د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

امریکا په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب پر اړتیا تینګار وکړ


د عکس ښي لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د عکس ښي لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییل له صدراعظم سره په پرونۍ کتنه کې په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب پر اړتیا تینګار وکړ.

د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون جمعه د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې د غزې د ملکي وګړو د خوندیتوب او دې سیمې ته د ځمکې او سمندر له لارې د دوامداره بشري مرستو د رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بلېنکن له نتنیاهو سره د داسې یوې موافقې په اړه بحث وکړ چې له مخې یې د لږترلږه شپږو اوونیو د اوربند په بدل کې اسراییلي بندیان خوشې کېږي او ورسره غزې ته په بشري مرستو کې زیاتوالی راځي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د غزې په تړانګه کې د اوربند په اړه د هغه پرېکړه لیک په تصویب کې پاتې راغله چې طرح یې متحدوایالتونو وړاندې کړې وه.

په دې طرح کې چې روسیې او چین ویټو کړه د یوې معاملې په اساس د اسراییلي برمته وو، د خوشې کېدو په بدل کې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه شوې وه.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

دې طرحې د شپږو اوونیو لپاره د اوربند غوښتنه کړې وه څو د ملکي وګړو ژوند خوندي وي او ورسره دې تړانګې ته بشري مرستې ورسېږي.

په دې مسوده کې واشنګټن د اسراییلو په برخه کې سخت دریځ خپل کړی و، ځکه د دې جګړې له پیل راهیسې متحدوایالتونو تل د اوربند له کلمې سره مخالفت څرګنداوه او څو ځلې یې هغه پرېکړه لیکونه ویټو کړل چې د اوربند یا سمدستي اوربند غوښتنې په کې کېدلې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ امنیت شورا ته په خبرو کې وویل، د امنیت شورا ډېری غړو د امریکا طرحې ته مثبتې رایې ورکړې، خو له بده مرغه روسیې او چین د ویټو له حق څخه کار واخیست.

مېرمن ګرینفیلډ له غونډې مخکې ویلي وو چې که امنیت شورا دا پرېکړه لیک تصویب نه کړي دا به یې تاریخي تېروتنه وي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا هم له رایو مخکې د امنیت شورا له غړو غوښتي وو چې د پریکړه لیک مسودې ته منفي رایې ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا طرح له حده زیاته سیاسي ده او اسراییلو ته په رفح کې د پوځي عملیاتو لپاره شین څراغ ورکوي.

رفح د غزې په جنوب کې پروت ښارګوټی دی چې د دې تړانګې د څه باندې ۲،۳ میلیون وګړو ډېری خلکو د غزې په شمال کې د اسراییلو له عملیاتو وروسته هلته پناه اخیستې.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي هم د متبادلو حللارو ملاتړ کړی.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انټوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ده په نظر د قطر په مذاکراتو کې چې د شپږو اونیو لپاره د اوربند په بدل کې د ۴۰ اسراییلي برمته‌وو، او د اسراییل له زندانونو د سلګونه فلسطیني بندیانو د خوشې کولو پر موضوع متمرکزې دي، ښايي یوه موافقه ترلاسه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG