د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

د غزې جګړه؛ بلېنکن: ښکېل اړخونه د اوربند په اړه موافقې ته نژدې شوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په ترڅ کې منځني ختیځ ته رسېدلی، وايي چې ښکېل اړخونه د اوربند په اړه موافقې ته نژدې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، په غزه کې د یوه بل اوربند د ټینګولو او د برمته وو د خوشې کولو لپاره د اسراییل او حماس په مستقیمو خبرو کې د ښکېلو خواوو ترمنځ واټن ډېر کم شوی دی.

د اسراییل او حماس ترمنځ چې متحدایالتونه او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، د سولې لپاره امریکا، مصر او قطر له څو اونیو راهیسې هڅې پیل کړې دي.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس او اسراییلو د جګړې له پیلېدو وروسته دا منځني ختیځ ته د بلېنکن شپږم سفر دی.

بلېنکن دا سفر پرون له سعودي عربستان څخه پیل کړ، نن مصر ته ولاړ او تمه ده چې سبا جمعه اسراییلو ته ولاړ شي.

هغه پرون د سعودي له الحَدَث شبکې سره په مرکه کې وویل چې منځګړو مرکچیانو له اسراییلو سره په ګډه پر یوه هراړخیزه طرح کار وکړ چې حماس رد کړه خو بلېنکن زیاته کړه چې دې ډلې ځینې نورې غوښتنې وړاندې کړې چې منځګړي اوس کار پرې کوي.

بلېنکن وویل د مرکچیانو په دریځونو کې واټن په کمېدو دی او زیاته یې کړه چې د دوی ترمنځ یوه موافقه ډېره ممکنه ورته ښکاري.

هغه همداراز یادونه وکړه چې منځګړي د برمته وو د خوشې کېدو په بدل کې د سمدستي اوربند د ټینګښت لپاره هڅه کوي چې نتیجه به یې د ده په وینا د غزې ګڼو ځورېدلو خلکو ته د بېړنیو بشري مرستو رسېدل وي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د بلېنکن په وینا متحدوایالتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه لیک طرح چمتو کړې چې په غزه کې بېړنی اوربند د اسراییلي برمته وو له خوشې کولو سره تړي.

د خبرو په اجنډا کې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند، د حماس لخوا د ۴۰ اسراییلي برمته وو او د اسراییلو له زندانونو د سلګونه فلسطیني بندیانو آزادېدل او همداراز غزې ته د بشري مرستو پرېښودل شامل دي، خو د حماس ټینګار دا دی چې د اسراییلي برمته باید یوازې د هغې موافقې په اساس خوشې شي چې اسراییل به جګړه په بشپړ ډول بندوي، په داسې حال کې چې اسراییل یوازې د موقتي اوربند په اړه خبرې غواړي.

بلخوا د راپورونو له مخې د غزې په شمال کې د الشفا روغتون په شاوخوا کې نښتو چې نن یې څلورمه ورځ ده زور اخیستی.

اسراییلو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې له ۵۰ ډېر وسله‌وال د دې روغتون په شاوخوا کې وژلي دي.

د دې سیمې اوسېدونکو نن وویل چې په روغتون کې دننه څو ودانۍ یې د اور په لمبو کې د سوځېدو په حال کې لیدلي دي.

الشفا د دې سیمې یوازینی روغتون دی چې ځینې برخې یې لاهم فعالې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG