د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان هالنډ ته ماتې ورکړه


افغان کرکټ لوبغاړي
افغان کرکټ لوبغاړي

د هندوستان په لکنو ښار کې د کرکټ نړیوال جام ۳۴مه سیالي کې افغانستان د هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

هالنډ یا نیدرلینډ ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۷ اورونو کې ۱۷۹ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته سېبرن اینجیل ښه ولوبېد چې ۵۸ منډې یې وکړې.

د هالنډ په توپوهونکو کې نن څلور لوبغاړي رن اوټ شول.

په افغان توپ اچونکو کې محمدنبي ۳، نور احمد۲ او مجیب الرحمت یوه وېکټ واخېسته.

د افغانستان په لوبغاړو کې رحمت شاه او حشمت الله شهیدي پنځوسیزې وکړې او په دې سره یې د هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا د کرکټ په نړیوال جام روانو سیالیو کې د افغانستان څلورمه بریا ده.

افغانستان له دې مخکې انګلستان، پاکستان، سریلانکا ته هم ماتې ورکړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG