د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

نړۍ

د ایران ولسمشر راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

ټاکل شوې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کې د ایران سفارت یوې سرچینې نن دوشنبه د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشال څانګې ته دا خبره کړې، خو سرچینې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا به پر اسراییلو د ایران د تېرې شنبې شپې له بریدونو وروسته د ایران د ولسمشر لومړنی بهرنی سفر وي چې د اپریل میاشتې په ۲۲مه به ترسره شي.

سرچینې وایي، د دې سفر اصلي اجنډا د ايران او پاکستان د ګازو د نل لیکې په اړه بحث دی او ایران غواړي دغه نل لیکه د امریکا له ممکنه بندیزونو خوندي وساتي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بلېکین: حماس دې اوربند قبول او اسراییلي یرغمل ژر ازاد کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین په سعودي کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین په سعودي کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین له حماس څخه وغوښتل چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل وړاندیز سمدستي ومني او اسراییلي یرغمل ازاد کړي.

ټاکل شوې وه چې د حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، مرکچیان نن دوشنبې د مصر په پلازمېنه قاهره کې له قطري او مصري مینځګړیو سره وګوري ترڅو د اسراییل د هغه اوربند وړاندیز ته چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې وړاندې کړی او په څو مرحلو کې تطبیق کیږي، خپل ځواب ووایي.

بلیکین چې په ریاض کې یې خبرې کولې وویل، حماس اوس یوداسې وړاندیز لري چې د ده په خبره د اسراییل له لوري ډېر سخاوتمندانه دی.

د مسکو هوایي ډګرونو کې نږدې زر تاجکستاني وګړي درول شوي

ارشیف
ارشیف

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوی نژدې زر اتباع د پاسپورت او ګمرکي کنټرول د شدت له کبله د مسکو په هوایي ډګر کې درول شوي دي.

دغه وزارت پرون یکشنبه ویلي، سلګونه تاجک اتباعو ته روسیې ته د ننوتلو پر مهال خبر ورکړل شوی چې هلته یې پر تګ بندیز دی، نو ځکه د یوې حل لارې تر موندلو هوایي ډګر کې ایسار دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ له خپلو اتباعو غوښتي و چې روسیې ته سفر ونه کړي.

پر تاجکانو په روسیه کې وروسته تر هغه کړۍ تنګه شوې چې تېره میاشت مسکو ته نژدې د یوه کنسرت پر سالون برید کې ۱۴۴ تنه ووژل شول.

هغه برید کې د لاس لرلو په تور یوولس تاجکستاني اتباع نیول شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د پاکستان یو قاضي له تښتونکو را خوشې کړل شو

د پاکستان یو شمېر امنیتي ځواکونه
د پاکستان یو شمېر امنیتي ځواکونه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې یو لوړپوړی قاضی له برمته کېدو وروسته بیرته ازاد شوی دی.

قاضي شاکر الله مروت د شنبې په ورځ د ډېره اسماعیل خان په ټانک سیمه کې وتښتول شو او یوه ویډیو یې هم خپره شوه چې نوموړی په کې د ځان د خلاصون غوښتنه کوي.

د پښتونخوا د اعلی وزیر د رسنیو سلاکار محمد علي سیف نن مشال راډیو ته ویلي چې دغه قاضي پرون ماښام بیرته کور ته ستون شوی دی.

هغه د پېښې د څرنګوالي نور جزیات نه دي ورکړي.

تراوسه کومې ډلې هم د دغې برمته نیونې مسولیت نه دی منلی.

ګرجستان کې زرګونو تنو د یوه نوي قانون خلاف لاریونونه وکړل

دلاریون یوه څنده
دلاریون یوه څنده

په زرګونو کسان یو وار بیا د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې په اعتراض لارو سړکونو ته راووتل.

دوی د واکمن ګوند له خوا د نوي قانون د معرفي کولو د پلانونو خلاف لاریون وکړ.

محلي منتقدین او لوېدیځ هېوادونه وايي دغه قانون به د جنوبي قفقاز په دغه هېواد کې د خپلواکو اوازونو د ځپلو لپاره وکارول شي.

پرونی اعتراض د دوو اوونیو د لاریونونو په دوام وشو، چې د اپوزیسیون د ګوندونو او د فعالانو د هغو ډلو له خوا یې رهبري کېږي چې د پارلمان له خوا د «بهرنیو اجنټانو» د لایحې د تصویب خلاف دي.

منتقدین وايي دا هغه قانون ته ورته دی چې په روسیه کې د منتقدانو د غلي کولو لپاره کارول شوی دی.

شا و خوا ۱۰زره کسان پرون د تبلیسي په مرکزي میدان کې راټول شوي وو، ګڼو برخوالو د اروپايي ټولنې بیرغونه له ځانونو سره لېږدول.

راپورونه وايي ځینې معترضان د پارلمان ودانۍ ته نږدې له امنیتي کرښو تېر شول چې په ځواب کې یې پولیسو د دوی د تیت و پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د مرچو سپرې وکاروله.

د حماس یو پلاوی غزه کې د اوربند د خبرو لپاره نن قاهرې ته ځي

د مصر پلازمېنه قاهره
د مصر پلازمېنه قاهره

د حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، یو هیئت په غزه کې د اوربند د ټینګښت پر سر د خبرو لپاره نن دوشنبه د مصر پلازمېنې قاهرې ته سفر کوي.

د حماس ډلې یوه چارواکي دا خبره رویټرز خبري اژانس ته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې منځګړو خپلې هڅې چټکې کړي، څو د غزې تړانګې په جنوب کې پر رفح ښار د اسرائیل تر پلان شویو پوځي عملیاتو مخکې یوه موافقه وشي.

د حماس ډلې دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د دوی یو هیئت به د اوربند پر هغه پېشنهاد چې منځګړو قطر او مصر ته سپارل شوی او په دې اړه د اسرائیل پر ځواب بحث وکړي.

هغه د دوروستیو وړاندیزونو په باب څه ونه ویل.

د نړیوال اقتصادي فوروم غونډه نن په ریاض کې پيلیږي

د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

د نړیوال اقتصادي فوروم اصلي غونډه نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پيلیږي.

دې غونډې ته د نړۍ د څه باندې شپېتو هېوادونو استازي وربلل شوي چې فلسطیني مشران هم پکې شامل دي.

د غونډې ګډونوال تر ډېره په غزه کې د اوسني کړکېچ د هواري او د حماس او اسراییلو تر منځ د اوربند هڅې کوي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د یوه داسې اوربند د ټینګېدو په هدف د نړیوال اقتصادي فوروم په غونډه کې ګډون کوي چې په نتیجه کې یې د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو خلاصون تضمین کړي.

د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان پرون ویلي چې د غزې جګړه پر نړیوال اقتصادي وضعیت "خورا زیات فشار" اچوي.

هغه د اقتصادي فوروم د غونډې په درشل کې د سیمه ییز "ثبات" غوښتنه کړې او پر نړیوال اقتصاد یې د غزې تړانګې د جګړې د اثراتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روسیې د بریدونو له شدت سره اوکرایني ځواکونه له یو شمېر سیمو شاته شوي

ارشیف
ارشیف

د اوکرایین پوځي چارواکو منلې چې د روسي ځواکونو سختو حملو له کبله په ځینو سیمو کې شاتګ ته اړ شوي دي.

د اوکرایین د پوځ لوی درستیز/اعلي قومندان جنرال اولکساندر سیرسکیي پرون په خپل ټلګرام چینل کې دا خبره کړې ده.

هغه د وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی.

جنرال اولکساندر زیاته کړې چې ځواکونه یې په پوکروسکیي او کوراخیف سیمو کې له سختو شرایطو سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې قومندانانو د مدافعینو د ځاني خوندیتوب لپاره هغوی له لومړیو کرښو داسې ځایونو کې ځای پر ځای کړي چې دفاع یې نسبتاً ښه کېدای شي.

اوکراییني پوځیان داسې وخت په ځینو سیمو کې د روسانو له سختو بریدونو سره مخ دي چې روسیې د اوکرایین د انرژۍ تاسیسات هم په نښه کړي.

اوکراییني چارواکو له دې سره سره بیا ډاډ ورکړی چې د دوی په خبره دښمن تکتیکي بریاوې خپلې کړي، خو له عملیاتي پلوه یې کومه لاسته راوړنه نه ده کړې.

ایران د جنګي ډرون الوتکو نوې بڼه نندارې ته وړاندې کړه

د ایران پوځ نن یکشنبې نوې جنګي ډرون الوتکې چې تر هدف پورې ځان رسوي او چوي، نندارې ته وړاندې کړې.

دا هغه ډول ډرونونه دي چې روسیه ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.

د ایران د دولتي تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، دغه نوي ډرونونه یا بې پیلوټه الوتکې چې تراوسه یې نوم ندی په ډاګه شوی، د روسیې زلا لانسیت Russian Zala Lancetډرون ته ورته دي چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۰ کال کې تولید شوي.

تسنیم آژانس په خپل راپور کې د دغې نوې بې پیلوټه الوتکې یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، ایران په وروستیو کلونو کې د ډرون الوتکو په تولید کې د پام وړ پرمختګ کړی او د دې هېواد ساخت الوتکو څخه روسي ځواکونو په اوکراین کې زښت زیات کار اخیستی دی.

د عراق پارلمان همجنسپالو ته ۱۵ کاله بند منظور کړ

د عراق د پارلمان ودانۍ
د عراق د پارلمان ودانۍ

د عراق پارلمان پرون (شنبې) یو قانون تصویب کړ چې پر اساس یې همجنسپالو ته تر ۱۵ کاله بند په پام کې نیول شوی دی.

د دې قانون پلویان وايي چې دا په عراق کې د «دیني ارزښتونو د خوندیتوب لپاره دی.

خو د همجنسپالو د حقونو مدافعان دا پرېکړه په عراق کې پر جنسي او جنسیتي لږکي یو بل برید بولي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې قانون کې ویل شوي چې هدف یې د اخلاقي فساد په وړاندې د عراق د ټولنې ساتل دي.

ارمنستان: د یوه بس چپه کېدو لږ ترلږه ۵ تنه مړه کړي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د ارمنستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون (شنبې) د دغه هېواد په جنوب کې د یوه بس د چپه کېدو له کبله لږترلږه ۵ تنه مړه شول.

د ارمنستان رسنیو د خپل هېواد د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس وویل چې بس له ایروان څخه ایران ته روان و چې د سونیک سیمې د ختان کلي په یوه دره کې ولوېد.

په دې پېښه کې مړه شوي کسان، ایرانیان وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG