د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان تېره شپه انګلستان ته تاریخي ماتې ورکړه


د افغانستان او انګلستان د تېرې شپې د لوبې یو انځور
د افغانستان او انګلستان د تېرې شپې د لوبې یو انځور

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې خپل مهم او تاریخي بری بېګا شپه د انګلستان پر وړاندې په ثبت ورساوه.

لومړی وار و چې افغان لوبډلې انګلستان ته چې د تېر نړیوال جام اتلولي له ځانه سره لري ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره پیلیز لوبغاړي رحمن الله ګربز په ۵۷ منډو ۸۰ چټکې منډې وکړې او یو پوخ بنسټ یې کېښود.

ګربز تر لوبې وروسته رسنیو ته وویل چې لوبغاړي که څه هم په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او اوښتې مرګژوبلې په خاطر خپه وو، خو خپله پوره هڅه یې وکړه چې د انګلستان په ماتولو د خپلو وطنوالو په شونډو موسکا راولي.

رحمن الله ګربز
رحمن الله ګربز

هغه وايي: "زموږ ټول فکر وطن ته دی، خو بیا هم هلکانو ښه لوبه وکړه. د هغو افغانانو لپاره مو لوبه وکړه چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی. له پیل تر پایه موږ ښه ولوبېدو. په توپوهونه او بیا په توپ اچونه کې ډېر ښه وو سره له دې چې د بېټېنګ لپاره میدان جوړ و، خو زموږ ورو باولرانو ډېره ښه لوبه وکړه. هر یوه خپل سل په سلو کې کوښښ وکړ."

د افغانستان لپاره د ۲۸۴ منډو په جوړولو کې په رحمن الله ګربز سربېره د اکرام عليخېل ۵۸ منډې او په پای کې د مجیب ځدراڼ او راشدخان تېزې منډې هم د پام وړ دي.

راشدخان ویلي چې لوبغاړي له بریا خوښ دي او هڅه کوي چې نورو لوبو کې هم وځلېږي.

د هغه پيغام کرکټ بورډ په خپله پاڼه خپور کړی.

راشدخان
راشدخان

هغه وویل: "د دې بریا ټولو ته وایم. دعا کې مو یاد ساتئ. د ټولې لوبډلې او لوبغاړو هڅه به وي چې همداسې ښه وځلیږو."

د کرکټ مبصرینو په باولېنګ یا توپ اچونه کې د افغان لوبغاړو په تېره بیا ورو باولرانو وړتیاوې ډېرې وستایلې چې له ډلې یې راشدخان درې، مجیب درې او محمد نبي دوه وېکټې واخیستې. چټکو باولرانو نوین الحق او فضل الحق یوه یوه وېکټه واخیسته.

مجیب الرحمن چې درې وېکټې یې اخیستې او هم یې اته ویشت چټکې منډې جوړې کړي د لوبې غوره لوبغاړی پېژندل شوی چې خپله جایزه یې هم د هرات زلزله ځپلو ته ډالۍ کړې ده.

دا په روان نړیوال جام کې تر دوو ماتو وروسته د افغانستان لومړنی بری وو چې وتوانېد د اوس لپاره د لسو ټیمونو تر منځ شپږم مقام ته ورسېږي.

د افغانستان راتلونکې لوبه همدا چهارشنبه له نیوزیلنډ سره د هند په چینای ښار کې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرایه رییس او د کرکټ کارپوه شفیق ستانکزي ازادي راډیو ته د راتلونکې لوبې په اړه وویل: "چینای کې موږ ډېر زیات چانس لرو چې هم نیوزیلنډ مات کړو او هم پاکستان مات وکړو. د چینای میدان تر ډهلي میدان هم د باولېنګ لپاره ډېر ښه دی. موږ ته ډېره مهمه د ټاس/پچې ګټل او لږ تر لږه ۲۵۰ منډې وکړو او که لومړی باولېنګ هم کوو مقابل ټیمونه باید له ۲۲۰ په کمو منډو ایسار کړو."

شفیق ستانکزی سپارښتنه کوي چې د چینای د میدان لپاره باید یو بل ورو باولر نوراحمد لکڼوال هم راوستل شي او پر ځای یې چټک باولر فضل الحق ته ارام ورکړل شي.

نوراحمد لکڼوال
نوراحمد لکڼوال

افغانستان د روان نړیوال جام دوه د سر لوبې په بنګله‌دېش او هندوستان بایللي.

راتلونکې لوبې یې له نیوزیلنډ، پاکستان،سریلانکا، هالنډ، اسټرالیا او جنوبي افریقا سره دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG