د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

اختر او د متقاعدینو اقتصادي ستونزې؛ سنجر: اختر په پیسو نمانځل کېږي


ارشیف: د افغان متقاعدینو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: د افغان متقاعدینو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د لوى اختر په رانږدې کېدو سره يو شمېر متقاعدین وايي، له شاوخوا دوو کلونو راهيسې يې تقاعدي نه ده ترلاسه کړې او له همدې امله يې د اختر لپاره هېڅ ډول تياري نه ده نيولې.

د سید شهزاده په نوم یو متقاعد وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت د ده تقاعدي نه ده ورکړې، نو د لوی اختر لپاره یې کومه ځانګړې تیاري نه ده نیولې.

د کابل ښار دغه اوسېدونکی د یوې شپاړس کسیزې کورنۍ سرپرست دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل، چې په اختر کې د خپلو اولادونو لپاره کالي نه شي اخيستلای او نه قرباني کولی شي.

هغه وايي: "قرباني پر هغو کسانو واجب ده، چې قدرت او توان یې لري، د خوښۍ اختر او د غوښې اختر دی، خو موږ له دوو کلونو راهیسې له دې واجب څخه بې برخې يوو. جامې نه شو اخيستلای او قرباني نه شو کولای. زمونږ هیله له اسلامي امارت څخه دا ده چې زمونږ متقاعدینو، تقاعدي معاش راکړي."

افندي سنجر یو بل متقاعد دی، چې د ۱۴ کسيزي کورنۍ سرپرستي کوي، ورته شکایت لري او وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې سختې ورځې تېرې کړي دي.

نوموړی وايي: "زموږ لپاره روژه، د روژې اختر او ژمی ټول له ستونزو ډک وو. اوس لوی اختر را روان دی او خلک قرباني کوي، پیسې چې وي اختر نمانځل کېږي، خو زه د خپلو ماشومانو لپاره کالي له کومه کړم؟ خلک په خپلو کورونو کې دسترخوان هواروي، خو زه په دسترخوان څه کېږدم؟"

متقاعدین دغه راز وايي، چې عمرونه یې ډېر شوي، نو کله ناکله ناروغه کېږي، خو د درملنې لپاره پيسې نه لري.

دوی یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غواړي، چې د دوی غږ واوري او تقاعدي معاش يې ورکړي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند عبدالولي حقمل د متقاعدینو د دغې د ستونزې په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

خو هغه مخکې ويلي وو، دوى متقاعدینو ته د تقاعدي د ورکړې طرحه د توشېح لپاره خپل مشر ته لېږلې وه، خو بېرته یې دوی ته نه ده ورلېږلې.

له دې وړاندې هم متقاعدینو څو ځلې، په ځانګړي ډول په ځینو ځانګړو مواردو کې خپله د تقاعدي غوښتنه کړې او له سختو اقتصادي ستونزو یې شکایتونه کړي، خو ظاهراً د دوی د ستونزو د هواري لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

که څه هم په افغانستان کې د متقاعدینو دقیق ارقام نه شته، خو د افغانستان د متقاعدینو ټولنه وايي، چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د افغانستان د تقاعد صندوق د ملکي متقاعدینو شمېر ۹۲۲۵۴ او د پوځي متقاعدینو یې ۵۶۶۲۷ تنه اعلان کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG