د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

له پاکستانه د تازه ستنو شویو افغان ماشومانو وضعیت؛ کافي خوړو، کور او زده‌کړو ته لاسرسی نه لري


ارشیف
ارشیف

د ماشومانو د ژغورنې صندوق سیف ده چلډرن په یوه راپور کې چې نن (د وري۳۰ مه) خپور شو ویلي، په یوه نوې ترسره کې یې موندلې چې په تېرو ۷ میاشتو کې افغانستان ته له پاکستانه ستانه شوي نېږدې دوه نیم لکه افغان کډوال ماشومان خوړو، کور او د زده کړو لاسرسي ته اړتیا لري.

په دې راپور کې راغلي چې د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال له سپټمبر میاشتې راهیسې له پاکستانه شاوخوا ۵۲۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې نږدې نیمايي یې ماشومان دي.

یادې ادارې ویلي د دوی د سروې موندنې ښيي چې ۹۹ سلنه بېرته ستانه شوي کډوال یوې یا دوه میاشتو ته کافي خواړه نه لري.

د دغه سروې پر بنسټ د بېرته ستنو شویو څلورمه برخه کورنیو د خپلو خوړو اندازه کمه کړې، یا یې د کورنۍ مشرانو د خوراک اندازه محدوده کړې تر څو ماشومان یې وکولای شي په اوونۍ کې دوه ځل خواړه وخوري او له دې ماشومانو نږدې اته میلیونه یا په هرو درېیو کې یو یې د لوږې له کړکېچنې کچې سره مخ دی.

دغه شان ۴۰ سلنه نورې کورنۍ اړې وي چې لږ ترلږه درې ورځې په اوونۍ کې خواړه پور کړي او یا هم په کوربه خپلوانو تکیه وکړي.

په راپور کې راغلي چې ۱۳ سلنه بېرته ستانه شوي او دغه شان ۹ سلنه کوربه کورنیو ویلي چې هره ورځ باید له نورو خواړه ترلاسه کړي.

د سروې پر بنسټ یو په درېیمه برخه بېرته ستانه شوي کډوال توانېدلي چې له پاکستانه خپلې شتمنې انتقال کړي او له هر شپږو کورنیو له ډلې، یوه یې په خېمه کې ژوند کوي.

سیف ده چلډرن ویلي ۴۷ سلنه بېرته ستانه شوي په افغانستان کې هیڅ دنده نه لري او ۸۱ سلنه نورو ورته ویلي چې د کار کولو مهارتونه نه لري چې هغې سره سم مناسبې دندې ترلاسه کړي.

له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغانان
له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغانان

په دې راپور کې د بېرته ستنو شویو کډوالو ماشومانو زده کړو ته هم اشاره شوې ویل شوي، ۶۵ ماشومانو یې په ښوونځیو کې نوم لیکنه نه ده کړې او ۸۵ سلنه نورو بیا ویلي چې په ښوونځیو کې د نوم لیکنې لپاره لازم اسناد نه لري.

خو د سروې د موندنو پر بنسټ چې ډېر بېرته ستانه شوي کډوال ماشومان په پاکستان کې ښوونځیو ته تلل.

په همدې حال کې له پاکستانه بېرته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي، په هغه هیواد کې یې د ژوند چارې په ښه ډول پر مخ تللې خو خپل هیواد ته په ستنېدو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د حجت په نوم یو ستون شوي کډوال ازادي راډيو ته وویل: "هلته ښه وو چې سهار به ووتو تر ماښامه به مو یو یوه روپۍ نیمه ګټله، خو دلته هیڅ کار نشته، خواړه نه لرو، ماشومان له لوږې ژاړي، موږ کار ته وځو دوی په تمه وي چې یو څه به ماښام راوړو خو د کار د نه شتون له امله ماښام موږ تش لاسونه ستنیږو، ډېر تنګ یوو په ژوند کې."

یوه بله ستنه شوې کډواله چې هما نومیږي او مخکې یې په پاکستان کې زده کړې کولې وايي: "دلته ستونزې ډېرې دي، ښوونځي هم بند دي، ښوونځي باید پرانیستل شي، موږ هم یخنۍ ته په دښته کې پراته یوو، سرپناه نشته، ماشومان دي، کارونه نشته حکومت باید د سرپنا او کار زمینه برابره کړي ځکه له هغه ځایه راوشړل شو او دلته هم ژوند دغسې دی، نو موږ به څه کوو."

خپل هېواد ته له پاکستانه یو شمېر نور تازه ستانه شوي افغانان
خپل هېواد ته له پاکستانه یو شمېر نور تازه ستانه شوي افغانان

پاکستان په رسمي ډول د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې راهیسې له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د دې هېواد له بېلابېلو سیمو یې له پنځه لکه ډېر بې اسناده افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل.

که څه هم د پاکستان دا پرېکړه په نړیواله کچه د بېلابېلو بنسټونو له لوري غندل شوې خو دغه هېواد نه یوازې دا چې د کډوالو د ایستلو پرېکړه بېرته نه ده اخیستې؛ بلکې غځولې یې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې په خپل رسنیز ګروپ کې نن لیکلي چې تورخم ته له پاکستانه په جبري ډول، ۵۲ کورنۍ رایستل شوي، چې نېږدې ۲۷۰ غړي لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG