د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړیوال سازمان: له برېتانیا څخه روانډا ته د ناقانونه کډوالو لېږد د بشري حقونو نقض دی


له ارشیفه د یو شمېر ناقانونه کډوالو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر ناقانونه کډوالو تصویر

د بریټانیا له‌خوا روانډا ته د غیرقانوني کډوالو تصویب شوې لایحې په اړه د غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو یو شمېر کمېشنرۍ او د بشري حقو د څار سازمان وايي؛ دا لایحه د کډوالو بشري حقونه نقضوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس فلیپو ګراندي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د سه‌‌‌شنبې په ورځ جینوا کې په یوه ګډه اعلامیه کې د بریټانیې له دولت وغوښتل چې روانډا ته د غیرقانوني کډوالو د لېږد په اړه له سره غور وکړي.

دې اعلامیه کې زیاته شوې چې بریټانیا دې د دې پرېکړې پر ځای خپل هېواد ته د غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره برابره بله لار غوره کړي.

اعلامیه کې وړاندې لیکل شوي، دا لایحه ان هغو کسانو هم له ځان د دفاع فرصت نه‌ ورکوي چې له ګواښونو سره مخ دي او تر څنګ یې؛ په دې لایحه کې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو خلاف د کډوالو وضعیت ته جدي پام نه‌دی شوی.

د بشري حقونو د څار سازمان هم ټینګار کوي چې د بریټانیې دا لایحه د بشري حقونو په برخه کې د دې هېواد کې نړیوالې او کورنۍ ژمنې نقضوي او هغو کسانو ته چې انګلستان ته یې د امنیتي ستونزو له امله پناه راوړې، زیان رسوي.

دې سازمان پرون ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د بریټانیا پارلمان له حقایقو په سترګو پټولو سره دا لایحه تصویب کړه، هغه چې روانډ‌ا کې امنیت ښه ښيي؛ څو ورته د کډوالو د لېږد زمینه برابره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان له قوله؛ دا لایحه د یوې محکمې حکم چې روانډا هېواد د کډوالۍ د قضیو د څېړنې تر وخته د درېیم هېواد په توګه امن نه معرفي کوي، تر پښو لاندې کوي؛ ځکه د دې سازمان په خبره، امکان لري چې په روانډا کې کډوال له بد چلند سره مخ شي.

د برېتانیا صدراعظم ټینګار وکړ چې روانډا ته د کډوالو د اخراج لومړۍ الوتنه به د جولای میاشتې په لومړیو کې وشي.
د برېتانیا صدراعظم ټینګار وکړ چې روانډا ته د کډوالو د اخراج لومړۍ الوتنه به د جولای میاشتې په لومړیو کې وشي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کډوال چې وروستیو دوو کلونو کې بریټانیا ته رسېدلي او تر اوسه یې د کډوالۍ قضیې نه‌دي څېړل شوي، د دې لایحې د عملي کېدو په اړه اندېښنه ښيي.

له دوی یو تن چې ۹ میاشتې وړاندې انګلستان ته تللی او نه غواړي نوم یې په راپور کې زیاد شي ازادي راډیو ته وویل:

"د روانډا لایحې موږ اندېښمن کړي یوو، ځکه موږ دلته د پناه غوښتنې لپاره راغلي یوو؛ خو دا طرحه زموږ ټولې هیلې تر پوښتنې لاندې راولي. د افغانانو لپاره چې هېواد کې یې ستونزې زیاتې دي او زموږ لپاره چې کوم ډول ماضي لرو، دا لایحه ډېره خطر جوړونکې ده. "

په بریټانیا کې مېشت یو افغان کډوال احمد ظفر هم وايي:

"زما په ګډون هغه افغانان چې د پناه غوښتنې برخلیک یې معلوم نه‌دی، دې پرېکړې ډېرې اندېښنې را پورته کړي دي. موږ بېرته افغانستان ته د تللو چانس نه‌لرو. هیله لرم چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه دې مسلې ته یو ځل بیا کتنه وکړي. "

برېتانیا ته یو شمېر تللي افغان کډوال ( دوی په قانوني ډول خپله برېتانیا د ۲۰۲۱ په اګسټ کې لېږدولي)
برېتانیا ته یو شمېر تللي افغان کډوال ( دوی په قانوني ډول خپله برېتانیا د ۲۰۲۱ په اګسټ کې لېږدولي)

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په بریټانیا کې د افغانانو د بشري حقونو بنسټ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، تمه ده چې په سکاټلنډ او بریټانیا کې د کډوالو ۵ ملاتړي بنسټونه د دې لایحې د عملي کېدو پر ضد لاریونونه وکړي.

د صدراعظم ریشي سوناک دې لایحې د سه‌شنبې په ورځ د بریټانیا پارلمان مثبته رایه ورکړه.

ښاغلي سوناک د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې روانډا ته د کډوالو د اخراج لومړۍ الوتنه به د جولای میاشتې په لومړیو کې وشي.

ویل کېږي چې د روانډا د لایحې پر بنسټ، د بریټانیې حکومت هغه کډوال چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ وروسته په غیرقانوني ډول دې هېواد ته تللي وي، روانډا ته لېږي، څو په هغه هېواد کې یې د مهاجرت قضیه وڅېړل شي او یا بل کوم هېواد ته د مهاجرت غوښتنه وړاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG