د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د یو شمېر ناروغانو پایوازان: تورخم کې د لېږد کمېسیون زموږ کارونه ځنډوي


تورخم دروازه
تورخم دروازه

د يو شمېر هغو ناروغانو کورنۍ چې د ناروغانو درملنه يې پاکستان کې کېږي شکايت کوي چې تورخم کې د لېږد د ځانګړي کمېسيون له لوري په ورځو- ورځو ځنډول کېږي.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په سرطاني او نورو هغو ناروغيو باندې اخته کسانو ته چې افغانستان کې يې درملنه شوني نه وي، پاکستان ته د لېږد بهير کې اسانتيا رامنځته کړي.

محمد هارون چې د کونړ ولايت اوسېدونکی دی او ورور يې د سرطان ناروغي لري وايي، څو ورځې وړاندې يې په ډېر کړاو او د ورځو ورځو په انتظار خپل ناروغ د لېږد له کمېسيون تېر کړ او پاکستان ته يې د درملنې لپاره يووړ.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" ټوکن چې مو ننګرهار کې واخيست بيا ولاړو تورخم ته، تورخم کې يې تر لازمو معايناتو وروسته بيا موږ ته اجازه راکړله، ستونزې ډېرې دي، که مسؤلين ورته متوجې شي ډېره به ښه وي. کله چې دوی باندې بيروبار ډېر شي، بيا دوی خپل دفتر هم وتړي او ناروغان همداسې ناست وي."

د کابل ولايت اوسېدونکې سميه چې وايي، ورور یې له تېرو اووه کلونو راهيسې د پښتورګو ناروغي لري او درملنه يې يوازې په پاکستان کې شونې ده، چې په ټکو يې اوس ورته ډاکټرانو ويلي چې بايد ناروغ يې ژر تر ژره عمليات شي.

تصویر له ارشیفه - تورخم
تصویر له ارشیفه - تورخم

هغې ادعا وکړه چې د ټوکن له اخيستلو وروسته هم تورخم کې د روغتيايي ډلې له لوري چې د ناروغ تشخيص کوي، پاکستان ته د لېږد اجازه ورنه‌کړل شوه او په خبره يې اوس اړه ده چې د خپل ناروغ د لېږد لپاره پاسپورټ ترلاسه کړي.

سمیې، ازادي راډيو ته وويل:

" ما د هغه لپاره ټوکن او د ډاکټر تأييد واخيست، ډاکټرانو وويل هره ورځ چې تېرېږي د هغه د پښتورګو تيږې غټيږي، هر څومره چې ژر کېږي بايد عمليات شي، تر دې وروسته زه له ټوکن او د ډاکټر له تصديق سره تورخم ته ولاړم، خو تورخم کې يې زموږ ناروغ ته اجازه ورنه‌کړه او راته يې وويل چې بېرته ولاړ شئ."

دا کسان وايي، د ناروغانو د درملنې لپاره يې افغانستان کې امکانات نه‌شته او دوی اړ دي چې خپل ناروغان په ټاکلي وخت تر پاکستان ورسوي.

دا چې د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولايت د ناروغانو د لېږد لپاره څه اسانتيا رامنځته کړې او د ناروغانو د کورنیو شکایتونو ته څه ځواب وايي، ومو غوښتل د دوی د چارواکو نظر ولرو، خو وياند يې ملا عادل د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو تر دې مخکې د ياد ولايت مسؤلينو د خپلو مطبوعاتي ګروپونو له لارې ويلي وو چې پاکستان ته د ناروغانو د لېږد لپاره ځانګړی کمېسيون لري او د ناروغانو تر تشخيص وروسته هغوی ته د ټوکن په نوم پارچه ورکوي، ترڅو له تورخم دروازې پرې تېر شي.

دغه شان د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولايت مطبوعاتي چارواکي هره شپه د دغه دفتر اړوند وټساپ ګروپ کې د هغو ناروغانو يو نوم‌لړ هم خپروي چې دوی تشخيص کړي وي او د ټوکن په نوم پارچې يې ورته وېشلي وي.

دا کورنۍ داسې مهال د خپلو ناروغانو د لېږد بهير کې د ځنډ څخه شکايت کوي، چې د روان ۲۰۲۴زيږديز کال د جنوري مياشتې په ۱۲مه نېټه د پاکستان حکومت د تورخم دروازه پرته له پاسپورټ او ويزې لرلو د باروړونکو موټرو او ناروغانو په مخه وتړله او د يادې مياشتې په ۲۳مه نېټه يې تر خبرو اترو وروسته بېرته پرانيستله.

خلک وايي، له‌دې امله ناروغان د ټوکن په نوم پارچه باندې پاکستان ته لېږدوي چې افغانستان کې د پاسپورټ اخيستل او دغه شان کابل کې د پاکستان سفارت له لوري ويزه اخيستل سخت دي او مياشتې مياشتې وخت نيسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG