د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

اسراییل د رفح له اوسېدونکو د ځینو سیمو د تخلیې غوښتنه کړې


د اسراییلو د تخلیې له خبرداري وروسته یو شمېر فلسطینیان خپل ماشومان او مالونه په موټرو او خرګاډو کې له رفح څخه لېږدوي.
د اسراییلو د تخلیې له خبرداري وروسته یو شمېر فلسطینیان خپل ماشومان او مالونه په موټرو او خرګاډو کې له رفح څخه لېږدوي.

اسراییل نن دوشنبه د غزې د جنوبي ښار رفح له اوسېدونکو غوښتي چې د دغه ښار یو شمېر سیمې تخلیه کړي.

اسراییل په داسې حال کې د رفح له اوسېدونکو د یو شمېر سیمو د تخلیې غوښتنه کړې چې د راپورونو له مخې د غزې دغه جنوبي ښار ته یو میلیون جګړه ځپلو فلسطینیانو پنا وړې ده.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د رفح اوسېدونکو ته د تخلیې پیغامونه نن د مې میاشتې په شپږمه په عربي ژبه د مبایل ټیلفونو په پیغامونو، اړیکو او کاغذي پاڼو کې رسېدلي دي.

د رفح له اوسېدونکو په دغو پيغامونو کې غوښتل شوي چې شل کیلومتره لرې هغه ځای ته ولاړ شي چې اسراییلي پوځیان یې "پراخ شوی بشري زون" بولي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

له دغو خبرداریو سره هممهاله نن غرمه مهال د رفح ښار په ختیځه سیمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ځایي اوسېدونکو او د حماس اړوند رسنیو په حواله لیکلي چې دغلته پر څو کورونو هوایي ګزارونه شوي او د برید له سیمې لوګي او دوړې پورته شوي دي.

پر غزې واکمنې حماس ډلې بیا ویلي چې د رفح اوسېدونکو ته د تخلیې خبرداری "خطرناک شدت" دی او په خبره یې عواقب به ولري.

د اسراییلو پوځ ویلي، د رفح د اوسېدونکو هڅول یې پیل کړي چې د "محدود اندازې" عملیاتو په ترڅ کې له سیمې ووځي، خو د عملیاتو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.

د اسراییلو د تخلیې له خبرداري وروسته یو شمېر فلسطینیان خپل ماشومان او مالونه په خرګاډو کې له رفح څخه لېږدوي او یو شمېر نور بیا په خټو او دوړو کې پلي له رفح څخه وځي.

د رفح یوې اوسېدونکې امینې ادوان رویټرز سره خبرو کې ویلي، رفح کې به لویه نسل‌وژنه او لوی ناورین رامنځته شي او په خبره یې عربي هېوادونه باید د اوربند لپاره هڅه وکړي.

له تېرو شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې چې د غزې جګړه پيل شوې اسراییل پر رفح د بریدونو خبرداری ورکوي او وایي چې دغلته د حماس زرګونه غړي او احتمالاً لسګونه برمته شوي اسراییلیان اوسېږي.

که څه هم د امریکا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه له اسراییله غواړي چې د رفح له عملیاتو لاس په سر شي، خو اسراییل ټینګار کوي چې له دغو عملیاتو پرته د حماس په ضد د دوی بریا ممکنه نه ده.

د اسراییل او حماس جګړه وروسته تر هغه ونښته چې حماس د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه نېټه پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی وایي، د اسراییلو په بریدونو کې تراوسه شاوخوا ۳۴ زره کسان وژل شوي او څه باندې ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG