د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان د انګلستان پر وړاندې سیالي کوي


د افغانستان او انګلستان د کرکټ یوه مخکینۍ لوبه
د افغانستان او انګلستان د کرکټ یوه مخکینۍ لوبه

ټاکل شوې چې نن د پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د دفاعي اتل انګلستان پر وړاندې ترسره کړي.

دغه سیالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند په پلازمېنه ډیلي کې پيل شي.

افغانستان خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ بنګله دیش او هندوستان ته په ډېر تفاوت بایللي او اوس د نومرو په جدول کې وروستي مقام لري.

انګلستان چې خپله لومړۍ لوبه یې نیوزیلینډ ته بایللې وه، په دویمې سیالۍ کې بیا بنګله دېش ته نسبتاً لویه ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې لوبډلې یې تر لوبې یوه ورځ وړاندې هم د لا ښه چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړي دي.

د افغانستان ملي لوبډلې سر روزونکي جانتن ټراټ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، افغانستان د دې وړتیا لري چې سترې لوبډلې ماتې کړي.

د نوموړي په باور لوبډلې یې وروستۍ لوبې هم ښې ترسره کړي دي او ډاډ یې وښود چې انګلستان سره به ښه لوبه وکړي.

هغه ويلي:

" زه فکر کوم افغانستان د دې وړتیا لري چې هره لوبډله ماته کړي. مونږ په تېرو لوبو کې هم نیږدې شوې وو چې خپل سیالان مات کړو. یوازې مهمه دا ده چې پر ځانونو باور پیدا کړو او له خپلو وړتیاوو سمه ګټه واخلو. هیله مند یم چې دا کار به وکړو. مونږ به په انګلستان ډېر فشار راوړو."

دغه راز د افغانستان ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ریس خان احمدزی هم د انګلستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې له چمتووالي ډاډمن دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

احمدزي ازادي راډیو ته په یوه رالیږلي پیغام کې ویلي دي:

" پوره نړیوال جام ته مو ښه تیاری کړی دی، داسې نه ده چې یوازې د يو ټیم مقابل کې به تیاری کوو. فکر کوم د هند پر وړاندې مونږ ډېر ښه بیټینګ ترسره کړ. د انګلستان پر وړاندې مو هم پوره تیاری نیولی دی. مونږ په دې میدان تیاره یوه لوبه کړې ده، زمونږ توپوهونکو او توپ اچونکو به حتماً د هند پر وړاندې له سیالۍ پوره زده کړه کړې وي. بهترین تیاری شوی دی، ګورو به چې دانګلستان پر وړاندې چې پیاوړې لوبډله هم ده، څنګه لوبه کوو؟"

پخوانی لوبغاړی او د کرکټ لوبو شنونکی دولت خان احمدزی بیا وايي، افغان لوبډله په داسې حالت کې قرار لري چې د راتلونکو لوبو په تړاو یې هېڅ اټکل نشي کیدای.

احمدزی زیاتوي:

" زما په اند افغانستان چې ښه میچ کوي هغه به د انګلستان پر وړاندې وي. وجه دا ده چې انګلینډ به زمونږ په سپین(ورو) باولینګ حمله ونکړای شي او که وی کړي، نو ویکټې به هم له لاسه ورکړي. زه وایم چې د افغانستان غوره لوبه به دانګلستان پر وړاندې وي او یوه شېبه به داسې هم راورسیږي چې افغانستان دا لوبه وګټي."

افغانستان د وروستي ځل لپاره په یو ورځنیو سیالیو کې د انګلستان پر وړاندې په ۲۰۱۹ ز کال کې مخ شوی و چې هغه سیالي یې په لوی توپیر بایللې وه.

باید وویل شي چې د انګلستان لوبغاړو هم د افغانستان پر وړاندې سیالي اسانه نه ده ګڼلې او ویلي دي، که څه هم دوی پیاوړي دي، خو په باور یې افغان لوبډلې په ورستیو کې ښه پرمختګ کړی دی او دا لوبه به لیدونکو ته ستړې کوونکې نه وي.

XS
SM
MD
LG