د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

افغان ناروغ لرونکي: پاکستان ته د بې ویزې تګ د مخنیوي ستونزه دې ژر هواره کړل شي


له ارشیفه د تورخم دروازې تصویر
له ارشیفه د تورخم دروازې تصویر

له ويزې پرته د ناروغانو پر مخ د تورخم د لارې د تړل کېدو له خبر وروسته يو شمېر ناروغان او د هغوى کورنيو د طالبانو او د پاکستان له حکومته غواړي چې دغه ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

دوی د دې وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د دوی د ناروغۍ درملنه ناشونې ده او په ګرانه بیه د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو توان هم نه لري.

د فراه ولايت اوسېدونکې سيما ازادي راډیو ته وویل:

" زه په سرطان ناروغۍ اخته یم او باید هره میاشت د درملنې لپاره پا کستان ته ولاړه شم، ځکه چې په افغانستان کې د درملنې امکانات نشته او پاکستان هم پرته له ویزې اجازه نه ورکوي، د کمزوري اقتصاد له امله ویزه نشم اخیستلای، غواړم چې پاکستان پرته له ویزې مونږ ته اجازه راکړي."

د کابل ښار اوسېدونکی محمد علي ارينفر وايي، هڅه کوي خپله مېرمن د درملنې لپاره پاکستان ته بوځي، خو د ویزې اخیستلو توان نه لري.

" له درېیو کلونو راهیسې مېرمن مې نسايي تکلیف لري، په کابل کې مو هڅه وکړه خو درملنه یې ونه شوه. له بده مرغه د تورخم دروازه هم د ناروغانو په مخ تړل شوې. مونږ غواړو چې ناروغانو ته اجازه ورکړي چې پرته له ویزې پاکستان ته ولاړ شي، ځکه چې د ویزې بیه ډېره لوړه ده او په عادي توګه نه اخیستل کېږي."

دوی ادعا کوي چې د پاکستان ویزه له قانوني او عادي لارو تر میاشتو میاشتو هم نه اخیستل کیږي او په تور بازار کې یې بیه له ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې رسیږي چې دوی یې توان نه لري.

تصویر له ارشیفه: یو افغان ناروغ او کورنۍ یې په تورخم کې پاکستان ته د درملنې لپاره د ناروغ د وړلو د اجازې په تمه دي
تصویر له ارشیفه: یو افغان ناروغ او کورنۍ یې په تورخم کې پاکستان ته د درملنې لپاره د ناروغ د وړلو د اجازې په تمه دي

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي هم له ویزې پرته د ناروغانو پر مخ د تورخم دروازې د تړلو خبره تاییدوي.

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطبوعاتو برخې آمر صدیق الله قریشي په یوه ویډیويي کلیپ کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي:

"د یکشنبې په ورځ ناوخته پاکستاني چارواکو د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو ته خبر ورکړ چې له دې نېټې وروسته به هغو ناروغانو ته چې ویزې، پاسپورتونه او قانوني اسناد نه لري اجازه ورنه کړي، دا مهال د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ تړلې ده او هیڅ ناروغ له دې لارې تګ راتګ نه شي کولای."

هغه زياته کړه چې د دوى سيمه ييز چارواکي هڅه کوي چې دغه ستونزه هواره کړي.

د تورخم دروازه د یکشنبې په ورځ د پاکستان له خوا وتړل شوه.

تر دې مخکې ناروغان، په ځانګړې توګه د سرطان ناروغان په ننګرهار ولایت کې د "ټوکن" پارچې په اخیستو سره به له ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته تلل او د خپلې ناروغۍ درملنه به یې کوله.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان حکومت د تورخم دروازه له ویزې پرته ناروغانو پر مخ تړلې، له دې وړاندې یې هم دا اقدام کړی چې تر خبرو وروسته یې خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده.

د پاکستان حکومت له دې وړاندې د روان لمریز کال په قوس میاشت کې له دې هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو ترڅنګ، د تورخم دروازه هم د هغو ناروغانو او موتړ چلوونکو پر مخ تړلې وه چې ویزې او پاسپورتونه یې نه درلودل.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG