د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د حماس خلاف د عملیاتو پر دوام د اسراییل ټینګار؛ قطر: د امنیت شورا پرېکړه لیک د غزې پر وضعیت اغېز نه دی کړی


غزه کې د جګړې دوام
غزه کې د جګړې دوام

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې په غزه کې د حماس ډلې پرضد عملیات به دوام وکړي.

نتنیاهو نن وویل، وروسته له دې چې حماس د اوربند غوښتنې رد کړې نو اسراییل به هم د اوربند لپاره د دې ډلې غوښتنه ونه مني.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني؛ پرون ناوخته په یوه بیان کې پر اسراییلو تور ولګاوه چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او له دې تړانګې څخه د ټولو اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه یې له پامه غورځولې ده.

نتنیاهو وویل چې اسراییل به د حماس اغفالوونکو غوښتنو ته تسلیم نه شي او د دې ډلې د پوځي او حکومتولۍ د وړتیاوو ځپلو او ورسره به د پاتې اسراییلي برمته وو د آزادولو هڅو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د اسراییل د بهرنیوچارو وزیر اسراییل کاتز نن د پوځ راډیو ته وویل د امنیت شورا پرېکړه لیک چې په غزه کې د سمدستي اوربند او د برمته وو د خوشې کېدو غوښتنه کوي حماس ډله نوره هم زړوره کړه او ځکه یې دا طرح رد کړې ده.

ښاغلي کاتز د اسراییلو پر نژدې ملګري متحدوایالتونو هم نیوکه وکړه چې ولې یې د امنیت شورا پرېکړه لیک له دې کبله چې حماس ډله یې پر اسراییلو د اکتوبر د اوومې نېټې د برید په خاطر نه ده غندلې ویټو نه کړ.

د امنیت شورا پرونی پرېکړه لیک چې په ۱۴ مثبتو او د امریکا په ممتنع رایه تصویب شو په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه کوي او حماس د اسراییلي برمته وو په خوشې کولو مکلف ګرځوي.

د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

په عین حال کې قطر وايي چې په غزه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک تراوسه د دوحې پر مذاکراتو کوم اغېز نه دی کړی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري نن وویل چې په دوحه کې پر روانو خبرو د امنیت شورا د دې پرېکړه لیک سمدستي اغېز نه لیدل کېږي.

د یوه بل خبر له مخې، ټاکل شوې چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اوسټین به نن له خپل اسراییلي سیال یوواف ګالانټ سره وګوري.

پنټاګون وايي، په دې کتنه کې به د غزې په جنوبي ښار رفح کې له ځمکنیو عملیاتو پرته د حماس ډلې د ماتولو پر لاروچارو خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا په زیاتېدو ده.

اسراییل وروسته له دې چې متحدوایالاتو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه د اعتراض په توګه واشنګټن ته د جګپوړي اسراییلي پلاوي سفر لغوه کړ، خو د پنټاګون مطبوعاتي سکرتر بېګا وویل چې اوسټین او ګالانت به د واشنګټن په وخت سهار مهال سره وګوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG