د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

"د وسلو د ورکېدو په اړه د سیګار د ادعا په اړه ځواب ورکولو ته چمتو یو"


د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزراتونه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش وروستی راپور ردوي او وایي، د وسلو د ورکېدو د ادعا په وړاندې ځواب ورکولو ته چمتو دي.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د ملي اردو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره چې څومره مرستې شوي؛ دوی یې په مسولیت سره حساب ورکولو ته حاضر دي.

ښاغلي کریمي که څه هم په دې اړه ډير جزیات ورنه کړل؛ خو ویې ویل:

"هغه څه چې ملي اردو ته یې ورکړي، که هغه وسلې یا نور وسایل دي موږ یې حساب ورکولو ته حاضر یو او په دې اړه نوره تبصره نه کوو."

په هغه راپور کې چې څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش له دفتر یا سیګار څخه خپور شوی؛ ویل شوي چې، د ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې له افغانستان سره د نږدې اوه سوه زره میلو وسلو مرسته شوې ده.

د دې ادارې په راپور کې راغلي چې؛ د دې وسلو مجموعي ارزښت ۶۲۶ ملیونه ډالره و؛ چې اوس یې له ډلې شا او خوا دوه لکه میله وسله ورکه ده یا دا، چې د وسلو مسلسل شمیرې تکراري ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې دې ادارې ویلي؛ په هغه وخت کې افغان ځواکونو ته د دوی تر ضرورت ډيرې وسلې ورکړل شوي دي او حتی د دې احتمال شته چې دا وسلې دې د دولت مخالفینو ته په لاس ورغلي وي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د وسلو د ورکیدو په اړه د سیګار دا راپور ردوي او وایي، د پولیسوسره شوي مرستې ټولې ثبت شوي او دوی یې په اړه حساب ورکولو ته تیار دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل؛ پولیسو ته د وسلو او ټولو پوځي تجهیزاتو د ویش سیسټم شفاف دی.

"هغه څه چې د کورنیو چارو وزارت ته تقسیم شوي دي؛ موږ یې د هر یو بیل بیل ځواب ورکونکي یو او په مجموع کې موږ د هغوی ټول اسناد او مدارک په واک کې لرو.

موږ په دې باور یو چې، د دې راپور په ځينو برخو کې د توازن خیال نه دی ساتل شوی او د هغه څه په اړه چې زموږ مربوط کیږي؛ زموږ نظر نه دی پوښتل شوی، په مجموع کې ټول هغه څه چې په شفافیت پورې اړه لري؛ د کورنیو چارو په وزارت کې شته او موږ یې په اړه اندیښنه نه لرو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ مسوولو ادارو ته دنده وسپارله چې؛ د دې موضوع په اړه څيړنې وکړي او ژر تر ژره د خپلو څيړنو نتایج روښانه او په دې اړه د افغانستان موقف بیان کړي.

یوشمېر افغان کارپوهان بیا د سیګار اداره یوه نړیواله معتبره اداره بولي او وایي چې، د دې ادارې راپور ډير وخت واقعیتونه ښکاره کوي.

د امنیتي چارو کارپوه عبدالهادي خالد ازادي راډیو ته وویل؛ په افغانستان کې په دې اړه ستونزې د امریکا د غلط تدارکاتي سیسټم په اساس رامنځ ته شوي دي:

"زما په نظر د سیګار وروستی راپور رښتیا دې؛ دا ځکه چې د امریکا تدارکاتي او توزیع سیسټمونه ډير غیبونه لري.

دوی په خپله د یو شمیر قراردادیانو سره قرارداد کاوه او وسله به یې اخیستله؛ دا وسله به بې کیفیته وه؛ خو قیمت یې ډير لوړ و."

که څه هم په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړتیا او تجهیز لپاره په ملیونونو ډالر لګول شوي دي؛ خو اوس هم انتقادونه موجود دي چې؛ په پرمختللي وسلو د افغان ځواکونو د تجهیز لپاره سم کار نه دی شوی.

په همدې حال کې یو شمیر افغان کارپوهان وایي؛ چې کیدای شي په راتلونکي کې د وسلو د اخستلو، لیږدولو او توزیع کولو لپاره د سیګار دا راپور اغیزناک تمام شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG