کې و.

په قاهره کې د خبرو پر مهال د اسراییل استازیو حضور نه درلود او د ورځې په پای کې د حماس ډلې استازي هم له مصره ووتل.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ وویل، که څه هم اسراییل غواړي چې په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره جګړه ودروي، خو د ده په خبره "حماس په خپل سخت دریځ کې پاتې ده او له موږ څخه غواړي چې خپل ټول ځواکونه له غزې څخه وباسو، جګړه پای ته ورسوو او حماس په واک کې پاتې شي."

نتنیاهو وویل چې "اسرائیل دا ډول مسئله نه‌شي منلی."

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

نتنیاهو د حماس د غوښتنو منل د اسراییلو د تسلیمېدو په معنا وګڼل او یوځل بیا یې ټینګار وکړ چې هېواد به یې "د خپلو ټولو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره جګړې ته دوام ورکړي."

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د ترهګر سازمان په توګه پېژني له غزې د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتونکی دی.

د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د نتنیاهو د خبرو په غبرګون په یوه بیان کې ویلي چې لا هم غواړي یوه هراړخیز اوربند ته ورسېږي څو په نتیجه کې یې د اسراییلو د ده په خبره "اشغال" پای ته ورسيږي، له غزې څخه د پوځي ځواکونو د ایستلو ضمانت وکړي او د فلسطیني بندیانو د خلاصون په وړاندې د اسراییلي یرغمل شویو تبادلې ته زمینه برابره شي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه

په دې بیانیه کې هنیه ادعا کړې چې د اسراییلو صدراعظم اراده لري چې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او هم د منځګړو او بېلابېلو خواوو هڅې له خنډ سره مخ کړي.

اخوا بیا په غزه کې د یکشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ او د سختو بشري مرستو د رسولو اصلي لار یې هم وتړله.

رویټرز راپور ورکړی اسراییلو وروسته له هغه د کرم شالوم په سیمه کې لار په بشري مرستو وتړله چې حماس پرې برید وکړ.

د اسراییلو دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې حماس د اوربند په اړه جدي نه دی او اسراییل به په نږدې راتلونکي کې په رفح او د غزې په ټولو سیمو کې پوځي عملیات ترسره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG