د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

له انګلستان څخه د افغان کرکټ لوبډلې د بریالیتوب په اړه د نړیوالو مطبوعاتو تبصرې


له انګلستان سره د افغان کرکټ لوبډلې لوبه
له انګلستان سره د افغان کرکټ لوبډلې لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نړیوال جام د لوبو په لړ کې د یکشنبې په ورځ د انګلستان ځواکمن ټیم ته ماتې ورکړه چې ډېری رسنیو او له هغې ډلې نړیوالو ورځپاڼو دا یوه تاریخي بریا بللې او په دې اړه یې مطالب خپاره کړي دي.

د لندن چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې په دې اړه خپل مطلب د انګلستان د لوبډلې د کپټان جاس بټلر په خبرو پیل کړی چې د افغانستان پر وړاندې د ماتې پړه یې د کرکټ د ډګر پر شرایطو اچولې ده، په داسې حال کې چې د ورځپاڼې په لیکنه د انګلستان د بالر کریس ووکس د بالینک په اړه هم پوښتنې شته.

انډيپینډنټ د کپټان بټلر د خبرو هغه برخه رانقل کړې چې وايي ووکس هومره چې توان یې درلود ښه بالینګ ونه کړ.

بټلر دا هم ویلي دي چې د افغانستان پر وړاندې ماته د ده د لوبډلې لپاره یوه لویه ناکامي وه.

د اسټرالیا چاپ سنډې مارنینګ هرالډ ورځپاڼې یو په زړه پورې مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی د افغانستان بریا د نړیوال جام پر څېره موسکا راوسته.

په مطلب کې راغلي دي چې افغانستان ظاهرا په عمل کې بایللې وه، خو داسې وه لکه چې افغان لوبغاړي پوهېدل چې په نړیوال جام کې د انګلینډ د ماتولو معنا څه ده.

سنډې مارنینګ هرالډ لیکي، د انګلستان لپاره دا ماته دومره ستره وه چې د هغې لپاره په قاموسونو کې کلمات نه شته.

د مالیزیا چاپ سټرېټ ټایمز ورځپاڼې د خپل مطلب په عنوان کې د افغان ملي لوبډلې د روزونکي جاناتان ټروټ وینا لیکلې ده چې نوموړی وايي، د انګلستان پر وړاندې بریا ښايي د افغانستان کرکټ ته نوې سا ورکړي.

ټروټ ویلي دي چې د نړیوال جام د اتلولۍ مدعي انګلینډ ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکول به افغان لوبغاړو ته دا باور ورکړي چې کولای شي په راتلونکو کلونو کې د کړکټ له مخکښو هېوادونو سره اوږه په اوږه لوبې وکړي.

ورځپاڼه د افغانستان او انګلستان د لوبې په پای کې د افغان ستوري راشدخان هغه خبره رااخیستې ده چې ویلي یې و، دی هیله لري دا بریا به په افغانستان کې دننه، هلته چې پرله پسې زلزلو له زور زیات کسان ووژل او له ۲۰۰۰ زیات نور یې ټپیان کړل، د خلکو پر شونډو موسکا راولي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هندي منجم سومیت بجاج وینا را اخیستې چې انګلستان ته یې له افغانستان سره تر لوبې دوه ورځې مخکې خبرداری ورکړی و. هغه پر ایکس شبکې یا (پخواني ټویټر) لیکلي و، چې افغانستان به حیرانوونکې لوبه وکړي خو هند به یې وګټي.

همدې منجم د لوبې د پیل په لومړیو دقیقو د خپلې پخوانۍ لیکنې په دوام انګلینډ ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته دې په کم نظر نه ګوري.

د هغه وړاندوینه دلته لوستلی شئ:

https://x.com/astrosumitbajaj/status/1712717488881086769?s=20

د نوموړي منجم لیکنه ډېره مشهوره شوه او د دې مطلب تر لیکل کېدو پورې نژدې ۲۷۵ زره کسانو لیدلې وه او د لیدونکو شمېر یې نورهم زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG