د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

ځینې متقاعدين: نه پوهېږو خپل معاشونه څنګه او له چا ترلاسه کړو


ارشیف: متقاعدین وايي، هېڅ پاملرنه ورته نه کېږي او د طالبانو په واکمنۍ یې اصلاً غږ نه اورېدل کېږي.
ارشیف: متقاعدین وايي، هېڅ پاملرنه ورته نه کېږي او د طالبانو په واکمنۍ یې اصلاً غږ نه اورېدل کېږي.

په افغانستان کې تقاعد شوي کسان وايي، د طالبانو مالیې وزارت د دوی د تېرو څه باندې دوو کلونو د معاشونو له ورکړې د ډډې کولو لپاره نوې پلمې جوړې کړې دي.

دغه ډله متقاعدین طالبانو د مالیې وزارت ته له تګ وروسته نهیلي رخصت شوي او وايي، نه پوهېږي چېرې د خپلو تېرو څه باندې دوو کلونو معاشونه څنګه او له چا ترلاسه کړي.

دوی چې په کابل کې د طالبانو تر ولکې لاندې د مالیې وزارت مخې ته راټول شوي وو، زیاته کړه، چې په وار وار یې د طالبانو له مشرتابه سره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو چا یې د ستونزو حل ته پام نه دی کړی او اوس ورته ویل شوي چې د طالبانو له رییس الوزرا یا امیرالمومنین دې امر راوړي.

يو متقاعد نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو د مالیې وزارت مخې ته یې له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل: "مالیې وزارت ته ورغلي وو، د وزیر د دفتر رییس موږ ته ځواب راکړ، چې ستاسو کار موږ نه شو کولی، نه یې د مالیې وزیر کولی شي، نه یې د تقاعد ریاست کولی شي، لاړ شئ کندهار ته له امیرالمومنین نه امر راوړئ. له خپل جېب نه مو پیسې ګرځول شوي او [د تقاعد د امتیاز اخیستل] مو خپل حق دی. حق د خدای نوم دی ولې یې نه راکوئ. موږ د دې خاورې نه یو او په دې خاوره کې مو خدمت نه دی کړی؟ زما د یوه کال خدمت ولاکه تاسو په شلو کلونو کې هم وکړئ."

دوی چې په کابل کې د طالبانو تر ولکې لاندې د مالیې وزارت مخې ته راټول شوي وو، زیاته کړه، چې په وار وار یې د طالبانو له مشرتابه سره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو چا یې د ستونزو حل ته پام نه دی کړی.
دوی چې په کابل کې د طالبانو تر ولکې لاندې د مالیې وزارت مخې ته راټول شوي وو، زیاته کړه، چې په وار وار یې د طالبانو له مشرتابه سره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو چا یې د ستونزو حل ته پام نه دی کړی.

یو بل متقاعد وايي، دوی ته د مالیې وزارت ویلي چې د تقاعد شویو د معاشونو د نه ورکولو د ستونزې د حل صلاحیت له دوی سره نه دی.

نوموړی وايي: "دوی موږ ته وویل چې ستاسو کوډ زموږ له صلاحیت لوړ دی. وزارت وايي تاسو له امیرالمومنین او رییس الوزرا سره خبرې وکړئ، که هغوی موږ ته امر وکړي ستاسو معاشونه درکوو. دوی وايي پر هغوی فشار راولئ، که دا کار مو وکړ او دوی دا موضوع موږ ته راجع کړه، موږ ستاسو معاشونه درکوو. مسلمان خو درواغ نه وايي، موږ حیران یو چې په راتلونکي کې له دوی سره څنګه مخ ته لاړ شو."

د متقاعدینو د دغو شکایتونو په تړاو مو د مالیې وزارت د ویاند نظر هم وغوښت، خو د دې راپور تر جوړېدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالولي حقمل د روان لمریز کال په پیل کې ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د تقاعد شویو د معاشونو د ورکړې طرحه د دوی د حکومت د رهبرۍ له‌خوا نه ده توشېح شوې، کله چې توشيح شي، مالیې وزارت به د هغې مطابق اقدام کوي.

د طالبانو مالیې وزارت
د طالبانو مالیې وزارت

خو د افغانستان د متقاعدینو عمومي انجمن مشر سنګر افندي پرون سې شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی اوس نه پوهېږي چې خپله ستونزه له چا سره شریکه کړي.

افندي وايي: "د مالیې وزیر د دفتر رییس وویل چې دا موضوع زموږ له صلاحیت لوړه ده، تاسې کولی شئ پر رییس الوزرا فشار راولئ چې هغوی موږ ته امر وکړي. یا امیرالمومنین ته ورشئ چې هغه موږ باندې امر وکړي، زه حیران دې ته یم چې د مالیې وزارت څه دنده لري، چې خپل معاش پسې هم خپله وګرځم، په بودجې پسې هم خپله وګرځم. ټول تقاعد شوي کسان د متقاعدینو ریاست برخه دي او دغه ریاست د مالیې وزارت مربوط دی. دغه معاونین د څه لپاره دي؟ د متقاعدینو معاش پاتې دی، له رییس الوزرا او امیرالمومنین نه امر هم باید دوی خپله واخلي. موږ د چا دروازه وټکوو؟"

د ۱۴۰۰لمریز کال د شمېرو له مخې په افغانستان کې د تقاعد شویو کسانو رسمي شمېر یولک او نهه شپېته زره کسانو ته رسېږي، خو د طالبانو د مالیې وزارت بیا دغه شمېر څه باندې یولک او پنځوس زره ښيي، چې لس زره او ۵۸۶ یې ښځې دي.

تقاعد شویو کسانو چې هر یو د یوې څو کسیزې کورنۍ مشري کوي، د بېلابېلو رسنیو او لاریونونو له لارې د طالبانو له حکومته د خپلو تېرو څه باندې دوو کلونو د معاشونو غوښتنه کړې ده، خو داسې ښکاري چې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې او د مالیې وزارت په پلان کې ځنډ د دوی ستونزې او اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG