د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

بوریل: د اوربند تازه موافقه د حماس له‌خوا منل شوې، خو اسراییل رد کړې


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر وايي، د اوربند تازه موافقه د حماس ډلې له‌خوا منل شوې، خو اسراییل رد کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل یو وار بیا د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو مخکنۍ غوښتنه تکرار کړه، هغه دا چې په رفح ښار کې دې پوځي عملیات نه کوي.

بوریل نن سې شنبه په بروکسل کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، په غزې تړانګه کې د اوربند نوې موافقه د حماس ډلې له‌خوا منل شوې، خو اسراییل رد کړې ده.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل، د اوربند د نوې موافقې د نه منلو او په رفح ښار کې د احتمالي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل

هغه وايي: "د اوربند په باب کومه موافقه نه شته، تازه موافقه حماس منلې، خو اسراییل رد کړې ده. په ضمن کې د نړیوالې ټولنې، د امریکا متحدو ایالتونو او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له غوښتنو سره سره په رفح ښار کې بیا ځمکني پوځي عملیات پیل شوي، هر یو له نتنیاهو غواړي چې پر رفح حمله ونه کړي. له دغو خبرداریو او غوښتنې سره سره دا حمله تېره شپه پیل شوه. زه اندېښنه لرم چې د زیاتو ملکي مرګ ژوبلو سبب به شي."

د اسراییل د ټانکونو یوې لوا نن د غزې تړانګه پر هغه برخه ولکه ټینګه کړه، چې رفح ښار ته، چې له مصر سره سرحدي دروازه په کې ده نږدې پرته ده.

د غزې تړانګې په جنوبي ښار کې دا پوځي عملیات احتمالاً داسې وخت پیلېږي چې ورسره د حماس ډلې له چارواکو سره د اوربند پر سر خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د غزې پر جنوبي ښار رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار بللی و.

هغه ویلي: "په رفح کې ځمکنۍ جګړه به د نه زغملو وړ یو کار وي، ځکه چې ورانونکي بشري عواقب لري او د سیمې پر بې ثباتۍ هم اغېز کوي."

د اسراییل پوځ وايي د دوی د ټانکونو دغه لوا نن سهار وختي رفح ښار ته ننوتله.

د پوځ په وینا، دوی د بشري مرستو رسېدو او هغو کسانو لپاره چې کولی شي مصر ته واوړي، د دې مهمې سرحدي دروازې "عملیاتي کنټرول" په لاس کې واخیست.

ملګري ملتونه وایي، د غزې په نورو برخو کې له جګړې شا و خوا یو ملیون کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG