د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

د انګلستان پر وړاندې د افغانستان بریا ته غبرګونونه؛ ځینې افغانان: دې لوبې واقعي خوشالي راکړه


افغان لوبغاړي د تېرې شپې تر بریا وروسته.
افغان لوبغاړي د تېرې شپې تر بریا وروسته.

د انګلستان پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې له تاريخي بري وروسته يو شمېر افغان ځوانان وايي، پروني بري افغانانو ته کم‌سارې خوشالي ورکړه.

افغان توپ اچونکي راشدخان تېره شپه په خپله توپ اچونه د انګلستان وروستی لوبغاړی مارک ووډ وسوځاوه او د کرکټ په ۲۰۲۳ نړيوال جام کې افغانستان د انګلستان پر واړاندې يو تاريخي بری خپل کړ.

د افغان کرکټ لوبډلې پروني بري په کور دننه او بهر خپل مینه‌وال خوشاله کړي او په پرله‌پسې ډول پر ټولنيزو شبکو د خپلو خوښيو او احساساتو اظهار کوي.

يو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د انګلستان پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې دوی ته واقعي خوښي ورکړه او په هر ځای کې يې د افغانانو پر شونډو مسکا خپره کړه.

د افغانستان او انګلستان د تېرې شپې پر مهال افغان توپ اچونکو د بریا نمانځې یوه صحنه.
د افغانستان او انګلستان د تېرې شپې پر مهال افغان توپ اچونکو د بریا نمانځې یوه صحنه.

د کونړ ولايت اوسېدونکی عنايت صافی وايي: "لوبه واقعاً ډېره ښکلې لوبه وه، په دومره تکړه لوبډلو کې واقعاً دا بريا د ټول افغان ولس لپاره يوه بريا ده، زه هيله لرم چې يو ځل بيا به زموږ لوبغاړي دغو لوبډلو ته ماتې ورکوي."

دغه راز د هلمند ولايت اوسېدونکی عبدالجبار نوميال وویل: "زموږ اتلان راځي، د انګلستان لوبډله ماتوي، ډېر د خوشالۍ ځای دی، ډېرې خوندورې شېبې وې. تېر ماښام ډېری ځوانان چې موږ سره ناست وو د ټولو يو ډول ولولې وې، هره وېکټ چې تلله، ټولو ځوانانو به چکچکې کولې د خوشالۍ ځای و."

يو شمېر بهر مېشتي افغانان هم ورته خبره کوي وايي، کرکټ لوبغاړو تل دوی ته د مسافرۍ په خپه ژوند کې خوشحالي ورکړې ده.

سليمان مشال، چې د کونړ ولايت اوسېدونکی دی او اوس د امريکا په ټکزاس ايالت کې اوسي ازادي راډيو ته يې وويل: "ډېره زياته مننه اتلانو، موږ مو تل ملاتړي يو، موږ تل مننه کوو چې موږ ته خوښۍ او خوشالۍ راکوئ، له وطنه ليرې په داسې غمجنو حالاتو کې تاسو زموږ پر شونډو مسکا راولئ."

یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو او بهرنیو کرکټ پوهانو هم د افغانستان د کرکټ لوبډلې پرونۍ بریا ستایلې ده.

افغان کرکټ پوهان هم د انګلستان په وړاندې د افغان لوبډلې پرونۍ لوبه ستايي زیاتوي، افغان لوبغاړو ته پکار ده، چې خپلې پاتې نورې لوبې هم په همدې وړتیا او له کوم فشار پرته ولوبوي.

د کرکټ د چارو کتونکي شېراغا همکار ازادي راډيو ته وويل: "سپېنر بالرانو ډېره ښه توپ اچونه وکړه، په ځانګړي ډول نبي، مجيب، راشد. دوی درې واړو د توپ اچونې برخه کې ښه ملګرتيا وکړه، دا ټولې هغه مثبتې نکتې وې چې په تېره بريا کې يې ښه رول ولوباوه."

د کرکټ د ۲۰۲۳ز کال پنځوس اوریز نړيوال جام چې په هند کې يې لوبې روانې دي، پرون په‌کې د افغانستان درېيمه لوبه وه چې لومړی يې توپوهنه وکړه او سيالې لوبډلې ته يې د ۴۹ اورونو او ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۴منډې جوړې کړې.

انګلستان په ۴۱ اورونو کې د ۲۱۵ منډو په جوړېدو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دا تاريخی بری د افغان لوبډلې په برخه شو.

په‌دې لوبه کې مجيب‌الرحمن ۳ وېکټې، راشد خان هم ۳، محمدنبي ۲، نوين‌الحق او فضل‌الحق فاروقي يوه - يوه وېکټ واخيستله.

دغه شان په افغان توپ‌وهونکو کې پيليز لوبغاړي رحمن‌الله ګربز ۸۰ او اکرام عليخېل ۵۸ منډې وکړې.

اکرام عليخېل په بېګانۍ لوبه کې د انګلستان پر خلاف ښه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۵۸ منډې وکړې.
اکرام عليخېل په بېګانۍ لوبه کې د انګلستان پر خلاف ښه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۵۸ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی مجيب‌الرحمن ونومول شو.

د یادونې چې افغانستان په ۲۰۲۳ کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره د اکټوبر په ۷مه او دویمه لوبه یې کوربه هېواد هندوستان سره د اکټوبر په ۱۱مه وکړې، چې دواړه یې وبایللې.

ټاکل شوې چې افغان کرېکټ لوبډله خپله څلورمه سيالي د اکټوبر په ۱۸مه د نيوزيلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG